• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په پښتو ژبه کې د ژبپوهنې شالید

Home ادبپه پښتو ژبه کې د ژبپوهنې شالید

په پښتو ژبه کې د ژبپوهنې شالید

لیکنه: حکمت الله پکتین
د پښتو ژبې په اوږد او لرغوني تاریخ کې دوو وروستیو پیړیو کې د ژبنیو څیړنو او ژبنیو موادو په رامنځته کېدلو کې
ارزښتناکه دوره ګڼل کیږي .
تر دې د مخه د پښتو ژبنیو څېړنو ته د چا پام نه دی ګرځیدلی موږ د اتلسمې پیړۍ څخه وړاندې د پښتو ژبې د اصولو په
باب څه څرکونه نه وینو او په دې برخه کې څه پته نه لګیږي او یا خو نادرکه دي . پښتو یا د افغانانو ژبې په ډیرو
وروستیو زمانو کې د نړۍ د ژبپوهانو پام ځان ته را اړولی دی.
په اروپا کې د ژبپوهنې د پرمختګ او د هندي اریایي ژبو سره د دوی بلدتیا ددې سبب شوه ، چې د پښتو ژبې په باب
څېړنې او تحقیقات هم رامنځته شي. د پښتو ژبې د ګرامرونو په باب که څه هم په لومړي سر کې د پښتنو پوهانو لخوا اثار
لیکل شوي دي ؛ خو وروسته پکې اورپایي پوهانوهم پوره برخه اخیستي ده او د شرقي ژبو د پلټنو په سلسلې کې یې د
پښتو ژبې په باب پلټنې کړي دي .ختیځ پوهانو د علمي پلټنو په لړ کې پشتو ژبې ته هم پوره پاملرنه کړي ده او د بېال بېلو
هېوادونو ختیځ پیژندونکو د پښتو ژبې قاموسونه ، ګرامرونه ، او نور ژبني اثار لیکلي او علمي څېړنې یې تر سره کړي
دي .
دغه څېړنې د نړۍ په بېال بېلو هېوادونو کې لکه ؛ المان ، انګلستان ، شوروي اتحاد، فرانسه ، امریکا ، چک سلو کیا ،
ایټالیه ، سویس ، ناروې او نورو کې شوي دي .
د یور وپ پوهانو (Europe Of Scientist (د پښتو ژبې په باب او د هغې د منشاء او پیدایښت په باره کې نظریې او
څېړنې وړاندې کړې دي . او همدارنګه د پښتو ژبې په خپلوي او اړیکې د نورو هندو اورپایي ژبو سره د مقایسوي
تاریخي مقابلوي ژبپوهنې له مخې ثابته کړې ده .
په یوروپ کې د جمیز ډار مسټیټر) ۹۴۸۱-۹۴۱۸ )ور پسې ګایګر)۹۴۸۱-۹۱۸۱ )او مارګیسټرن )۹۴۸۱-۹۱۴۱)ایمل
بنونست )۹۱۱۱-۹۱۴۱ )د پښتو په باب ددوی څېړنې د یادولو وړ دي . ډار مسټیټر په )۹۴۴۴)ع کال په اروپا کې د
)افغانانوژبه( تر سرلیک الندې یو اثر لیکلی دی ، چې د واک یا )اواز شناسي( صرف ، اشتقاق او ترکیب برخې لري او
همدارنګه په همدې اثر کې د پښتو د منشاء په باب نظریې ځای شوي دي.
دده وروسته ویلیم ګایګر )۹۴۸۱-۹۱۸۱ )د اوستا د ژبې سره د پښتو مقایسه ترسره کړه چې په دې کې )۹۴۱)پښتو کلمې
د اوستا او نورو لرغونو ژبو سره مقایسه کړي چې دا اثر بیا مارګینسټرن بشپړ کړ. د ګایګر د کتاب دویمه برخه چې ۱۲
مبحثه لري د پښتو ژبې واکشناسي ) تحقیق- تلفظ( په نامه یادیږي .
که دپښتو ژبې د تحول او انکشاف د ډیرو لوړو او ژورو څخه راتیر شو او د ژبې د ژبني موادو او مطالعاتو تاریخچي ته
نظر واچو نو داسې څرګندیږي چې د نولسمې پیړۍ د پښتو قاعدو په باب لومړني اثرونه په لویدیځه )اروپا( او لره بره
پښتونخوا کې ددغو الندینیو علتونو له مخې منځ ته راغلي دي .
الف: لومړۍ ډله د پښتو لپاره چې د خپلې ملي ژبې ګرامر ترې زده او ګرامري اصطالحاتو سره بلدتیا پیدا کړي
ب:هغه دي چې زده کوونکي د هغو په مرسته پښتو زده کړي چې په دې کې باندنیو او کورنیو پوهانو برخه اخیستي ده
دلته کوم چې خارجي ختیځ پوهانو له خوا ځینې ګرامرونه او یا ګرامر ډوله اثرونه اساساّ د پښتو زده کړې لپاره په سیاسي
او اداري لحاظ لیکل شوي په دې لړکې د هانري والټر او راورټي )۹۴۱۸-۹۱۱۱ )ګرامرونه د بېلکې په توګه موندلی شو
په خپله هانري د پښتو زده کړه په افغاني سیمو کې د برتانوي مامورینو د اداري او سیاسي اغیزناکۍ لپاره حتمي ګڼله.
پاڼي د کندهار د سیمې اوسیدونکی و ؛ چې د میالد وړاندې یې ژوند کاوه. نوموړي د سانسکریت ژبې لپاره پر هغه وخت
کې یو ډیر معیاري ګرامر ولیکه کله چې د نوي ژبپوهنې اساسات کېښودل شول او د ګڼو څېړونکو څیړنې پیل کړې او د
خپلو څیړنو محصول یې په کتابي بڼه چاپ کړ په پارسي ، اردو او یو شمیر نورو ګاونډیو ژبو کې هم معیار ته نېږدې
ګرامرونه ولیکل شول مګر په پښتو ژبه کې بیا هم خالي ګاه موجوده وه ، د دولسمې هجري پیړۍ په )۹۹۱۸)کې پیر
محمد کاکړ د پښتو ژبې د زده کړې لپاره یو شمېر قواعد وضع کړل چې د )معرفهَّ االفغاني( نوم یې پرې کېښود دغه کتاب
په لس بابه او اته څلویښت مخونو کې لیکل شوی یو ځلې په )۹۹۸۹)ه.ش او د دویم ځل په )۹۹۸۱)کې چاپ شوی دی.ورپسې یو بل کتاب د نواب محبت خان )ریاض المحبت( نومیږي چې په )۹۴۱۱ )کې چاپ شوی دی دغه کتاب درې
برخې لري
الف:پښتو ژبې لعات ب : د فعلونو ګردانونه ج : د تاریخي احوالو بیان
که څه هم د پښتو نخوا ډېری لیکوالن په دې اند دي ،چې دا به په پښتو کې د ژبپوهنې په اړه لومړنی کتاب دی مګر دا
کتاب د معرفه االفغاني څخه پنځه دېرش کاله وروسته لیکل شوی دا هم باید له یاده ونه باسو چې په لومړنۍ معیاري ژبه
کې لومړنی معیاري ګرامر د وزیر محمد خان مومند بابا ته منسوبیږي چې په )۹۹۹۲ )کې د پښتو ژبې لپاره د )لیار( په
نوم یو ګرامر ولیکه په بلخ کې خپور شو.
ددې نه وروسته په ژبپوهنه کې ډیرې لیکنې او څېړنې وشوې چې د بېلګې په توګه یې د یو څو یادونه کوم ؛لکه
محمد اسمعیل )اتالیق پښتو( ، نور محمد افغان )تحفه امیر( ، صالح محمد کندهاری )خود اموز پښتو( صدیق هللا
رښتین)پښتو مصدرونه( ، سید راحت زاخلي)قواعد پښتو( ، محمد ګل مومند ) لیار( او داسې نور …
دیته ورته ګڼ شمېر نورو لیکوالنو هم د ژبپوهنې مطالعه ترسره کړي خو اوس ویل کیږي ، چې په پښتو کې هغه لیکوالن
چې مورنۍ ژبه یې پښتو ده )اتیا( ګرامرونه او هغه لیکوالن چې مورنۍ ژبه یې پښتو نه ده )پېنځه پنځوس ( ګرامرونه
لیکلي دي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022