لیکنه: پوهنیار سید اصغر هاشمي
هره پدیده د بلې پدیدې نه پیداکیږي ، لکه څرنګه چې د نړۍ ټول انسانان له نورو انسانانو پیدا کیږي ، دغه شان ډېرې معلولې پدیدې د ځینو علتونو زیږنده وي .په ادبیاتو کې تخلیقات د انسان په واسطه خلق کیږي او د تخلیق شویو لیکنو پلټنه د څېړنې دنده ده . ډېرې څېړنېزې موضوعګانې د ښې پلټنې لپاره د علت او معلول پراړیکو پوهېدل بنسټیز اصل دی . علت او معلول یو بل سره اړیکه لري او د معلول د څېړلو لپاره پر علتونو پوهېدل مهم دي ، ځکه چې د بېلا بېلوعلتونو پر اساس معلولي پدیدې پیدا کیږي او کله کله په علومو کې د پرمختګ لامل ګرځي او کله هم د وروسته پاتې کیدو سبب کیږي . په ادبیاتو کې ځېنې مثبت علتونه د انسانانو په داخلي تاثراتو تاثیر کوي او تخلیقګر کولای شي چې ښه شعر او یا هنري نثر ولیکي خو کله کله منفي تاثرات او علتونه د دې لامل کیږي چې بد او خراب شعرونه ټولنې ته وړاندې شي او د شاعرۍ د ګټې نه یې تاوان زبات وي چې مثالونه یې په ټولنې کې زیات دي . دلته شعر هغه معلول دی چې د مثبتو علتونو پر اساس ګټه رسوي او د منفي علتونو پر اساس تاوان وي . علت څه ته وایي؟ په ورځني ژوند کې د علت او لامل د کلمې یادونه زیاته کیږي . پښتو پښتو تشریحي قاموس کې راعلي دي :(سبب ، عامل ، موجب ، جهت ، وجه ، دلیل او یا هغه څه چې د معلول د وجود ، فعلیت ، اوښتون او خوځېدو سبب کیږي ، هغه قوه « مادي وي او که غیر مادي » چې پرشي وارد شي .) علتونه د هغو پديدو مجموعه ده ، چې په مادي او معنوي لخاظ په ټولنې کې واقع کېدای شي او معلول د منځ ته راتګ او یا په معلول کې د مثبت او منفي تغیراتو لامل ګرځېدای شي . د مثال په ډول ټولنېزې خوشالۍ او خفکانونه ، سیاسي ښه او خراب حالات ، فرهنګي وضع او داسې نور هغه مسایل دي چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د انسان په روان او دننني تاثراتو تاثیر کوي او په عام ډول ټولو لیکنو او په خاص ډول په تخلیقاتي لیکنو کې تاثیرات لیدلای شو او همدغه علتونه دي چې معلول زیږوي او د وخت او زمان سره پکې تغیرات لیدلای شو. علمي پرمختګ ، پوهه ، لوړ سیاسي شعور ، فکري ځواکمنتیا او داسې نور هغه مسايل دي چې علت واقع کیږي او بیا هم د معلولو پدیدو مثبتو تغیراتو لامل کېدای شي چې دا په خپله معنوي علتونه دي . یعنې مادي او معنوي علتونه په معلول تاثیرات درلودای شي . معلول څه ته وايي؟ معلول هغه پدیده ده چې د علت په واسطه ثابت شوي وي . علتونه دي چې معلولات منځ ته راوړي .پښتو شعر هغه معلول دی چې د امیرکروړ له وخته (۱۳۹) لمریز نه تر نن پورې ډېر معنوي او بڼه ییز تغیرات پکې راغلې دي ، دغه تغیرات د بېلا بېلو مادي او معنوي ، سیاسي ، اقتصادي ، فرهنګي ، علمي ، ټولنیز، انساني ، جنګي ، ژبني ، قومي او داسې نورو علتونو په راتګ سره په شعر کې لیدل شوي دي . هره واقعه د بلې واقعې د پایلې او نتیجې له امله پیدا کیږي . هر معلول د یو یا زیاتو علتونو زېږنده وي ، کله چې د یوې پدیدې پر اساس بله پدیده لاس ته راشي ، یوه پدیده علت اوبله معلول ده. هغه پدیده او یا پدیدې چې د نورو پديدو مخکې موجودې وي او د وروستیو پدیدو د رامنځ ته کېدو لامل وګرځي د علت په نوم یادیږي . علت د معلول نه مخکې موجود وي او معلول په منځ ته راځي د معلول په نوم اساسي نقش لري. د یادونې وړ ده چې د هرې پدیدې وروسته بله پدیده چې منځته راځې ټولو ته د علت او معلول نوم نه شو ورکولی . د کال د هر فصل نه وروسته بل فصل پیل کیږي خو دا معنا نه لري چې یو د بل علت او معلول دي ، څلور واړه فصلونه د ځمکې د انتقالي حرکت په علت منځ ته راځي . د ماتریالیزم دیالکتیک د علت او معلول په اړيکو تاکید کوي او یو د بل لپاره لازم او ملزوم ګڼي . هېڅ معلول د علت پرته منځ ته راتلای نه شي ، علت او معلول یو د بل سره دروني قانونمندۍ اړیکې لري .د علت او معلول اړیکې ډېر ارزښت لري ، د معلول په هکله د حقایقو د اثبات لپاره په علتونو پوهیدل مهم اصل دی ، کله چې علتونه کشف شي ، هغه علتونه چې د افسانو په ډول موجود وي ، د علم ځای نيسي . یوه معلوله پدیده کېدای شي چې د څو علتونو پر اساس منځ ته راغلې وي او یا هم مثبتې او منفي خواوو پرې تاثیر کړی وي . د نړۍ د ټولو علومو د پر مختګ لپاره د معلولو موضوعاتو حقایقو اثبات لپاره پر علتونو پوهېدل اړین دي . (د تحقيق اصول)