• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په کاروبار کې د عاید زیاتېدا ځواکمنې لارې

Home اقتصادپه کاروبار کې د عاید زیاتېدا ځواکمنې لارې

په کاروبار کې د عاید زیاتېدا ځواکمنې لارې

ژباړه: ګلاب بهار

دا څرګنده او ښکاره خبره ده چې ټول کاروبارونه په لومړیو کې په ډېره کوچنۍ او وړه کچه پيل کېږي او د وخت په تېرېدو سره پراختیا ورکول کېږي. هر کاروبار چې پر یوه لوی کاروبار بدل شوی، له ځينو مرحلو تېر شوی دی.

دا چاره د ژونديو موجوداتو له ودې سره تشبيه کېږي. که وګورو هېڅوک هم ستر او لوی نه پيداکېږي، بلکې په لومړیو کې یو کوچنی ماشوم وي، تنکی ځوان شي، لوی شي او ستر شخصيت ترې جوړ شي. کاروبار هم همداسې په تدريج سره وده کوي.

لاندې ټکي درسره د کوچني کاروبار په پراخولو کې مرسته کولی شي:

لومړی- مارکېټ وپېژنئ

د کوچنيو کاروبارونو د پراخولو لپاره باید په لومړي قدم کې مارکېټ وپېژنو. یعنې د خپلو توکو او خدماتو لپاره د مشتریانو اړتیاوې، عادتونه او د هغوی د خرید د قوې په اړه له بېلابېلو سرچينو معلومات ترلاسه کړو او د خپلو توکو او خدماتو د بیو په اړه د هغوی نظریات وپوښتو.

دويم- خپل سوداګریز رقیبان مشخص کړئ

د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا لپاره باید خپل کاروباري رقیبان، د دوی د اجناسو او خدماتو اندازه او د هغو کمیت او کیفیت وپېژنو. همدارنګه باید د هغوی د مالي قدرت د پیاوړتیا او کمزورۍ ټکي تشخیص کـړو. په دې ډول به وکولای شو چې له دوی مخکـې شو.

درېيم- د تولید کچه مو لوړه کړئ

کله چې توکي او خدمات په لویه پيمانه تولید شي، نو ښکاره خبره ده چې د ثابتو لګښتونو په ثابت پاتې کېدو سره د في واحد تولید لګښتونه راټيټېږي. له دې طریقې په استفادې سره کولای شو چې د خپلو توکو او خدماتو د خرڅلاو کچه لوړه کړو او له خپلو سیالانو څخه مخکې شو.

څلورم- سوداګریز ارتباطات جوړ کړئ

د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا بله لاره دا ده چې ارتباطات ولرو. یعنې له خپلې کورنۍ، ملګرو او خپلوانو سره خپلې اړیکې پياوړې کړو، هر څومره چې مو ارتباطات ډېرېږي په هماغه اندازه به مو کاروبار مخکې روان وي او له خنډونو څخه به خوندي وی؛ ددې لپاره چې زموږ اړیکې غښتلې او پياوړې شي باید داسې مدیران او کارکوونکي په کار وګومارو چې هغوی پراخې اړيکې ولري.

پنځم- له پوهانو او متخصصينو سره مشوره کوئ

لکه څرنګه چې مو مخکې هم یادونه وکړه، د یو کاروبار د پیلولو لپاره باید له باتجربه کسانو سره سلا مشورې وشي. د کاروبار د پراختیا لپاره هم اړينه ده چې د مخکښو او بریالیو متشبثینو نظریات را ټول شي او په رڼا کې يې د کاروبار د پراختيا پلان جوړ شي.

شپږم- وېبپاڼه جوړه کړئ

دا اړينه نه ده چې موږ باید د وېبپاڼې مسلکي چلوونکي ولرو، خو غوره ده چې يوه داسې وېبپاڼه ولرو چې د خپل کاروبار په اړه پکې خلکو ته معلومات وړاندې کړو. دا د یو کاروبار د پراختیا تر ټولو غوره وسیله ده.

اووم- خپل مشریان خوښ وساتئ

د کوچنیو کاروبارونو د انکشاف او پراختیا لپاره باید خپل مشتریان خوښ او راضي وساتو، چې دا خوښې او رضایت له بېلابېلو لارو، مثلاً د جنس د کیفیت له لارې، د نغدي مکافاتو له لارې او يا د هغوی د ذوق مطابق د توکو او خدماتو د تولید له لارې ترلاسه کولی شو.

د بريالی متشبث ځانګړنې

ډېری خلک غواړي چې دنده ولري او د نورو لپاره د یوې مشخصې اجورې په بدل کې کار وکړي؛ مګر له زرګونو کلونو راهیسې د نړۍ په هر هېواد کې همېشه داسې خلک هم شته چې خپله کاروبار پيلوي او پرمخ يې بيايي.

څه، سړی دې ته هڅوي چې کاروبار ولري؟ په حقیقت کې ډېر کاروباریان له یو بل سره ګډ خواص لري، په داسې حال کې چې هر سړی بې ساري دی، مګر په عموم کې کاروباریان لاندې عمده خواص او ځانګړنې لري:

• باډسپلینه او منظم وي: د ځيرتیا توان لري، د وخت او پلان پابند وي. همدارنګه د بحران په وختونو کې د ارام پاتې کېدو وړتیا لري.

• متحرک او باانرژي وي: خپلو موخو او اهدافو ته د راسېدو لپاره په ډېرې خوښۍ سره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

• عیارېدونکی وي: یعنې له نویو حالاتو سره د تعامل وړتیا لري او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره نوې لارې چارې پيداکولای شي.

• سیالي کوونکی وي: له نور سره سیالي او ځان ازمویلو ته تیار وي.

• سخت سری وي: تل د هدف په فکر کې وي او هغه ته د رسېدو لپاره هره ستونزه مني. له ټولو ستونزو او خنډونو سره سره د موخې پر لور مزل کوي.

• امانتدار وي: تل رښتيا وايي، له خلکو سره په ډېرې امانتدارۍ او پوره اخلاص سره معاملات ترسره کوي.

• باوري او مطمئن وي: رهبري کولای شي او په دې باور وي؛ چې هدف ته رسېدلی شي.

• خطر منونکی وي: له ګواښونو او زيانونو سره د مقابلې وړتيا لري او په ستونزو کې د ګېر کېدو په صورت کې احمقانه پرېکړې نه کوي.

که تاسو دغه ځانګړنې لرئ، نو کاروبار ته بېخي جوړ ياست، همدا نن د يوه غوره کوچني کاروبار د پيلولو لپاره له پوهانو سره مشورې پيل کړئ؛ که کاروباري ياست او دا ځانګړنې نه لری، نو هڅه وکړئ چې پورته ياد عاتونه خپل کړي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د کاروبار ځواک

Jul 13, 2018

ژباړه: ګلاب بهار مختلف افکار او ذهنیتونه دي، چې یو[...]

کـاروبـاري دوران

Jul 18, 2018

لیکنه: ګلاب بهار کاروباري دوران یا Business Cycle چې معمولاً[...]

د کاروبار ډولونه

Jan 31, 2018

ليکنه: ګلاب بهار د کاروبار ډولونه Components of Business د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022