لېکنه: مسعود پښتون
کله چې شاعر ستا د احساس مړه تارونه لکه د یو سپین ږیري زړه او ځان په شور، ځوږ، بېدارۍ او خوځښت راولي، نو ومني، چې په دې شعر او شاعرۍ کې په ټوله مانا د ژوند واقعېتونه نغښتي دي. د اردو ژبې پروفېسور، لېکوال، شاعراو څېړنکاراظهار الله اظهار یو له هغو پښتنو شاعرانو څخه دی، چې نه یوازې یې په اردو ژبه کې پېاوړې شاعري کړې، بلکې په پښتو ژبه کې یم هم، ډېر شعرونه او غزل لېکلي دي. اظهار په خپله رشته کې د سرو زور مډال تر لاسه کړی، چې دا مډال ددی د لوړ همت، ځېرکتېا، هوښېارۍ او پوهې نښان بلل کېږي.
د شعر او شاعرۍ تر څنګ یې ګڼ کتابونه لېکلي، همدا ډول یې د پښتو او اردو په ادب کې ګڼې څېړنېزې مقالې هم لېکلې، چې په ګڼو ویب پاڼو، څېړنېزو مجلو، اخبارونو او علمي او کېډمیکو جرېدو کې خپرې شوې دي. اظهار صاحب له خوی، پوست، نرم، دقیق او ځېرک انسان دی، د ناستې او خبرو انداز یې د یو دروند کلېوال پښتون په څېر وي، سړی داسې نه انګېري، چې دا پروفېسور دی، غرور، تکبر، لوی او لوړ پروازي نه کوي. د بحث او خبرو پر وخت تل هغه پخواني زاړه د پښتو کلمات کاروي، کوم، چې د پېروښان او خوشحال خان د وخت وي او د پښتو سوچه توري او کلمات ګڼل کېږي.
همدا ډول د هر دلیل لپاره ثبوت وړاندې کوي، که له کتاب خبرې کوي، نو د اړوند کتاب په اړه پوره معلومات وړاندې کوي. دلیل او منطق یې تل علمي او اکېډمیک وي، د محصلېنو سره یې رویه او خبرې د یو عادی انسان په څېر وي، له ډېرو څېړنو وروسته پر دې بریالی نه شوم، چې ددی په اړه له چا څخه کومه بده خاطره واورم، یا کوم زده کړېال ددی له ښوونېز سېستم او مېتود څخه نا راضه او خفه وي. په خوله کې یې د ترحم، انسانېت، ورورولي، پوهې، اخلاقي تهذیب، ښوونې او روزنې، بې پرېتوب او تربیې کلمې نغښتې دي.
شاعري یې هم، یو جلا انداز لري، زیات پښتني موسقیت او چاپېرچل پکې انځور شوی، کله کله پکې د پښتني عشق انځورګري هم کوي، خو زیات وخت یې شعر د موسقیت تر څنګ جلا انداز، ترنم، سپېڅلتېا، خوځښت او هنریت لري. ددی له شعر او شاعرۍ څخه په ښه ډول ددی د مطالعې انداز کېدای شي، ځکه ډېر کله په خپل شعر کې هغه څه انځوروي، چې د پښتني ټولنې د بقا لپاره ضروري ګڼل کېږي. دا کار یې موږ ته ددې ثبوت راکوي، چې نوموړی د پښتني ټولنې په اړوند ژوره مطالعه لري.
د اظهار په شاعرۍ کې یو داسې پټ دروند او خوږ ترنم، موسقېت، ښکلا، زبېښاک، کشش او هنرېت نغښتی، چې د څو لفظونو په واسطه مېن ته د خپلې معشوقې اواز شي، بې وسو ته د زړه ډاډ شي، د ستړیو لپاره دمه شي، پوهانو او لېکوالانو ته یې اورېدل سکون شي، د انسانېت ثبات شي، ښاېسته او ښکلو ته د غاړې هار شي، بدرنګو ته زینت شي، دوو زړونو ته د یووالي بهانه شي، بې اخلاقو ته د اخلاقیت درس شي، د هنر، ښکلا، زېنت، موسقېت او د پښتني عشق د بډاینې لپاره وسېله شي، د مینې، ښکلا او انسانېت کلمو ته احترام شي او دردمندو ته د ژوند کولو هوسېله شي.
د پښتو ژبې په دې څو تورو باندې داسې کمال او هنر تر سره کول، ژورې مطالعې او د خپلې ټولنې دقیق شناخت او پېژندنې ته ضرورت لري، اظهار خپله ټولنه داسې مطالعه کړې، چې د هر درد لپاره دوا او د هر مشکل د حل لپاره د پښتو ژبې کلمات پر جنګ اچوي او د حل لاره ترې جوړوي. شاعري او خپلې ټولې لېکنې یې ژوند ته وقف کړې، نه خوند ته، که څه هم خوند او د ژوند پر مانا د یو شعر کارول د لېکوال تر څنګ تر ډېره په لوستونکو پورې هم اړه پېدا کوي، چې دوی څه ډول تعبیر ترې کوي. ددی په شاعري کې دومره سکون نغښتی، لکه یوه معشوقه، چې خپل مېین ته د پلو لاندې غلي غلي وګوري او مین پرې ارام او خوشحاله شي.
د اظهار شعرونه د خپل کیفیت او خوند په وجه ډېری سندربولو هم ویلي، چې ددی شعر یې په شخصیت جوړونه او پرمختګ کې مهم رول لوبولی. سندر بول یې ددې لپاره غوره ګڼي، چې د جوړښت تر څنګ پکې یو خاص ترنم او موسقېت نغښتی وي، که د محتوا او مانا په لحاظ ورته وکتل شي، نو هر بېت یې یو ژور تحلېل او څېړنې ته اړتېا پېدا کوي. ډېر کله پکې داسې فلسفي او توریکي کلمات نغښتي وي، چې په خپل ځان کې نړۍ ځایوي. دلته یې ځېنې د غزل بېتونه د مثال په ډول وړاندې کوم:
زمکه به ولې په ما تنګه نه وي
چې ستا چینار چینار ځواني شیرینې
تل د اسمان سره خبرې کوي
د ځان نه ورک نه شمه یې ډېره ښکاره ولاړه
زه سمندر یمه او ته په کناره ولاړه
د کور درشل راله اوس لاره د تلو نه راکوي
د چا تور سرې لوپټې راته ازار کړی دی
زه په یو حال کې ډوبېدو ته ارمان نه پرېږدمه
خپله که سوځو سوځېدو ته جانان نه پرېږدمه
ما کې چې زور نشته قاتل رانه ارمان اخلي
فریب د امن راکوي رانه جانان اخلي
زما قبله باندې قبضه کوي منکر د مینې
زما رڼا لېلاموي زما ایمان اخلي
اظهار صاحب په اردو ژبه کې هم ډېر شعرونه ویلي، چې یو څونمونې یې دلته را نقلوم:
اس سے پہلے کہ زمانہ ہمیں تنہا کر دے
آو اس موڑ پہ ھم خود ہی بچھڑ جاتے ہیں
رائیگاں جانے سے روکے ان بہاروں کو کوئی
کھل گئی ھے زلف تو لہرائی ھے زنجیر بھی
ﺭﺍﺣﺘﻮﮞ ﮐﺎ ﮨﺮ ﻟﻤﺤﮧ , ﻏﻢ ﮐﺎ ﺍﺳﺘﻌﺎﺭﮦ ﺗﮭﺎ.
ﺑﮭﯿﮕﺘﯽ ﺳﯽ ﭘﻠﮑﻮﮞ ﭘﺮ , ﺩﺭﺩ ﮐﺎ ﺳﺘﺎﺭﺍ ﺗﮭﺎ.
=-=
ﭼﺎﻧﺪﻧﯽ ﮐﯽ ﺑﺎﻧﮩﻮﮞ ﻣﯿﮟ, ﺷﺎﻡ ﺟﻞ ﺍﭨﮭﯽ ﺁﺧﺮ.
ﺍﮎ ﻃﺮﻑ ﺳﻤﻨﺪﺭ ﺗﮭﺎ ﺍﮎ ﻃﺮﻑ ﮐﻨﺎﺭﺍ ﺗﮭﺎ.
=-=
ﺭﺍﺕ ﮐﮯ ﺍﺭﺍﺩﻭﮞ ﮐﻮ, ﮐﮩﮑﺸﺎﮞ ﻧﮯ ﭨﮭﮑﺮﺍيا.
ﺩﮬﮍﮐﻨﻮﮞ ﮐﮯ ﺳﺎﺣﻞ ﭘﮧ , ﮨﻢ ﻧﮯ ﺩﻥ ﮔﺰﺍﺭﺍ ﺗﮭﺎ.
=-=
ﻭﮦ ﺑﺪﻥ ﮐﮯ ﺭﯾﺸﻢ ﮐﻮ, ﺩﺍﺅ ﭘﺮ ﻟﮕﺎ ﺁﯾﺎ.
ﺟﺲ ﮐﮯ ﻟﻤﺲ ﮐﻮ ﮨﻢ ﻧﮯ , ﺭﻭﺡ ﻣﯿﮟ ﺍﺗﺎﺭﺍ ﺗﮭﺎ.
=-=
ﺍﺱ ﻧﮯ ﺍﭘﻨﮯ ﮨﺎﺗﮭﻮﮞ ﺳﮯ, ﻗﺘﻞ ﮐﺮ ﺩﯾﺎ ﺁﺧﺮ.
ﻭﮦ ﺣﺴﯿﻦ ﺟﻮ ﮨﻢ ﮐﻮ , ﺟﺎﻥ ﺳﮯ ﺑﮭﯽ ﭘﯿﺎﺭﺍ ﺗﮭﺎ.
=-=
ﻣﺼﻠﺤﺖ ﭘﺴﻨﺪﯼ ﻣﯿﮟ, ﻭﮦ ﺑﮭﯽ ﮐﮭﻮ ﺩﯾﺎ ﮨﻢ ﻧﮯ.
ﺍﭘﻨﯽ ﺍﮎ ﻣﺤﺒﺖ ﺗﮭﯽ ﺍﭘﻨﺎ ﺍﮎ ﺳﮩﺎﺭﺍ ﺗﮭﺎ.
=-=
ﭼﺎﻧﺪﻧﯽ ﮐﯽ ﮐﺮﻧﻮﮞ ﻣﯿﮟ, ﺍﺱ ﺣﺴﯿﮟ ﮐﯽ ﭘﻠﮑﻮﮞ ﭘﺮ.
ﺍﻭﺱ ﮐﺎ ﭼﻤﮑﻨﺎ ﺑﮭﯽ , ﮨﺠﺮ ﮐﺎ ﺍﺷﺎﺭﮦ ﺗﮭﺎ.
=-=
ﻣﻨﺰﻟﻮﮞ ﻧﮯ ﺑﮭﯽ ﺍﻇﮩﺎﺭ, ﮨﻢ ﺳﮯ ﺑﮯ ﻭﻓﺎﺋﯽ ﮐﯽ.
ﺭﺍﺳﺘﮯ ﺳﮯ ﻟﻮﭦ ﺁﻧﺎ , ﮐﺐ ﮨﻤﯿﮟ ﮔﻮﺍﺭﺍ ﺗﮭﺎ.