لیـــــــــــکنه : عبـــــــــدالــــــقاهر هوشـــــمنــــــد
ژبــــــــاړه : هدیــــــــــــــــه فـــــــــــــاروق
هغه څه چې زمونږ په ژوند کې ضرورې او اړین دي باید پري عمل وکړو ترڅو د ژوند په ټولو چارو کې بریالي اوسو چې ځنې بیلګې یې عبارت له :
غوږ نیول: د مقابل لوري خبرو ته باید غوږ ونیسو ترڅو له هغه څخه اغیزمن شو او له خبرو څخه یې ګټه لاس ته راوړو.
فکر کول: انسانان باید په ټولو مواردو کې، په ځانګړي توګه هغه لاری چاري د دوی دنیوي اخروي ښیګڼيې په کې نغښتي دی فکر وکړي تر څو چې وکولای شي په ټولنه او کورنۍ کې یو مطرح شخصیت اوسئ.
خبري کول: په کورنۍ او ټولنه کې باید د خبرو کول طریقه زده کړو، انسان باید لیکل ، لوست، ښه پوهول، ښه او سم درک کول نورو ته زده کړی، تر څو نور هم د ده په شان اغیزمن شي.
د پوښتنې کولو وړتیا: انسان باید د پوښتنې کولو ځانګړي جرئت ولري او په دي پوه شي چې څه وخت پوښتنه وکړي.
د اړیکو برقرارول: ټولنیز انسان هغه څوک کیدای شی چې د خلکو په منځ کې خپلی اړیکې وساتي تر څو وکولای شې یو ټولینز او اجتماعی شخصیت اوسي.
پریکړه نیونه: هغه خلک چې د ښه شخصیت لرونکې وي، باید په ژوند کې تصمیم نیوکې اوسئ چې د پریکړې لومړې شرط زمونږ د ژوند بریا ده.
ګاونډیتوب: نباید چې د ګاونډېیو پر وړاندي بی پروا اوسو کله چې د ستونزو سره لاس او ګریوان وي باید د هغوي سره خواخوږې او مرسته وکړو.
انتفاد منوونکي: بریالي انسانان تل انتفاد منووکې اشخاص دي، د نورو افکار او نظریات منئ .
د اولاد روزنه: هغه څوک چې د ښه ژوند غوښتونکې دي باید چې نیک صالحه اولاد وروزي ترڅو راتلونکې، ټولنه او کورنۍ له هغه څخه متضرره نه شی.
ودېدنه: نیک خلک هغه کسان دي چې په ژوند کې ښه ملګرې (میرمن) وټاکې ترڅو یو روښان راتلونکي ولري او له هغې څخه نیک او صالح اولاد ټولنې ته وړاندی کړي.
کورنۍ مدیرت: هغه کسان چې په خپله کورنۍ کې عاقلانه او په ښه توګه مدیریت نه لري، نو دغه ډول خلک په هیڅ وجه له خپل اولادونو څخه ښه و الی نه شی لیدلای،دوي تل رنځ وړی نو پر همدی اساس نباید خپلو اولادونو ته له حده زیات صلاحیت ورکړئ.
د خپلې میرمن سره په هغه ډول سلوک او رفتار وکړئ کوم چې اسلامې شریعت حکم کړی دي.
قانون پالنه: مونږ باید پر دی پوه شوچې په هره ټولنه کې قانون پالنه شتون لری، چې مونږ باید د نوموړي قانون پیرو اوسو، په هغه ټولنه کې چې قانون شتون ونه لري دا ډول ټولنه بی معنی او بی بنیاده ده، قانون دی چې په وسیله یې انسان کولای شی خپل ژوند عیار کړي، په هیڅ وجه څوک د چا په حقوقو تیري او تجاوز نه شی کولای.
د ښاري او ښار اوسیدونکو حقوق: کله چې مونږ ځان ته انسانان خطاب کوو، نو باید په دي پوه شو چې د ښار اوسیدونکې څوک دي؟ څه حق او حقوق لري؟ نباید پر حقوقو یې تیري او تجاوز وشې نو په همدي اساس د ژوند په ټولو اړخونو کې یوازیني څه چې ډیر مهم او اړین دي، هغه د ښار د اعتباعو د حقوقو مراعاتول دي.
صبر او بردبارۍ: انسان په ژوند کې د بیلا بیلو ستونزو سره مخامخ کیږي نو د ستونزو پرمهال غوره او مهمه لاره دا ده چې په الله (ج) توکل وکړئ د هغه لوی ذات څخه صبر وغواړئ، ځکه الله رب العزت تل له صبر کوونکو سره دي، نو چا چې د نورو په وړاندي صبر اختیار کړو تل به الله تعالی در سره ښیګڼه وکړي ، ته الله رب العزت اشرف المخلوقات پیدا کړي یې، په ټولو مخلوقاتوکې یې تا ته غوروالي او برترې در کړي ده؛ نو کله چې له ستونزو سره مخ شوی پري غلبه وکړه، راوینیسه تر څو چي بریالي شوی نه وی، ګوره چې پام! دي وی چي همت له لاسه ورنه کړی.