• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

په ټولنيزو شبکو کې د انځور او شخصيت اړيکه

Home لومړيتوبپه ټولنيزو شبکو کې د انځور او شخصيت اړيکه
په ټولنيزو شبکو کې د انځور او شخصيت اړيکه

په ټولنيزو شبکو کې د انځور او شخصيت اړيکه

ستاسې د پېژنيال (پروفایل) انځور ستاسې د شخصيت څرګندونه کوي.

انځورونه له موږ سره خبرې کوي. په پټو رازونو  د پوهېدلو لپاره بسنه کوي چې هغوی ته په غور وګورو او هغه څه چې غواړو پرې وپوهيږو. په ټولنيزو جالونو او مجازي نړۍ کې د وګړو د ننيو اسرارو د موندلو لپاره ځينې  نښې نښانې شته او له هغو څخه يوه د پېژنيال د انځور ډول دی. هغه انځورونه چې يو څوک يې نورو ته په مرسته ځان ورپېژني؛ د هغه له د ننه واقيعيت څخه خبرې کوي. په دې وروستيو کې ارواپوهانو په دې اړه له خپلو څېړنو لاندې پایلې تر لاسه کړې دي:

  1. شرمندوک کسان لږ انځورونه خپروي

ډېر شرمېدونکي او خجالتي کسان خپله دا ځانګړنه په ټولنيزو رسنيو کې هم څرګندوي. دا کسان ډېر وخت خپل واقعي انځور نه خپروي او يا يې انځور ډېر روښانه نه وي. همدا شان ډېر مهال د خپل انځور پر ځای د طبيعت انځورونه کاروي. دوی پخواني انځورونه هم کاروي او نه غواړي چې په مجازي نړۍ کې ډېره توجه جلب کړي.

  1. تيري‌ګر او ښکنځلماران غير واقعي انځور کاروي

کله چې يو څوک په مجازي نړۍ کې د شخړو، بدو ردو او سپکاوي هوډ ولري نو ډېر مهال غير واقعي انځور او نوم کاروي. بې ادبه کسان خپل اصلي هويت ډېر کم په ډاګه کوي او له دې کبله له غیر واقعي انځور او نوم سره راميدان ته کيږي. له همدې کبله هغه کسان چې انځور نه لري او يا يې نوم مستعار ښکاري؛ په دوستۍ منلو کې يې له پامه کار واخلئ.

 

  1. مينې او محبت ته اړتيا لرونکي کسان ډېر لايکونه غواړي

مينه او رحم غوښتونکي کسان په هر حالت کې د مينې او محبت لټون کوي. دوی ان په مجازي نړۍ کې هم د خپلې دې ځاني هيلې د تر لاسه کولو لپاره لارې چارې پلټي. دا ډول کسان له هر فرصته د نورو د مينې او محبت د جلبولو لپاره ګټه اخلي او دا خو لا ښه ده چې دا اړتيا يې د خپل انځور په خپرولو پوره شي. کله چې د دې ډول کسانو انځور خوښوئ نو هغه خپلو غوښتنو ته رسيږي. تر ډېره بريده دا کسان د خپلو داسې انځورونو لټون کوي چې په مرسته يې له نورو سره اړيکې ټينګې او تعامل وکړای شي. له همدې کبله د هغوی پر پېژنيالونو ډول، ډول انځورونه ليدای شئ. ان کېدای شي په ځينو انځورنو کې يې ابهام ووينئ تر څو داسې پوښتنې وپاروي: چېرې وې؟ څنګه هلته ولاړې؟ څه دې کول؟…دا پوښتنې هم د مينه غوښتونکو لپاره په زړه پورې دي. دوی هر هغه انځور چې ممکن ډېر کومنټونه او لايکونه واخلي؛ خپروي. ښايي دا کړنه په ژوند کې د هغوی د نننيو هيلو د نه تر سره کېدو له کبله وي چې بايد وپلټل شي.

  1. بدلون غوښتونکي انځورونه په پر له پسې ډول بدلوي

خامخا به مو ليدلي وي چې ځينې کسان په ټولنيزو شبکو کې په پرلپسې ډول خپل انځورونه بدلوي او هره ورځ له نوي انځور سره مخ ته راځي. ښايي د دې خبرې يو دليل بدلون غوښتنه وي. بدلون غوښتونکي ډېر زر له يو ډول‌والي ستړي کيږي او غواړي انځورونه يې په بېلابېلو چوکاټونو کې څرګند شي. دا هم ښايي چې خپل انځورونه يې نشي راضي کولای او غواړي د بدلولو له لارې يې ځان تل راضي وساتي.

  1. ځان غوښتونکي کسان سټایلي انځورونه خپروي

هغه کسان چې د پېژنيال د انځور لپاره ښکلې او ګرانبيه جامې اغوندي، اکټ کوي او ځانګړی سټایل غوره کوي؛ تر ډېره بريده ځان غوښتونکي دي. دا کسان د خپل انځور له ليدلو خوند اخلي او غواړي دا ډول انځورونه يې تر نورو ورسيږي. له همدې کبله هغه کسان چې تل دا ډول انځورونه خپروي؛ په ځان غوښتنې او پر ځان مينتوب کې يې ډېر شک نشته.

د دې کسانو بله ځانګړنه دا ده چې د ټولنيزو شبکو د ډلو رهبرۍ او مديريت ته تر نورو ډېره لېوالتيا لري او دا خبره د هغوی يوه اروايي هيله څرګندوي. دا کړنه روښانه کوي چې دا ډول کسان له دې لارې د ځان لپاره د هويت موندلو په هڅه کې دي.

  1. اندېښمن او سودايي کسان خيالي انځورونه خپروي

سودايي کسان تر ډېره د هغو انځورونو په لټه دي چې له هره اړخه بشپړ او خيالي څرګند شي. داسې ښکاري چې دا کسان د هغوی اروايي جوړښت ته په کتو د ځلېدنې او د نورو د توجه د راګرځونې په لټه کې دي او د دې کار لپاره له هرې شونتيا کار اخلي. دوی داسې انځورونه غوره کوي چې له هرې ستونزې او ناسموالي خلاص وي. له همدې کبله دوی د خپلو پېژنيالونو د انځورونو لپاره له ډېره دقته کار اخلي او ښايي د دې کار لپاره ډېر وخت او سرچينې په کار واچوي. که چېرې د خپلې خوښې وړ انځور ومومي او مثبت نظرونه تر لاسه کړي نو د خپل انځور بدلولو ته ډېره لېوالتيا نه ښيي. کېدای شي دا ډول اندېښمن او وسواسي کسان په ورځ کې څو ځله خپل لاسونه په صابون ومينځي؛ ولې د خپل انځور له بدلولو د ډېر مهال لپاره ډډه کوي. په هر حال د انځور په ټاکنه کې افراطي دقت هغه موضوع ده چې وسواسي او اندېښمن کسان له هغې څخه ځوريږي.

  1. خپه او غمجن کسان بې حسه وي

خپه کسان هم له خپلو انځورنو سره ډېره مينه نه لري. دا کسان په ټولنيزو شبکو کې خپل انځور نه خپروي او که يې خپور کړي نو ډېر لږ د هغه د بدلون هڅه کوي. غمجن کسان د خپل ځان په اړه ښکلی احساس نه لري او له خپلې څېرې خوند نه شي اخستلای. له بدلون، څو رنګۍ او تنوع په تېښته کې وي او ډېر مهال داسې انځورونه په خپل پېژنيال راځړوي چې شا لور ته سيمه يې پراخه وي. دا کسان ډېر مهال تيره او تياره انځورونه هم کاروي.

  1. څوک د انځورونو تر شا پټيږي؟

فرض کړئ چې ستاسې ګران ملګری له خپلې مېرمنې/خاوند سره سخته ستونزه لري او تاسې هم له دې ستونزې خبر ياست. په ناڅاپي ډول ګورئ چې په ټولنيزو شبکو کې مو د دې ملګري انځورونه خپريږي چې له خپل خاوند يا مېرمنې سره ناست دي او په بشپړ ډول خوښ ښکاري. موږ پوهېږو چې د دې انځورونو تر شا بله خبره ده خو دا کس په مجازي نړۍ کې ځان خوښ ښيي. دا ډول انځورونه بېلابېل پيغامونه درلودلای شي. دا چې موږ دوه کسه له يو بل سره مينه لرو او غواړو نور کسان هم په دې خبره باور وکړي؛ ان که واقعيت هم ونه لري! کله ناکله هم بېلابېل کسان د دې لپاره چې ځانونه له احتمالي ستونزو وژغوري؛ دا ډول انځورونه خپروي تر څو د خپل ژوند په اړه د نورو کسانو ليدلوری بدل کړي. د دوی هدف دا دی چې يو ډول اروايي رضايتمندي له واقعي نارضايتۍ سره جبران کړي تر څو د نورو نظر اصلاح کړی شي. ځينې وخت دا ډول انځورونه خپله د انځور خپروونکي ته د پيغام لېږدوونکی وي. دا چې دا ډول ژوند يې غوښت خو ورته ونه رسېد. يا هم د خپلو پخوانيو ښو وختونو د انځورونو په خپرولو ښيي چې ولې هغه حالات بيا نه تکراريږي.

  1. قدرت غوښتونکي قيافه نيسي

مغرور او قدرت غوښتونکي کسان خپل انځورونه له يوې ځانګړې څېرې او قيافې سره نندارې ته ږدي او زړه يې غواړي د بېروني ځواک نښې د ټولو تر نظره ورسوي. که له خپلې دندې سره قدرت ته رسيږي نو تر ډېره شونې ده چې د خپل کاري مېز شاته انځور واخلي. دا هم کېدای شي چې د انځور اخستلو لپاره هغو ځايونو ته ولاړ شي چې دوی پرې وياړي او يا هم له خپل ګرانبيه موټر يا ماڼۍ سره انځور واخلي. د دې کسانو ناستی هم ځانګړی پيغام لري. کله چې په څوکۍ په غرور کې ځان غورځوي نو دا پيغام لېږدول غواړي چې: زه ځواکمن يم!

سرچينه: اېډيال مجله

ژباړه: سعيد

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

پاکستان بیا زنګ وهلې سکې شرنګوي

پاکستان بیا زنګ وهلې سکې شرنګوي

Sep 22, 2015

لیکنه: عبدالغني هاشمي که د افغانستان پروړاندې د پاکستان وروستیو[...]

د سړک د افقي ګولایي ګانو په هکله عمومی معلومات
????

د سړک د افقي ګولایي ګانو په هکله عمومی معلومات

Feb 28, 2016

ژباړه: صابرشاه صابري د سړک افقي ګولایي ګانو په هکله عمومی[...]

د لیو بوسکالیا پنځوس مرغلرې

د لیو بوسکالیا پنځوس مرغلرې

May 29, 2016

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ زموږ ډېری[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d