ژباړن: محب الرحمن محب
۴- په ښودنه کې له مبالغې او بيا ښودنې سره د هنر تعريف:
د زړې معرفت پېژندنې په دود کې ښکارندې د ډلبندۍ له اړخه يا د يوې عيني او بېروني چارې تر عنوان لاندې پېژندل کېدې او يا هم د ذهني او دروني چارې په توګه. خو د هنر او د هغه د ډولونو په برخه کې دا ډول شفاف ليدنه له امکانه لرې ده او په اسانۍ يې ترمنځ حد و سرحد نشو ټاکلی. د هنري اثارو په وجود پېژندنه کې کولای شو يو ښکاره تعريف وړاندې کړو او داسې، چې کله يوه نقاشي د کاغذ پر مخ ترسيمېږي، يا يوه ټوټه موسيقي غږول کېږي يا يې نوټونه ليکل کېږي او يا هم غزل پنځول کېږي، د دې اثارو په ظهور او بېروني عينيت موندلو سره د هنري اثر په نوم پېژندل کېږي.
خو د عکاسۍ په څېر په يوه ډله عيني هنري جوړښتونو او د موسيقۍ په څېر په ذهني هنرونو کې موږ تل په ښودنه کې له مبالغې او بياښودنې سره مخ شوي يو او له دې اړخه د هېڅ يوه هنر پېژندنه له دې دوو عناصرو خالي نه ده او هر هنر له دې دوو عناصرو نه يوه اندازه په خپل جوړښت کې لري. يعنې کولای شو په يوه هنر کې د دې زيات ښودنې او بياښودنې اندازې ته اشاره وکړو؛ خو د هنر په هېڅ يوه ډول کې له دې دوو عناصرو ګټه اخيستنه د صفر نقطې ته نه رسېږي، ځکه په ترټولو عيني هنرونو کې هم کولای شو په ښودنه کې د مبالغې، يعنې علايقو، سليقو، ارمانونو، مفکورو او په يوه بله معنا د هنرمند د يوه ځانګړي انتخاب پلونه وموندلای شو. د بېلګې په توګه ممکن عکاسي تر ټولو عيني او بيا ښودونکی هنر وي، ځکه بېرونی عالم تصويروي او په هغو کې هم هنرمند بيا په يوه ډول انتخاب او ټاکنه لاس پورې کوي. مثلاً په لسګونو تصويرونو کې يوه داسې نظاره ټاکي، چې د هغه له فکر، ليد او سليقې سره سر ولګوي.
نو هنرمند يوازې د واقعيت د بيانولو دنده نه لري، بلکې د واقعيت يوه برخه له خپل اصلي ځای ځايګي را پاڅوي او تصويروي يې. نو څنګه چې موږ په اکسپرسيونيستي نقاشۍ کې له زيات ښودنې سره مخ يو او د انځورګر فکر و ليد پکې اغېز ښندونکی دی، په عکاسۍ کې هم له يو ډول کمې زيات ښودنې سره مخ يو.
د هنر او فلسفې پېژندنې ورهاخوا د تجربي علومو په څېر په تر ټولو عيني علومو کې هم د عين او ذهن ترمنځ د توپير د نه مشخصېدا پلويان شته. نن ورځ حتی د فلسفې د علم فيلسوفان په دې اند دي، وايي د فېزيک پوه لخوا د بېروني عالم د پېژندلو د لومړۍ طرحې علمي تيوري ګانې د انکشاف له مخې نه ترلاسه کېږي او داسې نه ده، چې د بېروني عالم علمي تيورۍ دې خپل ځان وښايي او د پوهانو ذهن ته دې ورننوځي، بلکې فېزيک پوه له دې حس کړيو تيوريو نه هغه يوه ټاکي او له تمرکز وروسته ورباندې نړۍ تفسيروي، چې فکر کوي د بيانولو له لوړ قابليته برخمنه ده.
همدا ده چې نن ورځ هغه سيستم او تيورۍ د منلو وړ دي، چې د طبيعت د ښودلو او بيانولو ښه وړتيا ولري او د هستۍ تر ټولو ښه علمي توجېه وړاندې کړي. په واقعيت کې حتی په فېزيک کې هم فردي انتخاب او ټاکنه اغېز ښندي او ځان ښکاروي.