لیکنه: امین پاچا
په پښتو ادبیاتو کې خورا تاریخي پېښې تېرې شوې دي او پښتنو د لومړي ځل لپاره په ملتان کې خپل حکومت پیل کړ. دا چې کله یو څوک یا یو قوم غواړي د لومړي ځل لپاه خپل حکومت جوړ کړي او په نورو قومونو حکمراني وکړي، طبعي ده چې په لومړیو کې له ګڼو ستونزو او پېښو سره لاس ګریوان کیږي.
پښتنو هم د خپل واک د ساتلو په خاطر زیاتې جګړې کړي دي او د دې جګړو په ترڅ کې یې مالونه، کورونو، ژوندونه او حتا خپل سرونه له لاسه ورکړي دي.
د پښتو ادب د ډیرو مشهورو تاریخي پېښو شاهد دی، نو د دې ټولو یادونه دلته ستونزمنه ده، یوازې غواړم د څو مشهورو او هغو پېښو یادونه وکړم چې افغانان یې ډېر متاثره کړي دي.
لومړی- د میوند پېښه:
د امیر شېرعلي خان تر مړینې وروسته په کابل کې وضعیت تر ډېره حده د اندېښنې وړ و. انګریزان ورځ په ورځ مخته راتلل، خو څوک نه وو چې د دوی د راتګ مخنیوی وکړي. دې لړۍ پوره اته کاله دوام درلود، وروسته له اتو کلو سردارانو امیر محمد یعقوب خان له زندانه را خلاص او د پاچاهۍ په تخت یې کېناوه.
امیر محمد یعقوب داسې یو کس و چې د حکومتوالۍ په برخه کې یې هېڅ تجربه نه درلوده. انګریزانو لومړی دی ونیولو، له نیولو وروسته یې ګندمک چې د کابل او جلال آباد تر منځ یوه سیمه ده بوتلو او هلته یې د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ناوړه معاهده لاسلیک کړه، چې د دې معاهدې په لاسلیکولو سره افغانستان یو شمېر نورې سیمې هم له لاسه ورکړې.
د دې معاهدې په لاسلیکولو افغانستان پشین، کورمه اجنسي او خیبر له لاسه ورکړل او د دې معاهدې پر بنسټ انګریز نماینده ( کیوناري) هم په کابل کې ځای پر ځای شو.
د انګریزانو دا کار افغان ملت ته د منلو وړ نه و او له دوی سره یې د جهاد اعلان وکړ، کله چې افغانانو جهاد پیل کړ لومړی یې انګریز نماینده ( کیوناري) د کابل په بالاحصار کې محاصره کړ او له محاصره کېدو وروسته یې وواژه.
بل خوا د کندهار د میوند ولسوالۍ په لویه دښته کې، ځوانانو، پېغلو، وړو او زړو د غازي ایوب خان او غازي امیر شېر علي خان د زوی په مشرۍ، د خپلې ازادۍ او ساتنې په موخه میدان ته راغلل او له انګریزانو سره یې جهاد پیل کړ.
له یوې خوا ټکنده غرمه وه، افغان زړور تږي، وږي، ستړي او ستومانه ښکارېدل، د میوند په وچه دښته کې اوبه هم نه وې، نیږدې وو افغان غازیان د تندې له امله ماتې وخوري، له بلې خوا د دښمن لښکر ډېر پیاوړی او به راز، راز وسلو سمبال و.
په دې وخت کې د پښتنو علمبردار ( بیرغ نیوونکی) هم ټپي شو او دې وضعیت دښمن ته لا جرات ورکړ، خو په دې وخت کې یوې پښتنې پېغلې د جګړې میدان ته را ودانګل او د پښتنو بیرغ یې په خپلو سرو منګلو له ځمکې پورته کړ، کله یې چې بیرغ له ځمکې پروته کړ نو یوه لوړ ځای ته وختله او غازیانو ته یې دا لنډۍ وویله:
خال به د یار د وینو کېږدم چې شینکي باغ کې ګل ګلاب وشرموینه
که په میوند کې شهید نه شوې خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
د دې پېغلې غږ یو اسماني غږ و، چې دپښتنو غازیانو وینې یې په جوش را وستلې او د الله اکبر په یوه ناره یې پر غلیم برید وکړ او خپله پاکه خاوره یې د دوی له ناپاکو قدمونو وژغورله.
د ملالې د ژوند پېښو په اړه چې دا زړه وره پېغله څوک، د چا لور، د کومې سیمې یا کلي او سېدونکې وه بشپړ مالومات نشته، خو د میوند د فتحې په برخه کې د دې نومیالۍ پېغلې نقش د لمر په شان روښانه دی.
ملي، ولسي او تاریخي روایات تقریبا په یوه خوله دي او د عباراتو په دېر لږ توپیر او بدلون د میوند په فتحه کې د هغې غوڅ او ټاکونکی نقش تائیدوي. د ( پښتنې مېرمنې ) کتاب لیکوال عبدارؤف بېنوا لیکي چې: د دوشنبې په ورځ د برات د میاشتې په اوولسمه۱۲۹۷ هجري قمري کال چې افغان زلمیانو، مېړونو او ښځو د خپل وطن د ساتنې په نیت سرونه پر میدان اېښي او د میدان ډګر ته د قربانۍ له پاره حاضر شوي وو، ټکنده غرمه وه، عازیان تږي او ستړي ستومانه وو… د میوند په دښته کې هېڅ اوبه هم نه وې، نیږدې وو چې افغاني لښکر د تندې له امله ماتې وخوري. په داسې حال کې چې د لښکر بیرغچي هم سخت ټپي شو او بیرغ یې له لاسه ولوېد، یوه پېغله میدان ته راغله بیرغ یې په سرو منګلو واخیست او ناره یې کړه:
خال به د یار له وینو کېږدم چې شینکي باغ کې ګل ګلاب وشرموینه
که په میوند کې شهید نه شوې خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
میوند بتحه شو، خو کله چې غازي محمد ایوب خان پوښتنه وکړه چې دا نجلۍ څوک وه چې په خپلو نازکو لنډیو یې افغان لښکر په ننګ او جوش راوست؟ ځواب ورکړل شو چې دا پېغله ملاله د یوه چوپان لور او د میوند د کشک نخود اوسیدونکې ده. په دې وخت کې یوه بل کس وویل چې دا پېغله ډېره زړه وره وه دا باید د غازیانو په څنګ ګې خاورو ته وسپاروو، ایوب خان وویل ښه خبره ده. ملایانو او ملي مجاهدینو د بښنې دعا ورته وکړه او هملته ته یې خاورو ته وسپارله.
د دې نومیالۍ او زړه ورې پېغلې قبر د میوند د شهیدانو په هدیره کې مالوم او زیات خلک یې زیارت ته ورځي، روح یې دې ښاد او یاد یې دې تل وي.
دویم ــ د روس یرغل او د افغانانو مهاجرتونه:
په ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه نېټه افغان ولس د شوروي تر هوایي او ځمکني یرغل لاندې راغی. په دې یرغل کې څه باندې ( سل زره) عسکر، په زرګونو ټانګونه او په سلګونو طیارې له دوی سره وې او دشپې له خوا یې په افغانستان یرغل وکړ. ویل کیږي چې لومړی دوی د خیر خانې کوتل ته راغلل وروسته له هغه د کوټه سنګي له سیمې د برچي په لوري روان شول او د دارلامان ماڼۍ ته یې ځانونه ورسول او هلته یې حفیظ الله امین سره یې له یوه وراره چې مخکې له مخکې بې حوشه شوي وو برید وکړ او دواړه یې له منځه یووړل.
دې یرغل هېواد له خاورو سره خاورې کړ، دوه میلیونه کسان شهیدان شول، تر یوه میلیون زیات کسان مات، ګوډ شول او د لسو زرو په شاوخوا کې روسي سرتېرې هم ووژل شول.
د دې یرغل په ترڅ کې ډېر افغانان ګاونډیو هېوادو ته کډه شول، چې ډېری شمېر یې پاکستان ته لاړل، ویل کیږي کله چې افغانان پاکستان ته کډه شول له زیاتو ستونزو او کړاوونو سره لاس ګریوان وو او افغان پېغلو به خپلې ستونزې د لنډیو په ویلو بیانولې، لکه دا لاندې لنډۍ:
مورې کمیس مې راته لنډ کړه پردی وطن دی ترخې خولې را لګوینه
له دې لنډۍ ښکاري چې افغان کډوالو په پاکستان کې په یوه داسې ځای کې ژوند کولو، چې هلته اوږدې، اوږدې ترخې وې او کله به چې دوی په لاره تللې نو د دوی اوږده کمیسونه به په ترخو کې بندېدل، چې دا تګ دوی ته ډېر ستونزمن و.
خلاصه دا چې افغانان د روسانو د یرغل پر مهال له زیاتو ستونزو سره مخامخ وو، چې حتا دوی دا ستونزې په شاعرانه ډول هم ټولنې ته وړاندې کړې دي.
درېیم ـــ کله چې مغلو خوشحال بندي کړ:
خوشحال خان د شهباز خان زوی په ۱۰۲۲ هـ ق کال د ربیع الثاني په میاشت د خټکو د اکوړي په سرای کې ورږېد.
خوشحال د خپلې کورنۍ په غېږ کې لویېده خو له کوچینوالي څخه د ده ژوند له ځینو پېښو سره مل و. د بېلګې په توګه ۱۰۲۹ کې د لنډي په سیند کې ډوب شو، ۱۰۳۵ کې له څپر نه ډبرې پرې را ولوېدې دیارلس کلن و چې د خټکو او یوسفزو تر منځ د جهانګیر په کلی کې جنګ واقع شو چې په دې جنګ کې خوشحال هم ګډون درلود.
خوشحال خپل نیم ژوند د مغلو به طرفدارۍ او نیم ژوند له مغلو سره په جنګ کې تېر کړ. په ۱۰۵۰ هـ ق کال د مندړو اکا خېلو قبیلې د مالې له ورکړې انکار وکړ، د خوشحال پلار شهباز د اکا خېلو پر کلیو یرغل وکړ چې خوشحال هم په دې جګړه کې ګډون درلود، بلاخره اکا خېلو دوی ته ماتې ورکړه او د خوشحال پلار شهباز خان هم غشی وخوړو او زخمي شو، چې وروسته له پنځو ورځو مړ شو.
له دې وروسته واک خوشحال ته ورسېد، کله چې دی واک ته ورسېد لومړی یې د خپل پلار غچ واخیست، وروسته له مغلو سره په کڼو جګړو کې مل و. خو کله چې په ۱۰۶۸ هـ ق کال د شاه جهان پر ځای اورنګزیب د مغلي امپراتورۍ پر تخت کېناست. په لومړیو څو کلونو کې د خوشحال او اورنګزیب تر منځ اړیکې ښې وې. خو کله چې اورنګزیب راهداري یا مالیه معاف کړه نو د ده او خوشحال تر منځ اړیکې خرابې شوې.
د تاریخ مرصع په حواله دا مهال امیر خان د کابل صوبه دار و، هغه پاچا ته ویلي وو چې راهداري هسې نه منع کیږي تر هغې چې د زبردستۍ عمل ونه شي، پاچا بېرته ورته امر وکړ چې څنګه کولای شې راهداري باید بنده کړې. صوبه د دې امر تر، ترلاسه کولو وروسته بېرته پېښور ته راغی او د خوشحال د کورنۍ له ځینو غړو سره یې د خوشحال د نیولو مصلحت وکړ.
بلاخره خوشحال خان په ۱۰۷۴ کال کې ونیول شو، په ۱۰۷۶ کال کې خلاص او تر ۱۰۷۹ پورې نظر بند و. خو کله چې له نظر بند څخه خلاص شو نو له مغلو سره یې جګړه پیل کړه.
پس له جنګه دی دا عزم د خوشحال د خاطر جزم
یا نیولی مخ مکې ته یا مغلو سره رزم
کله چې خوشحال له بنده را خوشي شو، له مفلو سره یې جګړه پیل کړه، دومره وجنګېد چې اورنګزیب پایتخت پرېښود او اټک ته وتښتېد، دا جګړې تر هغه پورې دوام درلود تر څو چې میرویس نیکه واک ته ورسېد.
ماخدونه:
پښتنې مېرمنې ـــ لیکوال عبدالرؤف بینوا
ادب تاریخ ـــ استاد هېواد مل