لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
په کار او ژوند کې بری د روغ او خوشاله ژوند یو مهم فکتور دی. خو باید پوه شو چې څه شی مو د برياليتوب پر لور بيايي؟
ددې لیکنې لومړۍ برخه د نړۍ له بریالیو خلکو سره د اووه کاله څېړنې او ۵۰۰ مرکو نتيجه ده چې د Richard St. John په واسطه تر سره شوي او ما د هغې ویډیو پر اساس لیکلې ده چې په لاندې لیکه په انټرنټ کې خپره شوې ده، البته ما پرې ځینې مثالونه او جدولونه ورزیات کړيدي.
البته وروسته پدې برخه کې نور معلومات هم رواړل شوي دي. د ریچارډ جان د څیړنو له مخې د بري لپاره لاندې اته شیان مهم دي:
۱. لېونۍ مينه/ غوښتنه Passion
فریمن ټامس، د موټرو ډیزاینروایي: (زه د خپلې لېونۍ مینې له مخې کارونه پر مخ وړم). که هر څوک خپل کار د ژورې مینې له مخې پر مخ بوزي، په کار کې بریالی کېږي. د مینې له مخې کار کوئ، نه د پیسو او شهرت لپاره، ( که کار د مینې له مخې وشي، پیسې او شهرت به په هر صورت پخپله راشي). کارول کولیټ چې د رادیو پروډیسر و، له خپل کار سره یې دومره مینه وه چې ویل به یې: (زه به یو چا ته پیسې هم ورکړم، خو که هغه کار وکړي چې زه یې کوم ).
۲. کار Work
د نړۍ او په ځانګړي ډول غربي رسنیو پاچا روپرت مردوک وایي چې (ټول بریالیتوبونه د سخت کار په نتیجه کې لاس ته راځي، هیڅ شی اسان ندی، خو ما تل ښه تفریح هم لرلې ده). کار او تفریح دواړه ضرور دي، څوک چې یې منځ کې توازن ساتي پر بریالیتوب سربېره روغتیا هم لاس ته راوړي.
۳. ښه والی/ مهارت Good
د ګیمونو جوړونکی الیکس ګارډن ویلي و چې (که غواړې بریالی شې په اړونده کار کې ښه ننوزه او ځان پکې تکړه کړه). تکړه کېدل کوم جادو نلري، یوازې یو شی غواړي:
تمرین، تمرین او بیا هم تمرین. که پخپل کار کې تکړه یاست، بری مو اسان دی.
۴. تمرکز Focus
که یو کار په ښه ډول کول غواړئ، یوازې په یوه وخت کې پر یو کار یا یو شي تمرکز وکړئ. وایي چې د هر شي شوقي د هیڅ شي کارپوه نه وي. باید په یو کار تمرکز وکړو، تر څو یې ښه وکړو او پکې تکړه هم شو.
د تمرکز او انرژۍ ماډل چې ما په یو روزنیز ورکشاپ کې زده کړی و، دلته یې راوړل مناسب ښکاري. لدې څخه معلومېږي چې ۲۰٪ خلک له خپل کار سره بې ارتباطه دي، ۳۰٪ کارونه له نن څخه سبا ته ځنډوي، ۴۰٪ تخریب کوي او یوازې ۱۰٪ په پوره تمرکز په بامقصده ډول کارونه پر مخ وړي. او ځکه په ټولنه کې د بریالیو خلکو شمیر کم دی. که تاسو پخپل کار تمرکز وکړئ، د دغو لس فیصدو په ډله کې راځئ. که نور هم ستاسو په شان شي، بیا ستاسو ډله پیاوړې کېږي او د لټانو، بې تفاوتانو او تخریبکارو ټولی کمزوری کېږي. که لس فیصده متمرکز کسان امریکا جوړولی شي، نو پنځه فیصده افغانان افغانستان په اسانۍ جوړولی شي.
۵.تنبيه او دوامداره هڅونه Push
ډاوید ګالوس، د اوبتلونو ساینسپوه په دغه سروې کې ویلې وو: (ځان په فزیکي او رواني ډول تنبیه کړه، تنبیه، تنبیه، تنبیه). تنبیه هم بري ته ضرور ده.
له ځانه ځاني شکاکیت او شرمندګري لیرې کړه، باجرأته اوسه. ځان تنبیه کول هر وخت اسان نه وي، ځکه ددې لپاره الله تعالی مور پیدا کړې ده چې موږ تنبیه او کار ته مو مجبور کړي. دا مهمه ده چې د ځان او خپلو ماشومانو د ښو سلوکونو له دوام څخه غافل نه شو، ځکه انسان هېرونکی او ارام خوښونکی طبیعت لري. یو بل سره باید داسې تړون وکړو چې یو د بل د ښو او روغو لارو دوام تعقیب کړو او یو بل ته لازمه لارښوونه وکړي.
۶. خدمت/ مرسته Serve
د جراحي پوهاند شروین نورالډ ډېره انساني خبره کړې ده: (د یو ډاکتر په توګه خدمت هر کله ماته یو امتیاز ښکاره شوی دی). که دا احساس عام شي چې انسان ته خدمت امتیاز وګڼل شي، نه قدرت او پيسې، نو د بریالیو خلکو ډله به ډېره پیاوړې شي. انسانیت به هم پر مخ لاړ شي، ځکه خدمت به افتخار وي.
د میلیونرکېدو تر ټولو ښه لار داده چې: نورو ته یو داسې کار وکړئ چې دوی ته ارزښتمن وي. هغه کار چې تاته ارزښت لري، ممکن نورو ته ډېر مهم نه وي. د دې تشخیص مهم دی چې د ټولو یا اکثریت د ګټې کار کوم دی؟ که دغه تشخیص وکړئ او بیا همدغه کار کولو ته لاس رابډ وهئ، نو خیر مو هم رسېږي او بری مو هم په برخه کېږي.
۷. مفکوره Idea
د مایکروسافت مشر او د نړۍ تر ټولو شتمن شخص بیل ګیټ، د سافټ ویر کارکوونکی و، خپلو ملګرو ته یې وویل: (زه یوه مفکوره لرم چې د مایکرو سافټ لومړنۍ کمپنۍ جوړه کړم). له همدغې مفکورې یې پیل کړه د نړۍ تر ټولو ستر بیلیونر شو.
مفکوره پیدا کول ساده کار دی: اورېدل، څارل/ کتل، ځیرېدل، پوښتل، ستونزې حلول، اړیکې ټینګول او تفکر مو په ذهن کې نوې او نوښتیزې مفکورې پیدا کوي.
۸. ټينګار/ تداوم Persist
په خپل کار ټینګار د بري بل تر ټولو ستر دلیل دی. د امیر تیمور د ناکامۍ په وړاندې ټینګارټولو ته معلوم دی. هغه دغه مقاومت له یو میږي زده کړی و، چې ۷۱ ځلې د یوې دانې په پورته خیژولو کې ناکام شوی، خو په ۷۲ یم ځل بریالی شوی و.
د انتقاد، ردېدو. او فشار په وړاندې ټینګار باید تمرین شي.
پر پورتنیو اته عواملو سربېره، لاندې خبرې ما په بېلابېلو ځایونو او ځینې پروګرامونو کې لوستې دي، چې دلته یې زیاتول بې ګټې ندي. دا خبرې هم د څېړنو له مخې ثبوت شوې دي.
۱. په اداره او دفتر کې بری
په دې برخه کې بری د ژوند یوه مهمه برخه او د روغتیايي ژوند لپاره یو ضرورت دی، چې لاندې فکټورونه پکې مهم دي:
- پر کار حاکمیت
- د پوهاوي ښه مهارتونه
- له امر سره ښې اړیکې
- ټیم ورک (په ډله کې د کار قابلیت).
۲. په ټولنه کې مخکې تلل او پرمختګ
د ټولنیزو اړیکو په برخه کې تشریح شوی دی.
۳. په کور کې بری
د کورنیو اړیکو په باب معلومات هم وګورئ. لاندې برخې پکې مهمې دي.
- په کورنیو مسایلو پوهه
- روحي او جنسي توافق
- زغم
- دوه اړخیز درناوی
- نسبي ښه اقتصاد
۴. احساسي ذهانت + ذهانت = بری
یوازې ذهني لیاقت د بري لپاره کافي ندی، احساسي لیاقت تر هغه هم مهم دی. د دواړو لرل یو غنیمت دی چې لاندې برخې لري:
- احساسي ذهانت(Emotional Intellegence)
- ځان خبري(Self awareness)
- ځاني اداره(Self management)
- ټولنیزه خبرتیا(Social awareness)
- د اړیکو ادارهRelationship management)
- ذهانت(IQ)
- حافظه (Memory)
- تحلیل(Analysis)
- تعبیر(Interperetation)
۵. په کومه کچه او کومه برخه کې بری؟
ځینې خلک عادی بری غواړي او ځینې لوی. ]چې د لوی بري په فکر او تمه یاست لوی بري ته رسیږئ. که باور او غوښتنه مو پیاوړې وي، بري مو حتمي دی، خو وسایل او لارې غواړي. خیل د غوښتنې سره توپیر لري.
هر څومره چې لوی بری غواړئ، باید هماغومره لوی خطرونو ته په ذهن کې اماده اوسئ. دا ددې مانا نلري چې ضرور به خطر سره مخ کېږئ، خو باید ورته تیار اوسئ، چې بیا د ځنډ، ستونزو او ناکامۍ په صورت کې له مایوسۍ او نهیلۍ سره مخ نه شئ. لوی بری = له لوی خطر څخه نه ویریدل.
دا هم مهمه ده چې پوه شو چې کوم بری په کومه بيه تر لاسه کوو؟ ځینې خلک د دنیایي پرمختګ لپاره د خپلو اصولو او ارزښتونو څخه تېرېږي. ځینې د چاپلوسۍ او تملق او ډول ډول پستۍ او رذالت له لارې ځان ځینو لوړو ځایونو ته رسوي، خو ځینې نور د ټولې نړۍ پادشاهي هم په دغه بیه نه اخلي، نو که ګورئ چې ټولو هیلو ته مو نه رسېږئ، سودا او تشویش مه کوئ، کېدای شي کله مو څه لاس ته نه وي راوړي، خو څه مو له لاسه هم نه وي ورکړي. ممکن څه چې مو ساتلی وي، هغه تر هغه څه ډېر مهم وي چې نورو ګټلي وي.
خدمت او په ملګرو لګښت هم فکټور دی چې ستاسو له بري سره مرسته کوي، خو باید صادقانه وي، که نه نو په چاپلوسۍ او دوکه کې حسابېږي.
۶. نظم او له لږ وخت نه ډېره ګټه اخستل
د الله تعالی دا لایتنهايي کاینات په نظم چلېږي. زموږ د بدن ۱۰۰ بیلیونه دماغي حجرې هم د دې لپاره دي چې پر بدن مو نظم حاکم کړي. که په ژوند کې مو نظم راوست، بری او بریا پخپله راځي. که منظم شو، له وخته به ښه استفاده وکړو او ډېره ګټه به ترې واخلو.
نظم درې وړې کیلي ګانې لري: ۱). دهر کار وخت مو معلوم وي، ۲). د هر شي لپاره ځای مشخص وي او ۳) د هر کار لپاره مناسب شخص وګمارل شي.
په کارونو کې د اهمیت او اسانوالي له مخې لومړیتوب ټاکل او د هغه له مخې کار سر ته رسول له بري سره مرسته کوي.
که د بېلګې په توګه پخپل ژوند کې په لاندې ډول نظم راولو تر پخوا به د بري او روغ ژوند پر لور چټک لاړ شو.
البته که په ورځ کې تر خپل اوسني معمول یو ساعت زیات کار وکړو (چې په یو کال کې۳۶۵ساعتونه کېږي. که د یوې ورځې کاري ساعتونه له وقفو پرته ۷ ونیسو، نو په کال کې ۵۲ اضافي ورځې کار کولی شو). پدې صورت کې په ژوند کې یو ښه نظم جوړولی شئ.
د سهار له پنځو تر اوه نيمو بجو:
سهار وختي پاڅېدل، لمونځ، دعا، ورزش، د پاکې هوا تنفس، سباناری او د مهمو ورځینو مسایلو په باب لنډه مطالعه،
له اوه نيمو تر ۸ بجو:
رسمي کار ته د تګ پر لار خبرونه اورېدل،
د سهار له اتو د مازيګر تر څلورو بجو:
رسمي کار، پخپل کار تمرکز، هر کار پخپل وخت او لومړیتوب تر سره کول، که تر غرمې مخکې د لږ خوب او انرژۍ د نوې کولو امکان وي، ډېر به ښه وي، که ممکن نه وي، لږ فکري تمرکز او ارام تنفس کول. تر ډوډۍ او لمانځه وروسته بیا کار.
له څلورو تر اته بجو:
اولادونو ته درس ویل، د خپلو وختونو لمونځونه کول، د کور په کارونو کې مرسته،د یو ساعت لپاره د تلویزیون کوم مهم پروګرام لیدل.
له اتو تر نهو بجو:
یوه اندازه مطالعه او بیا تر دعا او لمونځ وروسته وختې ویده کېدل. که وس مو کېده تهجد لمانځه ته پاڅېدل. (اوس چې د مني موسم دی، د سهار اذان سهار پنځه بجې کوي. په اوړي کې باید دا نظم د سهار له اذان سره عیار شي.
جمعه:
ټولنیزو/ خیریه کارونو ته ورکول.
که شنبه يا پنجشنبه مو رخصت وي:
خپلې کورنۍ ته یې ځانګړې کول.
دا پورتنی پیشنهادي مهالویش ما د مني په شپو کې لیکلی دی، کیدای شي د موسم له مخې یې ساعتونه عیار شي.
۷. د قرآن کريم له نظره بری
په قرآن کې بری دې ته ویل شوی دی چې انسان نېک عملونه تر سره کړي او پر حق او صبر توصیه وکړي. په زیاترو مواردو کې اخروي بری تر ټولو لوړ بری ګنل شوی دی. پدې باب یوې ځانګړې لیکنې ته اړتیا شته.