لیکنه: براین ټریسي
ژباړه: مشتاق رحیم
هر څوک غواړي چې له فزیکي لحاظه روغ و اوسي- تاسې دا هم غواړئ چې د ذهني اړخه هم روغ و اوسئ- ستاسې د ذهني روغتیا ریښتوني اندازه له دې مالومیدې شي چې تاسې د خپل ځان او د ژوند په اړه څومره هیله من یاست-
په دې لیکنه کې به تاسې خپل فکر کول په داسې ځانګړیو طریقو کنټرولول زده کړئ چې تاسې به د خپل ځان او د خپل حالت په اړه عجب ښه احساس ولرئ، صرف نظر له دې چې څه ښه پیښیږي که بد-
خپل عکس العملونه او خپل غبرګونونه کنټرول کړئ
د یو هیله من او نا هیلي سړي د غبرګونونو ترمنځ درې بنسټیز توپیرونه دي- لومړې توپیر دا دې چې هیله من سړې شاتګ او ماتې ته موقتي حالت په توګه ګوري خو بې هیلې او مایوسه هغه ته بیا دا تل پاتې حالت ښکاري- یوه هیله من یوه بدمرغه پیښه، لکه د یوې تجارتي ماملې بایلل، یوه موقتي پیښه ګڼي، داسې یو څه چې د وخت له مخې لنډ دې او په راتلونکي باندې هیڅ کوم ریښتنې اغیز نه لري- بې هیلې سړې بیا بل پلو یوه منفي پیښه تل پاتې، د ژوند برخه او خپل تقدیر ګڼي-
پیښه جلا کړئ
د هیله من او ناهیلې سړي ترمنځ دویم توپیر دا دې چې هیله من ته ستونزې جلا او ځانګړې ښکاري خو ناهیلي ته خپریدونکې او په هر څه اغیز درلودونکي- دا په دې مانا چې کله یو څه د هیله من سړي په ژوند کې ناسم وي نو هغه دې ته د یوې جلا پیښې په توګه ګوري چې د ژوند د نورو روانو چارو سره هیڅ اړیکه نه لري-
ناکامۍ او شاتګ ته د موقتي پیښې په سترګه وګورئ
د بیلګې په توګه، که داسې یو څه عملي بڼه خپله نه کړي چې تاسې ورباندې حساب کولو، او تاسې دې ته د یوې بدمرغه پیښې په سترګه وګورئ، داسې یو څه چې په ژوند یا سوداګریزو چارو کې پیښیدل یې کومه نوې خبره نه ده، نو تاسې به د یو هیله من کس په توګه عکس العمل ښودلې وي- ناهیلې خلک، بل خوا ته، بیا مایوسۍ ته د خپریدونکي او په نورو چارو اغیز درلودونکي څه په توګه ګوري- د هغه دپاره دا د یوې داسې ستونزې یا نیمګړتیا نښه ده چې د ژوند په ټولو چارو باندې اغیز لري –
ناکامي شخصي کوئ مه
د هیله من او ناهیلې خلکو ترمنځ دریم توپیر دا دې چې هیله من پیښې باندنۍ بولي، ناهیلي هغه یې شخصي ګڼي- کله چې یو څه خراب شي، نو هیله من دغه شاتګ او ناکامۍ ته د هغو باندنیو لاملونو پایلې په توګه، چې دې پرې کنټرول نه لري، ګوري-
که یو څوک، د بیلګې په توګه، په سړک د موټر چلولو پرمهال د یو هیله من کس مخه ونیسي او ترې تیر شي نو پرځاې د دې چې دې ورته په غوسه شي، هیله من کس به د موضوع اهمیت په داسې څه ویلو را ټیټ کړي، ”اوه، زما په اند چې د دغه سړي نن ورځ بې خونده او خرابه ده (ستونزه لري چې ګډ وډ روان دې)-“
مایوسه سړې بیا هر څه د خپل ځان لورې ته د کشولو میلان لري- که د مایوسه سړي مخه په سړک څوک ونیسي او ترې تیر شي نو دې بیا فکر کوي چې دغه بل موټر چلونکي دا کار قصداً وکړ ترڅو دې تنګ او غوسه کړي-
آرامه او په حقایقو ولاړ فکر درلودونکي و اوسئ
د یو پوره رسیدلي، پوره فعاله، د ځان پیژندونکي شخصیت یوه ځانګړې نښه دا ده چې کله دغه کس د ورځني ژوند هرومرو پیښیدونکو طوفانونو سره مخامخ کیږي نو دغه مهال هغه غیر احساساتي او پر حقایقو ولاړ برخورد کولو وړتیا لري- ستر شخص د دې وړتیا لري چې د ځان سره په مثبته او هیله منه طریقه خبرې وکړي، خپل ذهن آرام، واضحه او تر پوره کنټرول لاندې وساتي- رسیدلې او پوخ شخصیت ډیر آرامه او باخبره وي او د حالاتو د احساساتي شننې پرځاې د ریښتونې شننې وړتیا لري چې غیر رسیدلې او خام شخصیتونه بیا دا توان نه لري- د دې هر څه په پایله کې، پوخ او رسیدلې کس په خپل چاپیریال پوره کنټرول او اغیز خپروي او تر ډیره بریده ناشونې ده چې دغه څوک دې خپه، غوسه او یا منحرفه شي-
اوږد مهاله لید خپل کړئ
هغه ستونزو ته چې تاسې ورسره مخ یاست موقتي څه په توګه وګورئ، چې یو ځانګړي حالت پورې اړه لري او ستاسې له واک څخه دباندې دې- منفي حالت داسې وګڼئ چې دا یوه ځانګړې او تر نورو چارو جلا پیښه ده چې نورو چارو سره کوم تړاو نه لري، او دا چې دا تر ډیره بریده د باندنیو لاملونو چې تاسې پرې کنټرول نه لرئ زیږنده ده- دغه ځانګړې منفي پیښې ته د یوې دایمي ستونزې په توګه له کتلو مخ وګرځوئ، او دا د خپلې بې کفایتۍ نښې او اغیز په توګه مه اخلئ-
په هر حال کې د یو هیله من شخص په توګه د فکر کولو تړون د ځانه سره وکړئ- تاسې کیدې شي چې پیښې کنټرول نه کړئ خو تاسې د دغو پیښو په مقابل کې خپل عکس العمل کنټرول کولې شئ-
عملي تمرین
اوس نو تاسې درې کارونو په کولو سره دا پاسنۍ لارښونې ژر تر ژره عملي کولې شئ:
لومړې، ځان ته په دوامداره توګه ور په یاد کړئ چې ناکامۍ موقتي دي، دا حالت به ژر تیر شي او هیڅ هم دومره جدي نه دي څومره چې تاسې فکر کوئ-
دویم، هرې ستونزې ته د یوې جلا او ځانګړې پیښې په توګه وګورئ، د یوې داسې پیښې چې نورو سره هیڅه تړاو نه لري او نه هم د کومې روانې لړۍ برخه ده-
دریم، په دې پوه شئ چې کله یو څه خرابیږي نو ډیر باندیني لاملونه لري- ځان ته ووایاست،”هغه چې علاج نه لري باید وزغمل شي،“ او بیرته په خپلو موخو فکر کول پیل کړئ-