• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په ټولنيزو چارو کې د ماشومانو ګډون او پر هغوی ېې اغېزې

Home اروا پوهنهپه ټولنيزو چارو کې د ماشومانو ګډون او پر هغوی ېې اغېزې

په ټولنيزو چارو کې د ماشومانو ګډون او پر هغوی ېې اغېزې

ژباړه: ساحل منګل

د انسان ژوند داسې تنظيم شوی دی، چې بغير له ټولنيزو کارونو څخه ناممکن او يا هم  له ډېرو کړاونو سره مخامخ کيږي. همدا ټولنيز ژوند دی، چې د انسانانو اړتياوې پوره کوي، انسانان د خونديتوب احساس کوي او انسانان په ټولو چارو کې راکړه ورکړه ترسره کوي.

ټولنيزې چارې نه يوازې  داچې پورته اړتياوې پوره کوي، بلکې د انسان په اروا،شخصيت، راتلونکي او نورو اړخونو باندې هم  مثبتې يا منفي اغېزي کوي. په دې ليکنه کې په ټولنيزو کارونو کې د ماشومانو په  ونډې او  دهغوی پر اروايي برخو او شخصيت باندې رڼا اچوو.

په دې مطلب کې له  ټولنيز کارونه  او پرګرامونوڅخه  هدف  هغه کارونه دي، چې د ماشومانو له کچې او روحياتو سره سم وي لکه  د لوبو سيالۍ،له بې وزله خلکو سره د مرستې کمپاين،د ښار پاکوالی،له  بې سرپرسته ماشومانو سره مرسته او خواخوږي،د ملي ورځو لمانځل او ځينې نور.

په عمده ډول په ټولنيزو کارونو کې د ماشومانو ورګډول لاندې ګټې لري .

۱ ټولنيزوالی زده کوي:

کله  چې ماشوم په ټولنيزو پرګرامونو او کارونو کې ګډون کوي، په راتلونکي کې دا زده کوي، چې ټولنيز کارونه څومره ګټه لري او په کوم ډول بايد ترسره شي. له دې سره سره ماشوم په راتلونکي کې دا هم کولای شي چې په ټولنيزو کارونو کې د نورو خلکو مشري وکړي، ځکه چې له يوې خوا ېې دغه چارې زده کړي او له بلې خوا پر خپل ځان باور لري، چې دغه چارې په سم ډول ترسره کولای شي.

۲ عاطفه ېې قوي کيږي:

هر انسان چې الله ج نړۍ ته راليږي نو په طبيعي ډول په ده کې عاطفه موجوده وي، خو د وخت په تيرېدو او د کورنۍ د تربيې او چاپيريال د عواملو په اساس ېې عاطفه يا قوي کيږي او يا هم له منځه ځي.

ځينې کورنۍ د ماشومانو په وړاندې  داسې له تاوتريخوالي ډکې کړنې ترسره کوي، چې ماشوم ورسره عادي کيږي او د بل وخت لپاره ورته عاطفه بې معنی ښکاري. خو ټولنيزې چارې په ځانګړې  توګه له بې وزلو سره مرسته د ماشومانو پر عاطفې مثبته اغيزه کوي، ماشوم په دې باندې پوهيږي، چې نور خلک مرستې ته اړتيالري او په پايله کې له نورو کسانو سره د مرستې کولو فکر کوي.

۳پر نفس باندې ېې باور زياتيږي:

ډېر داسې کسان به موليدلي وي، چې ځوان وي او ښه جسم لري خو له نورو خلکو سره نه اړيکې لري او نه هم  په دې باور لري، چې راتلونکی به ېې ښه کيږي. دا هغه کسان دي، چې په ماشومتوب کې نه ورسره مينه شوي او هم له کوره بهر پرېښودل شوي ، چې په ټولنيزو چارو کې برخه واخلي.

کله چې ماشوم ټولنيزې اړيکې ولري او ټولنيزې کارونه ترسره کوي، پر خپل نفس ېې اعتماد زياتيږي او په راتلونکي کې په لويو لویو چارو کې هم بريالي کيږي.

۴ ټولنيز اضطراب ېې له منځه ځي:

ټولنيز اضطراب يا ټولنيزه وېره هغه څه دي، چې زيات شمير ماشومان او ځوانان ورسره لاس او ګريوان دي. ټولنيز اضطراب په دې معنی چې يو ځوان  پر خپل ځان بې باوره وي او په ټولنيزو کارونو کې برخه نشي اخيستلی.

هغه ځوانان چې ټولنيز اظراب لري، دوی د شرم احساس کوي، له چاپيريال او له اشخاصو څخه ډاريږي، کوچني کارونه ورته لوی او د هغوی ترسره کول ورته د غره چپه کول ښکاري، له مسوليت څخه تښتې، په ښوونځي کې له ښوونکوڅخه وېريږي ، دخلکو د خوښيو په مراسمو کې ګډون نه کوي او ځينې نور.

پورته ستونزې چې يو ماشوم يا ځوان ېې ولري، نو د ټول عمر لپاره ېې لوی لوی هدفونه له خاورو سره خاورې کيږي او  داسې يو کس ترې جوړيږي چې د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار وي.

نو که چيري  خپل ماشومان په ټولنيزو چارو کې ورګډ کړو دغه ستونزې ېې له منځه ځي او په راتلونکي کې د خپلو هدفونو د ترسره کولو جوګه ګرځي.

۵ پر شخصيت ېې مثبته اغېزه کوی:

کله چې ماشوم لوی شي د خلکو له خوا د توصيف او ستانې وړ ګرځې او خلک وايي، چې پلاني ماشوم  په ماشومتوب کې هم ټولنيز کارونه کول. د ماشوم د ټولنيزو چارو له برکته تياره شخصيت سازي شوې وي، خپل اعتبار ېې پوخ کړی وي او يوازې دې ته جوړ وي، چې پرمخ لاړشي.

پايله: که چېرې غواړو خپل اولادونه د ځان او ټولنې لپاره د خير وسيله وګرځوو، نو په کار ده، چې په ټولنيزو چارو کې ېې راشريک  او نډه ورکړو. که چېرې په داسې وختونو کې چې هلته ونه شو کولای ماشومان په فزيکي ډول په ټولنيزو چارو کې ګډون وکړي، نو مونږ کولای شو ماشومانو ته دهغو ټولنيزو کړنو کيسې وکړو چې مونږ ترسره کړي دي.

 

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د ټولنيزو اړيکو د نيولو مهارت او لارې چارې

د ټولنيزو اړيکو د نيولو مهارت او لارې چارې

Jan 14, 2016

ژباړه: ساحل منګل داسې ورځ به نه وي ،چې تاسې[...]

احساسات څه شی دي او په مغزو کې څه راپيښوي ؟

احساسات څه شی دي او په مغزو کې څه راپيښوي ؟

Nov 23, 2015

ژباړه: ساحل منګل دهغو حالاتو له مجموعې لکه عصبي کېدل،نفرت[...]

جنايي ارواپوهنه څه ده ؟

جنايي ارواپوهنه څه ده ؟

Jun 29, 2016

ژباړه: ساحل منګل ددې لپاره، چې پوه شو جنايي ارواپوهنه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022