ژباړه: ساحل منګل
دکار او کسب کارپوهان دې پايلې ته رسېدلي، چې دکار په وخت کې موسيقي اورېدل ددې لامل کيږي تر څوستاسې د خلاقيت کچه لوړه او له نورو کارمندانو سره په برخورد کې ښه والی راشي.
هر کار ځای له ځانه سره ښې او بدې نقطې لري. په ځينې ځايونو کې د کار فضا ښه او صميمي وي، چې ددې لامل کيږي تر څو ګډه همکاري زياته شي او کارونه ښه پرمخ لاړ شي، مګر ځينې کمزوري ټکي هم شته، چې دکارکونکو ترمنځ ستونزې رامنځ ته کوي لکه، کمزوزې اړيکې، نا همغږي او ځينې نور.
په دا ډول شرايطو کې، کولای شئ هډفون غوږ ته واچوئ او موسيقي ته غوږ ونيسئ تر څو وکولای شئ په خپل کار باندې تمرکز وکړئ. البته په ځينې کارونو کې د موسيقي اورېدل شايد مناسب نه وي خو په دې اړه کارپوهان وايي، چې شرايطو او کار ته په کتو بايد موسيقي واورئ.
د کسب او کار کارپوهان په دې عقيده دي، چې د هر کار سرته رسول وخت او ځای ته اړتيالري او د موسيقي اورېدل هم له دې موضوع څخه بهر نده. کارپوهان وايي دکار په وخت کې د موسيقي اوريدلو ته مناسب وخت غوره کړی، چې ددې لامل کيږي نه یوازې ستاسې خلاقیت پورته کړي بلکې کولای شئ په خپل کار باندې ښه تمرکز هم وکړئ.
کله چې په داسې چاپيريال کې ياست، چې ډېر سخت وي، ستاسومغز زيات اطلاعات ستاسو له شاوخوا څخه پيدا کوي. په دې وخت کې، بهترين کار دادی، چې هډفون په غوږ کې کېږدئ او موسيقي ته غوږ ونيسئ. په داسې حالت کې ښه موسيقي داده چې نرمه وي او زياتې غمجنې سندرې نه وي پکې.
دتکراري دندو په ترسره کولو کې موسيقي واورئ
ځينې وخت داسې پېښيږي، چې مونږ مجبور يو کارونه په پرلپسې ډول ترسره کړو. دبېلګې په ډول، يو کنفرانس جوړيږي ستاسو دنده دا وي، چې د ګډونوالو نومونه په کارتونو باندې وليکئ په داسې ډول کارونو کې تاسو کولای شئ له موسيقي ګټه واخلئ. د موسيقي اورېدل ددې لامل کيږي، چې په مغز کې سروټين او نوراپي نفرين په کار واچوئ او په پايله کې دستاسو دکار او دقت کچه لوړه کړي.
خپلې د خوښې وړ موسيقي واورئ
دا په ياد ولرئ، چې ستاسو مغز شايد داسې نوې دندې ترسره کړي چې تر اوسه پورې له هغې څخه اطلاع ونلري. د خپلې خوښې وړ هغې موسيقي ته غوږ نيول چې په وار وار سره مو هغه اوريدلې وې ددې لامل کيږي چې زيات تمرکز وکړئ، ځکه چې مغز په هغه څه باندې ډير نه وي مصروف له کومو سره چې پخوا بلد وي.
کوښښ بايد وشي داسې موسيقي چې غمجنه وي او يا هم داسې سندرې چې منفي انرژي درکوي لرې واوسئ، ځکه په دې کار سره ستاسو د مثبت فکر او کار انګيزه کميږي.
You also might be interested in
ژباړه: ساحل منګل 1 موميايي کول يوازې په مصريانو پورې[...]
ژباړه: ساحل منګل که يو څوک ونه شي کولای چې[...]
ژباړه: ساحل منګل هغه څيړنه، چې په ۱۹۹۳ کال کې[...]