ژباړه: مصطفی ساپی
دژوند په اوږدو کې ډېری خلک له باور نه غلته ګټه اخلي،چې دا کار زموږ په احساساتو ناوړه اغېزه کوي،چې په نورو خلک زمونږ باور کمزوی کوي نو غواړئ چې پدې پوی شئ چې څنګه په یو چا باور وکړو؟
۱:خلکو ته یوه موقعې ورکړئ:
داوسنیو خلکو او مخکنیو خلکو،د اوسنیو اړیکو اومخکینو اړیکو پرتله کول ډېر ساده دي،حتی که داسې خلک وي چې په باور کې یې درسره خیانت کړی وي،خو پوی شئ چې ټول خلک یو شان نه وي یا مینه نه لري چې له دې درس او عبرت واخلي او دعمر په اوږدو کې نه غواړي چې هغه شان درسره اووسي،نو په دې فکر کې مه اوسئ چې بیا موقعې ورکړئ،حداقل خلک یوځل کولای شي چې باور پرې وکړې،نو خلکو ته یوځل موقعې ورکوئ نورنو دهغوئ خوښه چې څه کوي،خو تېر منفي فکر مو ذهن ته مه نیسئ تېر،تېر شو،تاسې په اوس زمانه کې اوسئ.
۲:له هغوئ سره په سم ډول خبرې وکړئ:
که غواړئ چې دنورو باور ځاتنه را جلب کړئ باید هم دا کار ترسره کړئ څه وخت چې غواړئ له نورو سره خبرې وکړئ او اړیکې منځته راوړئ او د دننني احساساتو او افکارو څخه یې خبر شئ نو په ډېرې راحتۍ او اسانۍ سره کولای شي په یوچا باور وکړئ.
۳: د خلکو په اړه ځانه ډېر پوی کړئ:
دا فقط د هغوئ د ځانګرتیاوو، خصوصیاتو اویا دظاهر په اړه نه ده،چې چیرته لوی شوی دی یا د خوښې رنګ یې کوم نه دی دخلکو په اړه پوهیدنه چې څه شی یې احساسات،عواطف او ددې پشان نور مشخصوي دباور جوړونې کې مهم ګام دی تاسو نشی کولای چې په یوچا سملاسي باور وکړی ترڅو چې هغه واقعآ ونه پېژنئ ترڅه وخته چې دې ټکي ته ونه رسېږئ چې دهغه اعمال او رفتار وړاندوي کړئ نو خلک وازمایئ او هغوئ وپېژنئ.
۴: ووینئ چې له نورو سره څه ډول رفتار کوي:
یو مهم فاکتور چې وپوهیږئ څوک باور وړ دی یا نه دی له نورو سره دهغه د رفتار طریقه ده هغه خلک چې دا پېژني چې له هغوئ سره څه ډول رفتار کوي.
۵: ټول خلک تېروتنه کوي:
خلکو ته دوباره موقعې ورکول هېڅ امکان نه لري،خوباید په دې وپوهېږئ چې ولې واقعآ یو کس ستاسې په کړي باور کې خیانت کوي،ځای یې سم په نښه کړئ ځان دهغه کس په ځای کړئ اوباید پوی شئ چې څه شی نوموړي دې ته اړ کړ چې دروغ درته ووايي اویا څه باعث شو چې نوموړی ستاسې سره په باور کې خیانت وکړي ځينې وختونه خلک دنورو له وېرې دا کارونه ترسره کوي که چې مو ځای ښه په نښه کړ او کوشش وکړئ چې همغه نښه په یاد کړئ او بیا په راتلونکې کې په هغه کس باور وکړئ.
۶: آیا درس اخلئ:
په دې اړه باید د دریم پشان دخلکو په اړه مالومات اوپېژندنه پیدا کړئ،آیا هغه کسان چې دنورو مشورو ته غوږنیسي،آیا هغه خلک دی چې له خپلو تېروتنو نه درس اخلي اوهغه یې دپرمختګ او ودې سبب کیږي؟که پوی شوئ چې دا ډول کس نه دی،نو هغه وخت متوجې اوسئ چې یو ځل ستاسې سره خیانت وکړي او درس وانخلي نو راتلونکې کې دا کار مه کوئ،اما هغه خلک چې له خپلو تېروتنو څخه درس اخلي نو دیوې موقعې لایق دی.
۷: له ځان محوره خلکو څخه ځان وساتئ:
دا یې لویه نښه ده چې څوک ستاسې دباور کس دی هغه کس چې ځان محوره وو ددې احتمال شته دی چې ستاسې سره په باور کې ۹۹٪خیانت وکړي ولې چې په دې پوی شي چې ځان خوښی نه وي نو هغه وخت پرې باور وکړئ ولې موږ ټول انسانان یو اوډېری وختونه ځان خوښي یو زمونږ موخه هغه خلک دی چې تر اوسه پدې نه دې پوی شوي چې نورو ته اړتیا لري دا ځان خوښي خلک دي او هرکار دځان لپاره ترسره کوي دا کولای شي دروغ او په باور خیانت وي.