په پایو کې د ګژدمکونو ډولونه . Types of Stirrups in Column
د پایو لپاره د هغوي دعرضي مقطعو ،د طولانې سیخانو د شمیر او زغمونکي بار پراساس بیلابیل ډول ګژدمکونه ډيزاین کیږي .د پایو په جوړولو کې ګژدمکونه د عمودي تړونکو(vertical ties) یا متقاطع سیخانو (transverse reinforcement)په حیث پیژندل کیږي .په پایو جوړولو کې بیلابیل ډول ګژدمکونه کاریږي.
1. حلقوي سیخان .
2. جانبي تړونکي .
1. حلقوي یا مارپیچي سیخان . Helical Reinforcement
حلقوي یا مارپیچي سیخبندي له جانبي تړونکو سره توپیر لري ،لکه په دا وروستي ډول کې د جداګانه سیخانو ترمنځ فاصله وي .په حلقوي سیخبندۍ کې ،د فاصلې ورکولو پرځای ،د هغو ترمنځ یومسلسل وآتڼ وي چې pitch بلل کیږي .
د جانبي تړونکو په پرتله ،حلقوي مارپیچي سیخان پایې ته د ډیر غځیدو فرصت (ductility) ورکوي او پایه نسبتا ښه ارتجاعي خاصیت لري.سربیره پردې دا سیخبندي د پایو طولاني سیخان ښه اتکا کوي.ددې ډول ګژدمکونو په کارولود پایې د شلمیدو (buckling)مقاومت لوړیږي .همدارنګه حلقوي سیخبندي کیدای شي د مارپیچي په شکل هم وکارول شي.معمولا په سیسمیکي زون کې دنورو پرځای د حلقوي سیخانو کارولو سپارښتنه ډيره کیږي.د سیسمیکي بارونو لاندې ،هغه کانکریټ چې حلقوي سیخانو سره نښتي وي پړسیږي .دا پړسیدل مرسته کوي څو دساختمان کارونکو ته یو خبردارې ورکړي او ځانونه خوندي کړي.د یوشان بار ویشلو لپآره هم حلقوي سیخان یوښه انتخاب دی .
2. جانبي تړونکي . Lateral Ties
جانبي تړونکي چې متقاطع سیخان دي او هریو یې جلاجلا حلقه تشکیلوي او ترمنځ یې یوه مالومه فاصله وي.جانبي ګژدمکونه کیدای شي دوه خپو ،څلور خپو او یا هم شپږ خپو سره وي چې د پایې دعرضي مقطعې په ډول او طولانې سیخانو په شمیر پورې اړه لري.جانبي تړونکي د عمودي طولاني سیخانو د شمیر په پام کې نیولو سره بیلابیل ډولونه لري.
1. د څلورو سیخانو لپآره جانبي تړونکي . Lateral Tie Configuration for 4- Bars
دا ډول ګژدمکونه د ساده پایو ډيزاین لپآره کاریږي .دا ګژدمکونه دوه خپو والا بلل کیږي .
2. د شپږو سیخانو جانبي تړونکي . Lateral Tie Configuration for 6- Bars
دا هغه وخت کاریږ چې د طولاني سیخانو ترمنځ فاصله له 150mm زیاته وي .
3. د اتو سیخانو لپاره جانبي تړونکی . Lateral Tie Configuration for 8- Bars
په دې کې هم کله چې د سیخانو ترمنځ فاصله له 150mm زیاتیږي او په دواړو سمتونو د چاپیره ګژدمک دننه نور ګژمکونه ورکول کیږي .
4. د لسو سیخانو لپاره جانبي تړونکی . Lateral Tie Configuration for 10- Bars
په دې حالت کې دا ضرور ده چې د مربعوي تړونکو سر بیره نور تړونکي هم ولرو.دلته دوه سیخان په څلورو کنجونو کې بنډل کیږي او دوه نور سیخان د اضافي ګژدمکونو په واسطه اتکا کیږ ي.
5. د پایې د بیلابیلو مقطعو لپآره جانبي تړونکي . Lateral Ties for different column cross sections
په دې کې هم کله چې د سیخانو ترمنځ فاصله له 150mm زیاتیږي په دواړو سمتونو د چاپیره ګژدمک دننه نور ګژمکونه ورکول کیږي .