په ودانیو کې د کوټو لپاره د ترټولو کم اوچتوالی او سایز سټنډرډونه. Minimum Height and Size Standards for Rooms in Buildings
دکوټو لپاره ترټولو کم اوچتوالی او سایز سټنډرډونه په کوټو کې ښه او مناسبه تهویه،روښنايي او د استوګن ارامتیا ډاډمنوي.د اوچتوالي او سایز سټنډرډونه له یوه هیواده بل هیواد ته توپیر کوي او ډیری وخت د مشتریانو په رضایت او غوښتنو پورې اړه لري.خو سره له دې هم ،د کنترول په نه شتون کې ،خصوصي او دولتي سکتور دواړه غواړي چې داقتصادي والي لپاره د استوګن ځایونو سایزونه راکم کړي په داسې حال کې چې د ارزښت د راټیټیدو دمخنیوي هڅه هم کوي .سربیره پردې اوچتوالي او سایز سټنډرډونه د ودانیو او ښارګوټو په وده کې یو سیستماتیک دسپلین رامنځ ته کوي اوهم له فضا څخه مناسبې ګټې اخستنې ته لار هواروي.
د کوټو لپاره د اوچتوالي اصول. Height Regulation for Rooms
1. د استوګنې کوټې . Habitable Rooms
a) دداسې کوټو اوچتوالی باید له فرش سطحې څخه ترچت یا دسلب ترلاندې نقطې پورې له 2.75m کم نه وي.
b) د ایرکنډیشن لرونکو کوټو لپاره ،اوچتوالی باید له 2.4m کم نه وي چې دا دفرش له بره څخه تر د ایرکنډیشن سوري ټیټې نقطې پورې انداره شي او یاداچې ځوړند چت باید ورکول شي.
c) د د Ontario Building Code (OBC) د غوښتنو له مخې دغوښتل شوي فرش مساحت په 75% کې اوچتوالی باید 2.3m او دمساحت په هره نقطه کې له 2.1m کم نه وي په هیڅ حالت کې.
2. دخوب کوټې اوچتوالي محدودیتونه . . Bedroom Height Restrictions
a) د OBC کوډ له مخې دخوب کوټې اوچتوالی باید د ټول فرش په لږترلږه 50%مساحت کې له 2.3m کم نه وي .
b) د بدیل په توګه دټول فرش په 100% مساحت کې باید له 2.1m کم نه وي.
c) د کوټې د فرش هره هغه برخه چې اوچتوالی یې له 1.4m کم وي باید دفرش دمساحت په محاسبه کې ونه نیول شي.
3. تشنابونه ،کمودخونه او ګودام . Bathrooms, water closets and stores
a) ددې ټولو کوټو اوچتوالی له فرش ترچته باید له 2.4m کم نه وي.
b) دداسې ټولو کوټو اوچتوالی چې له فرش اندازه کیږي تر 2.4m کم نه وي.
c) که چیرې د زینې دچوک لاندې وي اوچتوالی باید 2.2m نه کم وي.
d) د OBC د غوښتنو له مخې د تشناب اوچتوالی باید په هره برخه کې له 2.1m کم نه وي .
4. پخلنځي . Kitchen
a) د پخلنځي اوچتوالی چې له فرش تر چت ټیټي نقطې پورې اندازه کیږي باید له 2.75m کم نه وي په اثتثنی د هغې برخه چې لوښي مینځونکی په کې نصب کیږي .
b) خو سره له دې هم ،د OBC د غوښتنو له مخې د پخلنځي د 75% فرش مساحت اوچتوالی باید 2.3m وساتل شي چې په هره نقطه کې یې خالص اوچتوالی 2.1m وي .
5. المارۍ . Ledge
د المارۍ اوچتوالی باید لږترلږه 2.2m وي .
6. هالونه . Hallways
د هالونو اوچتوالی باید لږترلږه 2.1m وي .
دکوټو ترټولو کمې سټنډرډ اندازې . Minimum Standard Sizes of Rooms
1. د اوسېدو کوټې . Habitable Rooms
a) د کور هغه کوټې چې یواځې د ناستې ولاړې لپاره کاریږي باید مساحت یې له 9.5m2 کم نه وي چیرته چې یوه کوټه وي .خو په عام ډول دداسې کوټو فرش مساحت باید لږترلږه 13.5m2 وي او د OBC د غوښتنو له مخې هیڅ یوه اندازه یې له 3m کمه نه وي.
b) چیرته چې دوه سره نښتې کوټې وي دیوې مساحت یې باید له 9.5 m2 او د بلې مساحت یې له 7.5 m2 کم نه وي په داسې حال کې چې پلنوالی یې له 2.4m کم نه وي .
c) طبیعي تهویه باید ورکول شي.
2. د خوړو کوټې . Dining room
a) ددې کوټې د فرش مساحت باید له 9.5m2 کم نه وي او پلنوالی له 2.4m کم نه وي.
b) د OBC د غوښتنو له مخې ،کله چې د خوړو کوټه له بلې کوټې سره یوځای جوړیږي باید له بلې کوټې سره یې لږ ترلږه 3.25 m2 فرش مساحت تشه فضا پریښودل شي.
c) د خوړو کوټې ترټولو کمه اندازه باید 2.3m وي .
d) د خوړو کوټې متغیرې وي خو باید هلته د ایښودونکو میز اوچوکې مساحتونه په پام کې ونیول شي.
e) طبیعي تهویه په پام کې ونیول شي.
Fig. 2: Dining Room
3. ابتدایې خوب کوټې . Primary Bedrooms
a) یوه خوب کوټه باید لږترلږه 9.8m2 فرش مساحت ولري.
b) ترټولو کمه اندازه یې باید له 2.7m کمه نه وي.
c) طبیعي تهویه ورکول شي.
4. دویمي خوب کوټې . Secondary Bedrooms
a) دا باید لږترلږه 7m2 فرش مساحت ولري.
b) د یو بعد ترټولو کمه اندازه یې 2 m وي .
5. پخلنځی . Kitchen
a) ددې کوټې د فرش مساحت باید لږترلږه 5.5 m2 وي .مګر OBC مشخص کوي چې د پخلنځي ترټولو کم فرش مساحت باید له 4.2m2 کم نه وي .
b) ددې کوټې پلنوالی له هرطرف له 1.8m کم نه وي .که جلا جوړیږي باید د فرش مساحت یې له 4.5m2. کم نه وي.
c) میخانیکي تهویه ورکول شي.
d) په پخلنځي کې ټول وسایل باید سم خلاص شي پرته له دې چې بل ته مزاحمت وکړي.
6. تشنابونه او کمود خونې . Bathrooms and water closets
a) د تشناب سایز له 1.5m x 1.2m یاهم فرش مساحت له 1.8 m2 کم نه وي .
b) که له کمودخونې سره یوځآی وي نو د فرش مساحت له 2.8 m2 کم نه وي .
c) دکمود خونې فرش مساحت باید له 1.1 m2 کم نه وي .
7. المارۍ . Ledge
a) په اوسیدو کې کوټه کې المارۍ باید دکوټې د فرش مساحت له 25% زیات مساحت احاطه کړي.
b) دا باید د تهویې سیستم اغیزمن نه کړي.
8. هالونه . Hallways
هال باید لږترلږه 860mm پلنوالی ولري په اثتثنی د هغې ودانۍ چې پلنوالی یې له 4.3m کم وي په دې حالت کې کیدای شي پلنوالی تر 710mm ونیول شي.