کیدای شي، د خپلو خبرو مهارتونو لوړ کړی؟ البته چې کولی شی، ښايي د خبرو اترو د عادتونو بدلول، چې د ژوند په اوږدو کې یې په تاسو کې وده کړې ستونزمن وي او یو څه وخت وغواړي، خو ډاډه اوسئ، چې شونی دی.
راځئ، چې نیغ هغه تېروتنو ته لاړ شو، چې په عمومي ډول یې په خپلو خبرو اترو کې ترسره کوو، په عین حال کې مو د حل لارې هم پیشنهاد کړې دي.
۱ غوږ نه نیول؛
ارنست همینګوی وایي: ( زه غواړم غوږ ونیسم، ډېر څه مې له غوږنیولو څخه زده کړي دي، ډېر خلک هیڅکله غوږ نه نیسي.)
تاسو د ټولو خلکو په شان مه کیږه، په شوق سره د خپلو خبرو د نوبت ته په تمه مه اوسئ، خپل نفس لږ شاته پریږدی، زده کړئ، چې څنګه کولی شی، د نورو خلکو خبرو ته غوږ ونیسی.
کله چې په غوږ نیولو پیل وکړی، د خبرو مهمې برخې باید په خپل لاس کې ونیسئ، خو مهمه خبره داده، چې باید د لنډو ځوابونو لکه، هوو او نه څخه ډډه وکړئ، ځکه په دې توګه به مو مخامخ لوری ډېر معلومات وړاندې نه کړي.
مثلا، که څوک تاسو ته کیسه کوي، چې د څو نفرو سره د کبانو نیولو ته تللی وو، نو له هغې څخه داسې پوښتلی شئ: د کبانو نیولو لپاره چیرته تللي وی؟ د کبانو د نیولو څه مو ډېر خوښیږي؟ د کبانو نیولو نه بغیر مو نور څه وکړل؟
په دې ترتیب به هغه کس، تاسو سره پوره مالومات شریک کړي او تاسو کولی شی، د معلوماتو له منځ څخه نورې خبرې هم راوکاږی.
که مخامخ لوري مو په لمړیو کې وویل: نپوهیږم، مه تسلیمیږئ، لږ ډېر یې مجبور کړئ، بیا ترې وپوښتئ، دوی پوهیږي، یوازې په اړه یې لږ فکر وکړئ او کله یې چې د زړه غوټه خلاصه کړي، نو خبرې به ډېرې جالبې شي.
۲- ډېرې پوښتنې کړل؛
که له حد څخه ډېرې پوښتنې وکړی، نو خبرې اترې تحقیقاتي بڼه غوره کوي، يا ښايي داسې ښکاره شي، چې تاسو د ویلو لپاره هیڅ نه لری، نو ښه ده، چې پوښتنه د څو توضیحي جملو سره ګډه کړئ، د خبرو اترو په دوام سره کولی شی، پوښتنې عادي ونیسي او ووایی: ښه، ډېره ښه خبره ده، چې سړی د اونۍ په آخر کې له خپلو ملګرو سره یو ځای ته لاړ شي، تر څو ستړیا یې له منځه لاړه شي، مونږ هم ښايي د هلکانو سره کوم پارک، یا کوم چیرته لاړ شو.
څومره ښه، موږ هم تیره میاشت له ملګرو سره د کبانو نیولو ته تللي وو، ډېر خوند یې وکړ.
او له همدې ځایه مو خبرې اترې پراخه کیږي او نورې جالبې او نوې خبرې منځ ته راځي.
۳- بې خونده چوپتیا؛
له چاسره چې نوي ګوری، یا کله چې د خبرو لپاره څه نه وي پاتې، یوه بې خونده چوپتیا مسلطه کیږي، یا ښايي، له دې چې نه پوهیږی دا چوپتیا په څه خاطر ده، غوصه شی.
هیڅکله بې له یوه ښه خبر ویلو څخه د کوره مه وځئ، کله چې خبرې خلاصې شوې، کولی شی، د هماغه خبر په اړه وغږیږئ.
کولی شی، په کومه میلمستیا کې چې یی، د همغې میلمستیا په اړه نظر ورکړی، تل مو په شاوخوا کې یو څه وي چې د هغه په اړه خبرې وکړو.
کله چې له کوم نوي کس سره وینئ، تر ټوله غوره لاره داده، چې د هغه وخت احساس په یاد راوړئ، کله چې له پخواني ملګري سره وینئ او داسې وانګیرئ، چې همدا مو پخوانی ملګری دی، البته ډېر زیاتی مه کوئ، ځکه ښايي، نوی کس ونغواړي چې په هماغه لمړۍ لیدنه کې ډېر خواږه شی، یوازې په یوه موسکا او له ملګرتیا ډکه کړنې سره له هغه څخه هر کلی وکړئ.
۴- د بیان نامناسبه طرز؛
د خبرو اترو یوه مهمه موضوع دا نده چې څه وایی، بلکه داده چې څنګه هغه خبر په ژبه راوړی، په دې کړنو کې بدلون لوی توپیر رامنځته کوي، ځکه غږ او د بدن ژبه ستاسو د خبرو مهمه برخه جوړوي.
کله چې کوم حیرانونکي څه وینی، معمولا خبرې مو تیزیږي، کوښش وکړئ چې لږ آرامه شئ، له دې لارې، مخامخ لوري ته غوږ نیول آسانه کیږي او ستاسو خبرو ته په ښه توګه متوجې کیږي.
خپل غږ لوړ کړئ؛ مه ډاریږئ او دومره په لوړ آواز خبرې وکړئ، چې مخامخ لوری وکولی شي، په آسانۍ سره ستاسو خبرې واوري.
رڼې او واضح خبرې وکړې، د ژبې لاندې زه زه مه کوئ؛
په احساس سره خبرې وکړئ، که په یوشان خبرې وکړی، څوک به ستاسو خبرو ته دلچسپي ونه ښايي، داسې خبرې وکړئ، چې احساس مو په غږ کې ښکاره شي.
د خبرو په منځ کې دمه وکړئ؛ دا کار د دې سبب کیږي تر څو مخامخ لوری په ښه توګه ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي.
د خبرو په منځ کې مخامخ لوري خواته لږ ورکاږه شئ، دا کار ستاسو پر خبرو کې ډېره اغیزه لري، خو پام مو وي چې په دې کار کې هم زیاتی ونکړئ.
۵- د نورو د خبرو په منځ کې ورلویدل؛
کوم کسان چې په خبرو اترو کې ګډون کړي باید هر یوه ته د خبرو وار ورکړل شي، په هیڅ صورت د بل خبرې مه پرې کوئ، تر څو د اوریدونکو توجه ځان خواته جذب کړی.
باید وکولی شی د خبرو او غوږ نیولو په منځ کې انډول وساتئ.
۶- تاسو تل په سمه وی؛
هېڅکله په هیڅ صورت کوښښ مه کوئ، چې تل او د هرې موضوع په اړه تاسو ځان په حقه وګڼی، عموماً خبرې اترې یو ریښتینی بحث نه دی، نو ښه ده چې پریږدئ، تر څو دوستانه چاپریال کې وی، که چیرې په ټولو بحثونو کې تاسو بریالي وی، څوک به خوشاله نه شي، نو د دې کار په ځای لږ شاته کښینئ او کوښښ وکړئ، تر څو ښه فضا د خبرو اترو لپاره جوړه کړئ.
۷- د منفي یا عجیبې موضوع په اړه غږیدل؛
که له کوم چاسره په میلمستیا یا کوم ځای کې نوي وینی، نو ښه ده، چې د ځنې خبرو څخه ډډه وکړی، د خپلې ناروغۍ یا د کوم چاسره د ناوړه اړیکې، خرابې وظیفې، د مشر بدچلند، یا هر څه چې مثبته انرجي له منځه وړي، هغه څه دي چې باید ترینه ډډه وشي، همدارنګه ښه ده، چې د سیاست او مذهب په اړه خبرې هم د لمړي ځل لپاره څنګ ته کړئ.
۸- ستړی کوونکی؛
بې له دې چې خپلې شاوخوا ته وګورئ، د خپل نوي ګاډي په اړه ۱۰ دقیقي بې دمې خبرې، ښې نه وي، کله چې وینی، مخامخ لوري حوصله نوره په ختمیدو ده، باید تیار وی، چې خبره بلې خوا ته یوسئ.
د دې لپاره چې تل یوه جالبه موضوع د خبرو لپاره ولرئ یوه ښه لاره دا ده، چې جالب ژوند ولری او د ژوند په مثبت اړخ متمرکز شی، د خپلې وظیفې یا ریس په اړه خبرې مه پیلوئ، هیڅوک نه غواړي، دا شیان واوري، په ځای یې، د خپل آخري مسافرت، جالبه خاطره چې کومه ورځ درته پیښه شوي وي، د راتلونکې میلمستیا لپاره خپله کړنلاره، یا بلې خوندورې او جالبې موضوع په اړه خبرې وکړئ.
یوازینی کار چې باید وکړی، دا دی چې وکولی شی نور پر ځان رامات کړئ، له دې سره به په ډېره آسانې ملګري پیدا کړی.
نو د دې پر ځای چې له نورو سره په خبرو کې تل په یوه موضوع سریښ شی او تل یې تکراره کړئ، خپلې موضوعوي لږ پراخه کړئ او د بیلابیلو مسایلو په اړه خبرې وکړئ.
۹- دوه اړخیزه سلوک نه کړل؛
هر څه چې فکر کړی، په خوله یې راوړئ او خپل احساسات وړاندې کړئ، کله چې کوم څوک خپله کومه تجربه له تاسو سره شریکوي، تاسو هم باید د هغه په مخ کې خپله یوه تجربه وړاندې کړئ، یوازې مخامخ لوري ته مه ودریږئ او سر مو مه ښوروئ، یا لنډ ځواب ورکړئ، کله چې څوک د خپل کوم څه نه خبرې کوي، نو غواړي له تاسو څخه هم یو څه واوري.
دلته هم لکه د ژوند په نورو برخو کې نشی کولی ودریږی، تر څو نور لمړۍ ګام پورته کړي، که اړینه وه تاسو باید لمړی کس واوسی او خپلې خبرې مخامخ لوري سره پیل کړی.
۱۰- د ویلو لپاره څه نه لرل؛
ښایي داسې وانګیری چې د ویلو لپاره ډېر څه نه لری، خو باید هڅه وکړئ، د مخامخ لوري خبرو ته په ښه توګه غوږ ونیسئ او کومې خبرې چې کړي، ورته لیوال واوسئ، سوال واکړئ او مربوط ځوابونه ورکړئ.