لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
((په سلو کې يو سلنه ښکاره کېدل، د کار لټه اوسخت کوښښ دی.))
توماس اديسون
بنسټیز قانون دا دی، چې خپل کار او دنده په ښه توګه سرته ورسوئ او سخت کار وکړئ. دا ښه نه ده، چې د نورو لپاره ښه مدیر واوسو؛ په داسې حال کې چې خپل کار مو په سمه توګه نه وي ترسره کړی. لازمه دا ده، چې تاسې له ټولو وړاندې او مخکې دفتر ته د کار لپاره حاضر شئ، له نورو سره یوځای خو باید واوسئ.
هر کله مو چې خپل کارونه منظم کړل کولای شئ، د نورو کارونه هم ښه مدیریت کړئ او ترې پوښتنه وکړئ. باید ثبتول، لیکل او دفتري کارونه په خپل وخت ترسره کړئ. تاسې باید د یو مدیر په صفت لاندې صفتونه په ځان کې ولرئ.
منظم واوسئ.
هر کار په خپل وخت کې سرته ورسوئ.
ګټور کار ترسره کړئ.
کارونو ته متوجې او پرې باید برلاسي واوسئ.
زما په اند بله لار نشته، پرته له دې : باید چې دا کار په چټکۍ سره وکړئ.
مدیریت دا نه دی، چې د هر کار پوښتونکي واوسئ او ورته لاره وښایاست، یا هم په ارامه چلند وکړئ؛ بلکې مدیریت د دې پورې تړاو ولري، لکه هغه کارونه، چې د پردې شاته سرته رسېږي او هېڅوک هغه نه ګوري.
او که چېرې غواړئ وګورئ، چې ښه مدیر یاست یا نه!؟ خپل کاري مېز ته نظر وکړئ- څه ګورئ؟
یو منظم، پاک او ښایسته مېز؟ یا هم د ګډوډو کاغذونو ډک نامنظم مېز؟ همدا کار د خپل کمپیوټر د فولډرو او ډرایفونو سره مقایسه کړئ، منظم دی یا غیر منظم؟
((په جديت سره لاس په کار شئ او کار ته ادامه ورکړئ.))
تاسې چې له هر توکي ګټه پورته کوئ، په دې ځان ډاډه کړئ، چې کار په وخت او په ښه توګه ترسره شوی.
مهم لړ لیک جوړ کړئ، د کمپیوټر له جنترۍ استفاده وکړئ او د وخت ویش ته مو پام وي، بې ځايه وخت مه مصرفوئ.
له نورو مرسته وغواړئ تر څو په وختي او په ټاکلي وخت خبرولو کې مو خبر کړئ او مرسته درسره وکړي ـ اړتیا د دې ده چې (۷۱ قانون) ته لاړشئ. ( کور ته ولاړ شئ او ژوند وکړئ.) کار په ښه توګه سرته ورسوئ او یاد کړئ، چې کار مو ښه او د ستاینې وړ وي.