ژباړه: حمیدالله حمیدي
یو کس غواړي خپله دنده پرېږدي او بل ځای په نوې دنده پسې وګرځي، خو ملګري یې ورته وايي تر څو دې چې بله دنده نه ده پیدا کړې دا مه پرېږده.
د دندې د پرېښودو پر ځای یو څو ورځې رخصتي واخله او په دنده پسې ورګرځه، هسې نه، چې «هم د لوړې له خیراته ووځې او هم د شش ګاو له تویه.» کېدای شي، نوې دنده دې خوښه نه شي دا خو به دې له لاسه نه وي ورکړې، شاته پلونه باید ونه نړوې!
دا ښه خبره ده او متل هم پر ځای دی، خو نه په ټولو مسائلو کې، ډېر کله باید د دې لپار، چې ته یو مسیر طی کړې شاته پاتې پلونه باید ونړوې، تر څو د شاته راتلو لپاره او یا هم هغه ژوند ته بېرته را ونه ګرځې!
خو یوه خبره مو باید په یاد وي، چې د دې ټولو پرېکړو لپاره باید دقیق فکر وکړئ او په پوره احتیاط سره قدم واخلئ
که مو د ژوند په اړه په پوره دقت سره فکر کړی وي، که کلک هوډ او ځانګړې موخې لرئ، نو بیا د دې لپاره هېڅ دلیل هم نه پاتې کېږي، چې ستاسو ژوند په شا روان وي تاسو باید پرمختګ وکړئ.
په ډېرو شیانو فکر کول او په یوه وخت د زیاتو موخو ټاکل تاسو له اصلي هدفه منحرف کوي او لاره درباندې ورکوي.
هېڅکله هم مه وایي« له خبریالۍ سره مینه لرم، خو که خبریال نه شوم معلمي خو کولای شم»
نه، دا خبره سمه نه ده، که په زړه کې له خبریالۍ سره مینه لرئ بیا نو په ټول قوت سره هماغه مسیر تعقیب کړئ له مخې مو هر ډول خنډ لرې کړئ او مخ ته ولاړ شئ. هېڅ کله هم په یوه تصمیم کې دوه زړي کېږئ مه.
دومره خپلې موخې ته د رسېدولپاره هڅه وکړئ او له ستونزو سره مقابله وکړئ، چې بلاخره درته یوه دروازه خلاصه شي او د هیلو لمر مو ژوند ته رڼا در وبښي.
که مو په مالي برخه کې د پانګونې په اړه پرېکړه کړې وي او فکر کوې، چې اتیا سلنه ګټوونکي یئ، یوه ثانیه هم ځنډ مه کوئ.
کېدای شي په نړۍ کې په سلګونه داسې برخې وي، چې تاسو په کې پانګونه وکړئ، خو تاسې یې د یوې په اړه پرېکړه وکړئ او په هماغه برخه کې پانګونه وکړئ.
که تاسو د یوه مناسب شي پر ځای په لسو نورو فکر وکړئ، کېدای شي یوازې خپل وخت مو ضایع کړی وي.
کېدای شي دلته ځینې کسان وي، چې تاسو له یو ډول ستونزو سره مخ کړي او یا مو هم د کار په مخ کې خنډ وګرځي، هڅه وکړئ له دې ډول کسانو ځان لرې وساتئ.
ته باید پوه شې ، چې دغه لویې حوصلي او اوږد صبر ته اړتیا لري، چې ته باید له دې دواړو برخمن وې.
سمه ده، چې د بریا سړک له خطرونو ډک دی، خو ته باید په هغه باندې پټې سترګې ولاړ نه شې.
که فکر کوې، چې اوسنۍ دنده دې په زړه پورې ده، ښه معاش لرې او غواړې په بله دنده پسې ورګرځې، ته باید دغه دنده تر هغه وخته له لاسه ور نه کړې، چې په نوې هغې کې دې ځان کلک کړی نه وي.
که غواړې په یوه معتبره تحصلي څانګه کې زده کړې وکړې او یا هم ورته بریالی شوی وې، لومړی له داسې کسانو و پوښته، چې له دې رشتې فارغ شوي وي، هسې نه چې څلور یا پنځه کاله دې په داسې شي ضایع کړې، چې کومه خاصه ګټه ترې وا نه خلې.
که نه هسې به دې خپله انرژي له لاسه ورکړې وي.
د ژوند په ټولو برخو کې باید دغه ډول فکر وکړه، د بري له پلونو تېر شه، هغه پلونه، چې بیا پرې را ګرځېدل ستا لپاره ګټه نه کوي یوازې له خپلې موخې دې زړه توری کوي او په اندېښنه کې دې اچوي نو ړنګ یې کړه.
د تل لپاره پرې بیا را ګرځېدل هېر کړه، تر څو وکولای شې خپل مسیر تعقیب کړې او موخې ته دې ورسېږې.