سلامونه او ښه راغلاست!
په دې درس کې به تاسې د ښوونځي او زده کړې اړوند جملې او اصطلاحات زده کړئ. دا جملې به د ورځني ژوند لپاره ګټورې وي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې تاسې د زده کړو په چاپېریال کې یاست.
لغتونه او جملې:
| Nederlands | پښتو |
|---|
| Waar zijn we? | موږ چیرته یو؟ |
| We zijn op school. | موږ په ښوونځي کې یو. |
| We hebben les. | موږ درس لرو. |
ښوونځی او ټولګی:
| Nederlands | پښتو |
|---|
| Dat zijn de leerlingen. | دا زده کوونکي دي. |
| Dat is de lerares. | دا ښوونکې ده. |
| Dat is de klas. | دا ټولګی یا صنف دی. |
د زده کړې فعالیتونه:
| Nederlands | پښتو |
|---|
| Wat doen we? | موږ څه کوو؟ |
| We leren. | موږ زده کړه کوو. |
| Wij leren een taal. | موږ ژبه زده کوو. |
ژبې زده کول:
| Nederlands | پښتو |
|---|
| Ik leer Engels. | زه انګلیسي زده کوم. |
| Jij leert Spaans. | تاسو هسپانوي زده کوئ. |
| Hij leert Duits. | هغه جرمني زده کوي. |
| Nederlands | پښتو |
|---|
| Wij leren Frans. | موږ فرانسوي زده کوو. |
| Jullie leren Italiaans. | تاسو ټول ایټالوي زده کوئ. |
| Zij leren Russisch. | دوی روسي زده کوي. |
د ژبې زده کړې اهمیت:
| Nederlands | پښتو |
|---|
| Talen leren is interessant. | د ژبې زده کړه په زړه پورې ده. |
| We willen mensen begrijpen. | موږ غواړو په خلکو پوه شو. مطلب موږ غواړو د خلکو په خبرو پوه شو. |
| We willen met mensen spreken. | موږ غواړو له خلکو سره خبرې وکړو. |
ګرامري ټکي:
- د “We hebben les.” جملې جوړښت:
- “We” یعنې موږ، “hebben” فعل دی چې د لرلو مانا ورکوي، او “les” یعنې درس.
- د فعلونو بدلېدل:
- Ik leer یعنې زه زده کوم.
- Jij leert یعنې تاسو زده کوئ.
- Hij leert یعنې هغه زده کوي.
- د ژبو لپاره عام نومونه:
- Engels = انګلیسي
- Spaans = هسپانوي
- Duits = جرمني
غږونه او تلفظ:
- We hebben les: د “We” غږ نرم دی، او “les” باید روښانه او لنډ ادا شي.
- Talen leren is interessant: د “Talen” توري ta نرم او اوږد ادا کېږي.
د درس پای:
په دې درس کې تاسې زده کړل چې څنګه په ښوونځي کې عامې جملې وکاروئ، د ژبو نومونه په هالنډي ژبه ووایاست او د زده کړې اهمیت څرګند کړئ.
د راتلونکو درسونو لپاره خپلې نیوکې او سپارښتنې راسره شریکې کړئ. مننه!