ژباړه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ له قضاوت څخه لاس واخله، تر څو آرامتیا تجربه کړې.
۲ ـــ که چا د ټیلیفوني اړیکې تر شاه پرېښودې، ترڅو هغه بلې ټیلیفونې اړیکې ته ځواب ورکړي، نو ټیلیفوني اړیکه مه پرې کوه .
۳ ـــ هېڅ وخت هغه چا ته، چې دروند غم لري، داسې مه وایه، پوهېږم چې څه حال لرې .
۴ ـــ په یاد دې وي، هغه څه چې غواړې تر لاسه یې کړې، خو په تر لاسه کولو کې یې پاتې راځې، نو مه خپه کېږه، په دې کې به دې خیر وي، انسان په خپل خیر او شر نه پوهېږي .
۵ ـــ هېڅ وخت یو کس ته مه وایه، چې وېښتان دې تویېږي، هغه خپله پوهېږي .
۶ ـــ د زړه له کومې مینه وکړه، کېدای شي په دې لاره کې لږ زیان ووینې، خو له ژوند څخه د ګټې اخیستنې تر ټولو غوره او اغېزمنه لار همدا ده .
۷ ـــ که له تا څخه د یوې موضوع په اړه پوښتنه وشي او نه غواړې، چې ځواب یې ورکړې، نو مسکا وکړه او ووایه : د څه له پاره غواړې، چې پوه شې ؟
۸ ـــ هېڅکله چاته د فلمونو او ښو کتابونو د پای کیسه مه کوه .
۹ ـــ کله چې د ستړیا احساس کوې او لا چاره یې، چې خپل کار ته دوام ورکړې، خپل مخ و لاس ووینځه، یوه جوړه جرابې او یوه جوړه پاکې جامې واغونده، هغه وخت به وګورې، چې د خپل بدن ځواک دې بېرته تر لاسه کړی دی .
۱۰ ـــ هېڅکله یوې غونډې ته له خبرو کولو مخکې درانده خواړه مه خوره .
۱۱ ـــ د هوساینې او نېکمرغۍ ترمنځ توپیر وکړه، یانې دا چې ځینې خلک هوساینې ته نېکمرغي او نېکمرغي ته هوساینه وایي.
۱۲ ـــ داسې دنده وټاکه، چې روح دې د بانکي حساب په کچه شتمن کړي .
۱۳ ـــ هرکله دې چې وخت پیدا کاوه، نو د زامنو لاسونه دې ونیسه، ډېر ژر به هغه وخت را ورسېږي، چې هغوی به تاته د دې کار اجازه در نه کړي .
۱۴ ـــ هېڅکله په کار ځای کې د خپلو کورنیو ستونزو په اړه خبرې مه کوه .
۱۵ ـــ داسې ژوند وکړه، چې کله زامن دې نېکي، خوا خوږي او مهرباني وویني، نو ته ور په یاد شې .
۱۶ ـــ یوازې هغه کتابونه د امانت په ډول ورکړه، چې په نه لرلو یې نه خواشینی کېږې .
۱۷ ـــ ګړۍ ( ساعت ) پنځه دقیقې مخکې تنظیم کړه .
۱۸ ـــ له هلکانو سره د لوبو پرمهال، پرېږده چې هغوی بریالي شي .
۱۹ ـــ کم غوړه شیدې وڅکه .
۲۰ ـــ هېڅکله د لوږې پرمهال خوړنیز توکي مه اخله، ځکه چې له اړتیا څخه ډېر به واخلې.
۲۱ ـــ کمینه اوسه، مخکې تر دې، چې ته دې نړۍ ته راشې، ډېر کارونه ترسره شوي دي .
۲۲ ـــ له هغه چا څخه ډېر ووېرېږه، چې د له لاسه ورکولو له پاره څه نه لري .
۲۳ ـــ مه هېروه، نېکمرغي او سوکالي هغه چاته غېږ ورکوي، چې د تر لاسه کولو له پاره یې ډېرې هڅې او کوښښونه کوي .
۲۴ ـــ کله چې یو څه تر لاسه کوې، نو په دې اړه هم فکر وکړه، چې په دې لړ کې دې څه له لاسه ورکړي دي .
۲۵ ـــ ستر او پیاوړي خلک شرایط زېږوي، خو واړه او کمزوري خلک له هغو څخه متابعت کوي .
۲۶ ـــ بریالي خلک په خپلو فکرونو عمل کوي، مګر نور یې د ترسره کېدو په ستونزو باندې فکر کوي .
۲۷ ـــ له هر چا سره د هغه په څېر چلند کوه، تر څو د کړنو او غبرګونونو پایله یې د زړه له تله احساس کړې .
۲۸ ـــ ځان ښه په دې پوه کړه، چې هرڅوک د دې وړتیا نه لري، چې ستا په زړه کې پاتې شي .
۲۹ ـــ دومره هم تړلو دروازو ته مه ګوره، تر څو هغه دروازې ونه شې لیدلای، کومې چې پرانیستل کېږي .
۳۰ ـــ په ځان کې د نورو د مینې او زړه خوږي وړتیا پیدا کړه .
You also might be interested in
لیکنه: هدیه فاروق د ژوند مهارتونه د سلوکوغښتلتیا(خوش طبعي)، د[...]
لیکنه: نذیراحمد محمدی ځوانی د هر چا په ژوند کې[...]
ژباړه او زیاتونه: مصطفی نور خپلې شاوخوا ته نظر وکړئ،[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی