دودانیو او نورو ساختمانونو په جوړولو کې بیلابیل ډول پایې کاریږي .پایه عمودي ساختماني عنصر دی چې په ټوله کې په فشار کې بارونه لیږدوي .دا کیدای شي بارونه له چت ، فرش سلب ،بام سلب او یا له بیم نه فرش ته یا هم تهداب ته ولیږدوي. همدارنګه پایې کولی شي د کوږوالي مومنټونه نظر یو یا دواړو عرضي محورونو ته ولیږدوي .په دې مقاله کې په ودانې کې بیلابیل ډول کاریدونکې پایې د بحث لاندې نیول شوي.
د ودانۍ په جوړونه کې د پایو ډولونه .Types of Columns in Building Construction
پایې د بیلابیلو شرایطو پراساس درجه بندي کیږي .
1. د سیخانو د ډول پراساس .
2. د باراچونې د ډول پراساس.
3. د نازکوالي نسبت پراساس.
4. د شکل پراسا س.
5. د ساختماني موادو پراساس.
د سیخانو د ډول پراساس.Based on Types of Reinforcement
1) تړلی پایې .Tied Column
دا ډول پآیې معمولا په اوسپنیزو کانکریټو کې کاریږي.طولاني سیخان د تړونکي سیخانو په دننه کې احاطه شوي وي .معمولا په ودانیو کې 95% پایې تړونکي دي .
Fig. 1: Tied column
2) مارپیچي پایې. Spiral Column
مارپیچي پایې هم په اوسپنیزوکانکریټو کې کاریږي .په دې ډول پایو کې ،طولاني سیخان د مارپیچي مسلسلو تاو شوو سیخانو په واسطه احاطه شوي وي .حلقوي مارپیچي سیخان جانبي اتکا ورکوي (پیوسن اغیز) او محوري بار ناکامیدل وروسته کوي(غزیدنه ورکوي)
Fig. 2: Spiral Column
3) مرکبې پایې . Composite column
کله چې طولاني تقویه د ساختماني فولادي مقطعې یا پایپ په شکل له طولاني سیخان سره یا پرته له طولاني سیخانو وي نو دیته مرکبه پایه وايي.دا ډول پایې لوړ مقاومت له وړې مقطعې سره وي .
د بار اچولو پراساس . Based on Types of Loading
4) محوري بار شوې پایې . Axially Loaded Column
که عمودي محوري بار دپایې د عرضي مقطعي په ثقل مرکز باندې عمل وکړي نو دیته محوري بار شوې پایه ویل کیږي .په ساختمان جوړونه کې محوري بار شوې پایه ډيره پیداکیږي ځکه عمودي بار د پایې د عرضي مقطعې په مرکز باندې نه منطبق کیږي.د څو پوړیزه ودانۍ دننۍ پایه چې له چتونو ورباندې باید په متناظر ډول وارد شي دداسې پایو یوه بیلګه ده .
Fig. 4: Axially loaded column
5
5) له غیرمحوري عن المرکزیت باراچونې سره پایه. . Column with Uniaxial Eccentric Loading
کله چې عمودي بارونه د پایې د عرضي مقطعې له ثقل مرکز سره منطبق نه وي بلکي د پآیې د عرضي مقطعې څخه په یو عن المرکزیت کې وي نو دا نه محوري عن المرکز باراچونې پایه بلل کیږي .غیرمحوري پایې هغه وخت منځ ته راځي کله چې پایه له یوطرف څخه په سخت ډول له بیم سره نښتی وي لکه د څنډې پایه .
6) له دوه محوره عن المرکزیت باراچونې سره پایه . Column with Biaxial Eccentric Loading
کله چې عمودي خط پرپایه د پایې د عرضي مقطعې د ثقل مرکز سره منطبق نه وي او په دواړو محورونو (X او Y ) باندې عمل ونه کړي نو داسې پایې ته دوه محوره عن المرکز بار شوې پایه ویل کیږي.دوه محوره بار اچونې پایې معمولا د کنج پایې وي چې په کې بیمونه په سخت ډول په ۹۰ درجو کې د پایې له بره طرف سره نښتي وي .
د نازکوالي نسبت پراساس . Based on Slenderness Ratio
د نازکوالي نسبت (موثر اوږودوالی پر ترټولو کم جانبي اندازه ) پایې .
7) لنډه پایه . Short Column
که د پایې د موثر اوږودوالی او ترټولو کم جانبي اندازې نسبت له 12 کم وي لنډه پایه بلل کیږي .لنډه پایه معمولا په خالص فشار کې ناکامیږي.
Fig. 7: Short column
8) اوږده پایه . Long Column
که د پایې د موثر اوږودوالی او ترټولو کم جانبي اندازې نسبت له 12 زیات وي اوږده پایه بلل کیږي.اوږده پایه په کوږوالي او شلمیدو (buckling) کې ناکامیږي .
Fig. 8: Long column
د شکل پراساس . Based on Shape
9) مربعوي یا مستطیلي پایه .Square or Rectangular Column
دا ډول پایې معمولا په ودانۍ جوړولو کې کاریږي .دا ډول پایو جوړول د دایروي پایو په پرتله اسانه وي ځکه ددې قالب اسانه وي .
Fig. 9: Square column
10) دایروي پایه . Circular column
دا ډول پایې معمولا د څو پوړیزه ودانۍ مخې ته جوړیږي .
11) ایل ډوله پایه . L-Shape Column
معمولا L شکله پایې د ودانيو په کنجونو کې له احاطوي دیوال سره جوړیږي او خصوصیات یې د مربعوي او مستطیلي پایو په شان دي .
12) T شکله پایه . T-Shape column
دا ډول پایه د ساختمان د ډیزاین غوښتنو له مخې کاریږي .T شکله پایه په پراخه پیمتنه په پلونو کې کاریږي .
13) د فولادي پایې شکل . Shape of Steel Column
د فولادي پایو یو شمیر سټنډرډ او تیارجوړ شکلونه په بازار کې پیداکیږي.په دې شکلونو کې I ډوله ،چینل ،مساوي زاوې لرونکي او T شکل.
د ساختماني موادو پراساس. Based on Construction Material
14) اوسپنیزه کانکریټي پایه .
15) فولاي پایه .
16) لرګینه پایه .
17) خښته پایه .
18) د تیږو پایه .