• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په ټولنه کې د ناوړه اخلاقو بیلګې(عقده لرل، شومتوب او د کم عقلو ملګرتیا کول ).

Home اسلامپه ټولنه کې د ناوړه اخلاقو بیلګې(عقده لرل، شومتوب او د کم عقلو ملګرتیا کول ).

په ټولنه کې د ناوړه اخلاقو بیلګې(عقده لرل، شومتوب او د کم عقلو ملګرتیا کول ).

ژباړه: انــــدیال ساپى
پرلپسې…

(۱۲) عقده لرل:

په ټولنه کې داسې خلک هم شته چې تور زړه لري، د بښنې او مخ اړونې لار نه پېژني کله چې يې په حقوقو کې د چا له خوا څه کمی وشي نو بيا د تل لپاره دغه خطا ياد ساتي که څه هم هر څومره موده  پرې تېره شي.

بيا يې په زړه کې عقده پيدا شي او د تل لپار ه د مقابل لوري څخه د غچ اخيستنې او هغه ته د زيان رسولو په هڅه کې وي په دې انتظار کې وي چې خپله کرغېړنه موخه او هدف سرته ورسوي او خپله تنده ماته کړي.

(۱۳) شومتوب:

دا هم د ناوړه اخلاقو له جملې څخه دی چې د انسان په دين او راکړه ورکړه کې خلل راولي، په دنيا او اخرت کې يې بدمرغه ګرځوي.

بخيل او شوم انسان د الله تعالی څخه لرې، د خلکو څخه لرې، د جنت څخه لرې او اور ته نېږدې وي.
شوم انسان د تنګې سينې، کمزوري نفس او د لږې خوشالۍ خاوند وي, د ډیرې پریشانۍ او غم څښتن وی ، خپل مشکلات نشي حلولی او نه په خپلو غوښتونو بريالی کېدی شي.

داسې خلک هم شته چې سره د ماله بيا هم شومتوب کوي, په داسې حال کې چې شتمنی یې د ده او اولاد د زرونو کلونو د ژوند لپاره پوره وی او ځينې خلک بيا پخپل مقام اومنزلت شومتوب کوي  په نيکو کارونو کې ونډه نه اخلي او نه د يو مستحق انسان سفارش کوي. ځينې خلک په پخپلو ويناوو کې بخل کوي هیڅ چاته نصيحت نکوي او كه د نصیحت غوښتنه ترې وشي نو بخل کوي.

د بخل  بيلګې ډیرې دي يې په ځانګړې توګه  پټ حالتونه يې خورا ډېر دي.

(۱۴) د ناپوهه او کم عقله خلكو سره ملګرتیا کول:

په ټولنه کې داسې خلک شته چې له هغو کسانو سره چې اخلاق نلري په کم عقلی او بی ځایه خبرو کې ملګرتیا کوي او  ځان د داسې څه اورېدلو هدف ګرځوي چې نه يې غواړي او نه يې خوښوي , په دې کار سره ځان د بې عقل او جاهل سړي سيال جوړ کړي او د هغه درجې ته خپل حیثیت راټيټ کړي.

په دې اړه يو شاعر وايي:
إذا جاريت فی خلق دنيئاً    فأنتَ وَمَنْ تجاريه سواء
ژباړه: کله چې ته په ناوړه اخلاقو کې د چا ملګرتيا وکړې نو ته او هغه څوک چې ملګرتيا يې کوې يو شان ياست.

احنف بن قيس ويلي دي:”ومن لم يصبر علی کلمة سمع کلمات, وَرُّبَّ غِيْظٍ تَجَرَّعْتُهُ مخافةَ ما هو أشدُّ منه”.
ژباړه: که څوک د يوې خبرې په اورېدو صبر ونکړي نو زياتې خبرې به واوري، ډېر ځله مې خپله غوسه له دي ويرې زغملي چې د هغی څخه  له بدتره سره مخ نشم.

دوام لري…
*****
مأخذ: ناوړه اخلاق- بیلګې او لاملونه

ليكنه: محمد بن إبراهيم الحمد

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022