لیکنه: نجیب الله خان
د چین هیواد په اختراع یو نوی بانک جوړ شوی چې د “اسیايې تاسیساتو او بنسټونو د پانګونې بانګ” یا Asian Infrastructure Investment Bank (AIIB) په نوم یادیږي. د 50 بیلیونو ډالرو دغه بانک د امریکا لپاره او په نړیوال اقتصاد باندي د امریکا د نفوذ لپاره یو ستر سرخوږی جوړیدای شي. د روسیې هیواد اخیري هیواد و چې د مارچ د میاشتي په 28 نیټه د دغه پراختیایې بانک غړی شو. د روسیې د صدر اعظم مرستیال ایګور شوالف د مارچ د میاشتي په 28 نیټه په چین کې اعلان وکړ چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پخپله دا تصمیم نیولی چې روسیه د چین په نوښت د اسیا لپاره د دغه ستر پراختیایې بانک غړی شي.
تر روسيې مخکې د امریکا ځینو مهمو سیاسي او نظامې متحدینو لکه برتانیا، جرمني، فرانسي، ایټالیا، او جنوبي کوریا هم اعلان کړی و چې دوئ ددغه بانک غړیتوب تر لاسه کړی. دغه ستر پراختیایې بانک به د روان 2015 کال تر پایه په کار پیل کوي او په اسیا کې د سترو بنسټیزو پروژو لکه سړکونه، د ریل ګاډو پټلۍ د مالي لګښتونو د ورکولو لپاره پانګوني کوي.
که څه هم په ظاهره متحده ایالاتو د چین په نوښت د دغه بانک د رامنځته کیدو ملاتړ کړی او دغه بانک یې په نړیوالو معیارونو برابر او د شفافیت د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام بللی خو داسي راپورونه دې چې متحده ایالاتو ډیر زیار وایستل تر څو خپل نژدې اروپایې متحدین په دې قانع کړي چې ددغه بانک غړیتوب یا خو هیڅ وانخلي او یا یې هم معطل کړي.
تحلیل کونکې په دې باور دې چې متحده ایالات ویره لري چې ددغه ګام په اخیستو سره به چین د نړیوال اقتصاد راتلونکې رهبري خپله کړي. له دوهم نړیوال جنګ وروسته امریکا په نړیوال اقتصاد کې مخکښ رول لري او د پیسو نړیوال صندوق یا (IMF) او نړیوال بانک یا World Bank نړیوال اقتصاد د70 کلونو لپاره رهبري کړل.
د چین رسمي خبري اژانس ژینوا Xinhua خبر ورکړی چې امریکا د چین ددغه نوښت څخه په ویره کې دی او ډیر متاثره او بي حوصلي ښکاري نو ځکه خو یې تر اوسه خپل پوره ملاتړ نه ده څرګند کړی. او هغه د “انګور تروه دې ځکه یې زه نه خورم” مثال یې ورکړی.
چینایې چارواکې هم ډیره په هوښیارۍ او ډیپلوماتیک ډول سره عکسلعمل ښيې. د چین د مالیې وزیر “لو جیوي” په واضح ډول وویل چې د چین په نوښت دغه بانک AIIB هیڅکله له IMF او World Bank سره د رقابت په موخه نه دی جوړ شوي. د IMF بانک رهبري چارواکو هم د چین له دغه نوښت څخه ملاتړ کړی. د IMF د مالي مرستو ډایرکټري میرمن “کریسټین لاګارډ” وویل چې د چین په نوښت د AIIB بانک د دوئ له بانک څخه ځکه توپیر لري چې IMF بانک بنسټیزي پراختیایې او ساختماني پروژو په برخه کې پانګونه نه کوي نو ځکه هم دا دواړه بانکونه په رقابت کې نه دې.
د مرکزي اسیا لپاره ددغه بانک ګټه:
دا خبر کیدای شي د امریکا لپاره په زړه پوري نه وې خو قزاکستان، تاجکستان، ازبکستان وار له مخه علاقه ښودلې چې دوئ د AIIB بانک سره یو ځای کیږي او غړیتوب یې اخلي. ددغه بانک هدف داده چې په جنوبي او منځنۍ اسیا کې د مخ پر وده هیوادونو لپاره د پرمختللو او بډایه هیوادونو لکه چین، سینګاپور او ځیني اروپایې هیوادونو د پانګو او مالي منابعو د همغږي کولو او مصرفولو لپاره یو منظم چینل رامنځته شي.
د ځینو منابعو د معلوماتو له مخي تر 2020 میلادي کاله پوري د اسیایې هیوادونو د بنسټیزي پروژو او پرمختګونو لپاره تر 80 تریلیونه ډالرو ته ضرورت ده او AIIB شاید ددغو پیسود یوي برخي په ورکولو کې رول ولري.
چین او روسیه که څه هم مهم ستراتیژیک ملګري دې خو د مرکزي اسیا په هیوادونو کې طبیعي منابعو ته د لاسرسي لپاره یو له بل سره ټینګ رقابت هم لري. تر اوسه معلومه نه ده چې د روسیې غړیتوب به څومره تاثیر ولري خو روسیه داسي فکر کوي چې د دغه بانک د یوي غړي په توګه به په اینده کې د تصمیم نیونکو هیوادونو یوه غړی شي.