زه په دې ډير باوري نه یم، چې په ښوونېز ډکر کې د فیسبوک استعمال زیات وجود لري یا نه، لکه چې د فیسبوک اصلي مقصد یعني د انټرنیت له لارې په ټولنیز ډول د وګړو ترمنځ اړیکې دي. په دغه ډول زه فکر کوم د فیسبوک بې کچې پراختیا، لاسرسی او زر یوځای کیدل به تعلیمي ګټې درواغ ثابت کړي.
د پوهنتون د یو استاد په توګه، له یوڅو کلونو وروسته ما تصمیم ونیوه، چې دمحصلانو درخواستونه (ریکوستونه) قبول کړم، چې په حقیقت کې دغه کار د زیانونو په نسبت ډیرې ګټې لري.
لومړی زما اومحصلانو ترمنځ ټولنیزې اړیکې ډیر په سرعت سره پرمخ لاړې. هغوی ماسره ډیر د نږدیوالي احساس وکړ او په ټولګي کې خپل ځان ډیر ارامه احساسوه، د دوی دغه احساس ددې لامل شو،چې زما په مضمون کې هم ډیر دلچسپي وښوده.همدارنګه زیاتره محصلان فیسبوک له لارې دکورنۍ دندوپه ترسره کولوکې له ماڅخه پوښتنې کوي اوخپلې ستونزې دحل په موخه شریکوي.
زه په دې باوري یم، چې زموږ د پوهنتون محصلان او ښوونځي شاګردان فیسبوک ته د اسانه لاسرسي له امله ایمیلونو څخه ډیر لرې پاتې دي او داسې معلومیږی چې فیسبوک ددوی لپاره باوري او اسانه بدیل دی. ما ته به ډیرو کمو محصلانود کورنیو دندو په هکله ایمیلونه کول، مګرله هغه وخته چې فیسبوک کې راسره ملګري شوي هر وخت او ډیرځل پوښتنې او خپلې ستونزې شریکوي.
همدارنګه زیاتره محصلان چې فارغ شوي دي، او له ماسره په فیسبوک کې ملګري دي، هغوی زما سره په اړیکه کې دي او زما څخه د سکالرشیپونو په اړه معلومات غواړي، په لیکنو کې مرسته غواړي او ځینې وخت د سپارښت لیک (Recommendation Letter) غوښتنې هم کوي او زه ورته په ورین تندي دغه کارکوم او خوشالیږم.
زه فکر کوم زما په نسبت محصلان د فیسبوک څخه ډیره ګټه اخیستې ده، ځکه فیسبوک داسې یو شی دی، چې هغوی په استعمال کې ویره نه حس کوي. زه هغه ویره اوس هم په یاد لرم، چې پوهنتون په دوره کې به مې غوښتل د استاد سره وګورم او خپل مشکل ورسره حل کړم، مګر دغه ډیرستونزمن و او په اسانۍ سره مونشو کولای خپل استاد سره مخامخ خپله ستونزه شریکه کړو. زه فکر کوم چې فیسبوک دغه ستونزې حل کړي او محصلان هر وخت کولی شي، د خپلو استادانو سره په اړیکه کې اوسي، زما لپاره دغه یوه لویه تعلیمي ګټه ده.
دغه ګټو ته په کتو ما وغوښتل محصلان د یو ګروپ په شکل کار وکړم او همدا لامل شو، چې ما په فیسبوک کې د محصلانو سره ګروپي کار پیل کړ.
لومړی زما لپاره دا ډیره ستونزمنه وه چې محصلان خپل ګروپ ته دعوت کړم او ترې وغواړم چې په علمي ډکر کې استعمال کړي، خو زه د ځینو بهرنیو استادانو لخواچې ما ورسره په امریکا کې درس لوستی و، متاثره شوی وم، ما نه غوښتل چې محصلانو سره یوځای ملګری اوسم، بلکې دا مې هم غوښتل چې څنګه وکولای شم، چې هغوی ته لا د زده کړې زمینه برابره کړم. په دی اساس ما دوه لاسته راوړنې درلودې، اول دا چې ما محصلانو ته دا وښوده چې څنګه کولای شي چې فیسبوک په علمي ډګر کې استعمال کړي، البته د خپل ځان د فایدې لپاره، دویم داچې ما هغوی لپاره د یو ازاد بحث زمینه برابره کړه، چې څنګه کولای شي د یوبل څخه زده کړه وکړي او دیوبل نظر واوري.
د ګروپ په جوړولو کې زه مشوش وم، خو کله چې مې دغه نظریه د محصلانو سره شریکه کړه، ټولو محصلانو پکې دلچسپي وښوده او خوشحاله شول، چې زما دغه ګروپ سره یوځای شي. له نیکمرغه ډیرو محصلانو زده کړل چې څنګه کولای شي، چې خپل شخصي معلومات محفوظ کړي. محصلانو ددې احساس پیدا کړ، چې خپل پوستونه (لیکنې او عکسونه) په اپلودکې فکر وکړي او وروسته دا یې دا وعده وکړه ،چې موږ به فیسبوک په علمي ډګر کې استعمالوو. د هغوی د وعدې له وخته زه ډير خوشحاله یم، چې نتیجه یې ګورم او زه هغوی سره په فیسبوک کې اړیکې لرم. ددې ښکلا په دې کې ده، ددې په عوض چې هغه کورنۍ دندې وګورم چې ټول سره یوشان دي، زه داسې محصلان وینم، چې د یو بل څخه پکې پوښتنې کوي، ځوابونه ترلاسه کوي. نه یواځې دا چې دغه بحث محصلان د ازموینې لپاره چمتو کوي، بلکې محصلانو ته زمینه برابروي، چې د ټولګي څخه بهر هم په علمي بحثونو ځان مصروف وساتي.
ما دا زده کړل چې ځینی شاکردان په بحث کې دير ذهین او لایقه دي، کله چې بحث د کمپیوټر تر شا وي، ځکه چې ډیر وخت لري او ډير دقت سره خپل نظر دلیکلو په شکل اظهاروي.
تدریس سره له مرستې علاوه، ګروپي بحث محصلان مجبوروي چې یو بل و ارزوي او تاریخي معلومات هم ترلاسه کړي. مګر د فیسبوک د سیستم له مخی لږ فشار هم وجود لري، چې څنګه کولای شي، اول کس اوسي چې پوښتنه په سمه توګه ځواب کړي او یا دیو بل ملګري ګرامري یا تاریخي اشتباه په ګوته کړي.
زما په ګروپ برعلاوه ددې چې محصلانوڅخه غواړم ټولو پوښتنو ته د ورکړل شوي کتاب مطابق ځواب ورکړي، بلکې ترې مې غوښتې چې خپل مسلک او تاریخ په اړه معلومات پیدا او خپلو ملګروسره یې شریک کړي. ددي لپاره ، زه داسې موضوعات پوست کوم او شاکردانو څخه غواړم چې هغې په اړه معلومات ترلاسه کړي. اوبیا دیو تن څخه غواړم چې همدغه موضوع په ټولګي کې تشریح کړي. همدارنګه زه داسې لینکونه، ویدیو ګانې او مقالې پوست کوم، کوم چې زما د مضمون په اړه وي. دغه کار د محصلانو سره مرسته کوي، ترڅو د اړونده مضمون په هلکه ډیر معلومات ترلاسه کړي. دغه لینکونوسره محصلان د نورو هیوادونو وګړو سره هم په تماس کی شوي دي او د محصلانو ذهنونه د فیسبوک په استعمال کاملا تغیر کړل. اوس ګورم زیاتره محصلان تعلیمي پاڼې او ګروپونو سره یوځاي شوي دي.
تر ټولو بهترینه ګټه یې داده، چې په محصلانو باندې د خپلو ملګرو ټولنیز اثر غورځولی، هرکله چې یو محصل ښه ځواب ورکوي او یا ډيره ښه پوښته وکړي، نو نور محصلان تشویقیږي ، ترڅو ځان هغه ځای ته ورسوي. ما دا تجربه کړې ده، چې زیاتره محصلان زما د مضمون کورنۍ دنده اول ترسره کوي، ترڅو وکولای شي په ټولګي کې ځان اول وښایي. دا مې هم تجربه کړې ده، چې محصلان د یو بل غلطي په نښه کوي او ویبپاڼې څخه د بل دلیکنو کاپي او پسټ کولو مخه نیسي. او که چیرې کوم محصل خپله کورنۍ دنده نه وي کړي، نو ټول محصلان به ورڅخه پوښتنه کوي، چې څنګه په فیسبوک انلاین وي او کورنۍ دنده دې نه ده کړې.
په ټوله کې دغه ټولنیز ګروپ محصلانو سره په لوستلو او لیکلو مهارتونه، څیړنه او تکنالوژی ته په لاسرسي کې ډيره ګټه رسولې ده. او دوی یوځای سره د پرمختګ په حال کې دي او بې له شکه چې د سمستر په ختمیدلوسره به ګټه وګوري.
سره له دې چې زیاتره استادانو ته زما فسسبوکي ملګرتیا د محصلانو سره ښه نه ښکاريده، او په دې وجه زما څخه خوابدي هم و چې محصلانو ته مې د فیسبوک د استعمال اجازه ورکړې. زه امید لرم، چې ځینی استادان محصلانو ته دا ډول زمینه برابره کړي او ګټه یې وګوري.
زه داسی حالت څخه ډیر لذت وړم چې محصلان خپل نظریات د فیسبوک پرپاڼه خپاره کړي، کوم چې ډیر ټولنیز اړخ لري نسبت هغه ځای ته چې هلته تدریس او زده کړې ماحول دی. زه فکر کوم چې ترټولو څخه زه ترې ډیره ګټه اخلم، ځکه چې زه احساس کوم چې کولای شم ډير په دوستانه ماحول تدریس وکړم او د محصلانو ذهنونه د تکنالوژۍ مهارت سره ډير په چټکۍ پرمختګ کوي.
زه تدریس کوم، زه لارښونه کوم، زه نصحت کوم، زه د تکنالوژی، سیاست، سپورت څخه خوند اخلم، او ترټولو زیات بیا د زده کړی څخه خوند اخلم.