لیکنه: زبیح الله اېمان
پښتو ادب د چاپېریال په ستاینه کې ډېر څه لري، یانې د طبېعت په هره څنډه باندې غږېدلی دی، غواړم دلته هغه څه را واخلم، چې د شعر او نثر په ژبه ويل شوي دي.
رنګ په رنګ ګلان پيدا شي غرو رغو کې
په کې يو نيم د ليلی پېکي ته ورشي
مرغلرې ډېرې وځي له دريابه
ځينې ځينې ښکلو پېغلو ته زېور شي
په پورتنیو بېتونو کې، الفت صېب د ګل په اړه ويلي دي، چې کله پسرلی شي، نو په دښتو او غرونو کې ګلان ټوکېږي، د غرونو لمنې پرې مستې او شنې شي، هر څه زړه راښکونکي شي، د هر انسان طبعه پرې ښه کېږي.بیا دې دویم بیت کې یې ويل دي، چې په دریاب کې ډېرې ملغلرې پيدا کېږي، چې ملغرې خپله یو هم زموږ لپاره یوه طبېعي ښکلا ښکاري، وایي دا ملغلرې د ښکلیو پېغلو ته د ښکلا او ښايسته سبب ګرځي. الفت صېب که د طبېعت د مناظرو ستاینه کړې ده هم ددې تر څنګ یې هنر هم پکې ارولی دی. د طبېعت ښکلا ته یې د هنر په ژبه خبرې کړې دي. چې دا خبرې یې بیا د انسان په ذهن یو زړه راښکونکې اغيزه لري.
همدا ډول د نثر په ژبه د د طبېعت ستاینه:
د پسرلي لومړۍ شپې ورځې وې، د سهار له لمانځه وروسته د خپل باغ په لوري روان شوم، باغ ته لږه لاره پاتې وه، چې د ونو د پاڼو له یوې بلې څخه مچکې اخيستې. داسې یې یوه او بله ښکلولې تا به ويل چې دوو مينانو ته د لومړي ځل لپاره د وصل شېبه په لاس ورغلې ده. له دې حالت څخه مې من، من خوند واخيست. زړه مې نور هم وغوښتل چې باغ خواته زر ځان و رسوم، چې په باغ کې نور څه دي. دا چې د ونو د پاڼو شرپهار دومره خوږ دی. نو د ګلانو او نورو ميوه لرونکو ونو خوند په څو چنده وي. ور نږدې شوم او بلاخره ور ورسېدم. هر څه مې چې ليدل تازه روح یې را باندې شينده، دومره اغيزه یې را باندې و کړه، تا به سکويل چې کوم مريد د پير تر دمونو لاندې راغلی دی. په هر صورت د طبېعت ښکلا په هرڅه کې مالومېږي خو د نثر او شعر په ژبه یې انځورګري بیا بيل کيف لري.
بل ځای بیا د شعر په ژبه د طبېعت منظره داسې ستایل شوې ده:
ژوند د سپینو ښایستو کوترو سېل دی
د مرغۍ ځاله کې د نوي ژوندون پېل دی
په ګرمۍ کې د یو څو شېبو باران دی
او پر للمې د وروستو شېبو باران دی
په یخنۍ کې د لمر ګرمې – ګرمې وړانګې
په اول سهار کې نرمې – نرمې وړانګې
ژوند په شپه کې تکه توره خاموشي ده
خو په ورځ کې تک سپینه رڼايي ده
په وریځ کې د عکسونو جوړول دي
او له ستورو امېلونه جوړول دي
په دې بېتونو کې حکمت الله سروش صېب، د ژوند او یا هم د طبېعت د ښکلا انځور په ډېر لوړ انداز سره کړی دی. څومره ښه یې ويل دي، ژوند یې د سپينو کوترو له سيل سره تشبه کړی دی، د مرغۍ ځاله چې په طبېعت کې شتون لري د نوي ژوندون سره دا هر څه د طبېعت یوه ځانګړې او اصلي ښکلا ده. همدا ډول باران یې د ګرمۍ په شېبو کې څه ښه انځور کړی دی، بارن چې کله په ګرمۍ کې ورېږي نو د طبېعت ښکلا زر چنده لوړېږي، هر انسان ددغه شېبې څخه یو نایابه خوند اخلي. یو ځل یې په ګرمۍ کې یخ باران انځور کړی دی، بل ځای کې یې بیا ګرمي ښه بللې ده، خو په هغه شېبه چې هرا یخه وي. د لمر ګرمې،ګرمې وړانګې د ژمي یا د یخنۍ په مهال دا هم د طبېعت یو ښکلې منظره وي. چې د یخنۍ په وخت کې انسان ورڅخه خوند اخلي. او یا په لومړي سهار چې هوا دېره یخه وي، خو کله چې لمر سر را ووهي نو هوا یو څه د ګرمۍ په خوا باندې حرکت کوي چې په دې حالت کې هم انسان د طبېعت له هوا څخه خوند اخلي. اصل کې ژوند یې انځور کړی دی، خو دا ژوند هم د طبېعت د یوې منظرې نوم دی، چې د لوی خدای پاک مخلوقات پکې اوسېږي. بیا وایي چې ژوند په شپه تکه توره خاموشي ده، دا خاموشي هم د طبېعت ښکلا ده، یانې که ورځ څومره مزه لري، شپه یې هم لري. د شپې ښکلا په همدې کې وي چې رڼه ستوري وي، په ځمکه باندې چوپیتا خوره وي، انسان کولای شي په شپه د خدای په مخلوقاتو کې ذهن یو حه ارام وساتي. وایي که د شپي توره تیاره وي، خو بیا ورځ یې څومره ښه رڼه او سپېحلې پيدا کړې ده، چې د خدای هر مخلوق پکې خپل، خپل کار کولای شي. همدا ډول په ورځ کې د عکسوونو جوړول دي، عکسوونه جوړل څومره خوندوره خبره یېکړې ده، دا ورېځ هم د طبېعت د ښکلا لپاره ده، یانې په ورېځ باندې آسمان څو رنګه ښکلی کېږي، اسمان خو اصل کې شين رنګ لري، خو کله چې ورېځې پرې را و دانګې نو د اسمان زړه ډک شي، هر څه ته بېل رنګ و کړي او یوه نوې ښکلا د ځان لپاره غوره کړي. له ستورو څخه اميل جوړل، چې دا هم په طبېعت د ښکلا یوه داسې انځورنه ده ستوري یې اميل کړي دي، د غاړې لپاره یانې د غاړې له ملغلرو سره ورته بللي دي.
د طبېعت د ښکلا په اړه په پښتو ژبه کې ډېر څه شته دي، کولا شي په دې اړه باندې کتابونه و ليکل شي. که موږ او تاسې د پښتو کلاسيکو شاعرانو شعرونو ته لاړ شو نو په یوه بیت یې پوره کتاب ليکل کېږي.
کارون صېب وایي:
څه به لولي بلبلان زما غزلې
زېړې پاڼې د خزان زما غزلې
په پورته بیت کې کاروان صېب، د بلبل او پاڼو خبره کړې ده، چې دا دواړه په طبېعت کې شتون لري او طبېعت ته یې ښکلا ور کړې ده. دا چې پاڼه څو رنګونه لري، او دلته یې کاروان صېب، د زېړې پاڼې یادونه کړې ده، چې زېړه پاڼه په خپل وخت یانې مني کې ډېره ښه ښکارېږي. که په پسرلي کې په شنو پاڼو چاپېریال ښکلی وي، نو په مني بیا په زېړو پاڼو باندې ښکلی ښکارېږي. نو د همدې په خاطر دلته یې په ډېرې ښې توګې سره راوړې دي.
بل ځای بیا کاروان صېب وایي:
اې لکه الوتیه رنګه چېرې ځې
تاته وایم وا ملنګه چېرې ځې
یه ظالمه لږ خو مخ را واړوه
غلی مې د زړه له څنګه چېرې ځې
داغ یې پرلمنو باندې ښکلی وې
بیا نو د غاټولو رنګه چېرې ځې
ته هم یو بنګړی د چا د لېچو وې
چوپ چوپ یې له شور و شرنګه چېرې ځې
واچوه کچکول ته سمندر د اور
تش لاس د اوبو غورځنګه چېرې ځې
په پورته بېتونو کې یې هم، د الوتي رنګ هغه د ډار رنګ چې کله یو څوک له څه شي څخه وډار شي، په ملنګ باندې د چيغې اواز، د غاټولو رنګ، په لېچو د بنګړو شرنګ، د سمندر د اوبو شرنګهار او شرپهار یې ډېر ښه را سپړلي دي. چې دا ټول د طبېعت له ښکلیو منظرو څخه دي. او د انسان په ذهن باندې ټول ښه لګېږي. که موږ او تاسې ځير شو کله چې اوبه له کوم لوړ ځای څخه را توېږي شور ماشور کوي، د انسان ذهن ته یو بېل کيف ور کوي. ارامتیا ور بښي. همدا ډول د پېغلو په لېچو د بنګړو شرنګا د غاټول د ګل رنګ او نور. چې هر یو یې د طبېعت منظره ده خو خوندوره منظره ده.
پام چې په آسمان به دې سر ولګي
ټيټ شه تر ماڼیو دنګه چېرې ځې
لږ شه پښه نیولی شکرانه مې را
داسې د نغمو قلنګه چېرې ځې
دلته یې بیا آسمان ماڼۍ، شکرانه ور کول او د نغمو یا سندرو قلنګ په څه ښه انداز باندې راوړی دی. دلته یې د خدای پاک د مخلوق یانې د جانان ستایه کړې ده، وایي پام دې وي په اسمان باندې دې سر ونه لکي، لږ ټيت شه تر لوړ پوړېزو ماڼیو څخه دنګه ټيت شه، چې سر دې ونه لګي، یا پښه دې لږ ونيسه زما شکرانه را کړه د سندرو قلنګ ته د ادب په ژبه غېږدلی دی.
خړه خاوره ېې،له زروښائسته ده __ ګران وطن مې په دنيا،جنت نشان دی
په پورته بیت کې بیا د ټول وطن د خاورې په اړه څومره ښه ويل شوي دي. سپېره خاوره یې له زرو نه هم ښکلې بللې ده او د جنت له نښانو څخه یې ګڼلې ده. په پښتو ادب کې د طبېعت په اړه ډېرې خوږې نثرې ټوتې او غزلې ويل شوې دي، چې سړی څومره هم پرې خبرې کوي، کولای یې شي. دا چې لوی خدای طبېعت څومره ښکلی پيدا کړی دی، نو په همدې ډول انسانانو د ادب په ژبه نوره ښکلا هم ور بښلې ده.