ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف
په کانکریټو کې درزونه څنګه ترمیم شي ؟. How to Repair Cracks in Concrete
په کانکریټو کې د پیداشوو درزونو ترمیم لپاره کاریدونکي تخنیک د درز په موقیعت او په دې پورې اړه لري چې درز څومره غټ دی .د کانکریټي درزونو ترمیم باید په پوره احتیاط سره ترسره شي څو د اضافي تخریب پیداکیدو مخنیوی وشي .درزونو د پیوند لپآره وړاندیز شوی تخنیک به همدارنګه په سطحې پورې اړه ولري او په دې پورې اړه لري چې د کانکریټو سطحه به څومره د لیدو وړ وي او په سطحه به تګ راتګ کیږي او یانه .د کنجونو درزونه معمولا د وچیدو انقباض ،حرارتي حرکت او نورو لاملونو له امله وي.ډیری وخت د تهدابونو درزونه د وخت په تیریدو سره زیاتیږي او له امله یې د اوبو څکیدل رامنځ کیږي او هم د ساختمان یوالی له منځه ځي.باید وکتل شي چې درز ساختمانی دی ،د ښایست کارونو کې دی او یا هم فقط ددې لپاره دی چې پټ کړای شي .
د کانکریټو پراخه درز څنګه ترمیم یشي .How to Repair Wide Concrete Cracks
د پراخه کانکریټي درز ترمیم پوره مسلکیتوب او احتیاط غواړي .د پراخه کانکریټي درز ترمیم پروسې په لاندې ډول کیدای شي خلاصه شي.
1. د پراخه کانکریټ درز لاندې اړخ باید راوسپړل شي او ددې لپاره وړوکی څټک او تیشه وکاول شي.ددرز هغه سطحه چې سره نښلول کیږي باید لومړی ددرز اندازه لږه راوتوږل شي.
2. اوس چې درز لږ پراخه شوی د سیمي برس په واسطه ټول توږل شوي مواد رالرې کړای شي.
3. د یوې لمدې ټوټې یا هم ویکم په واسطه ټول شته پاتې ذرات رالرې کړای شي څو د بیا نښتلو مخنیوی ونه کړي .
4. د کانکریټ د پیوند مرکب مخلوط کړای شي کوم چې د درز د ترمیم لپاره کاریږي .باید په یاد ولرو چې هرمحصول د کارولو لپآره ځانګړې لارښونه لري.
5. یوځل چې مرکب مخلوط شي ،د ګمالې په واسطه په درز واچول شي.په قراره سره ټپک کاري شي څو هوا ترې وویستل شي.
6. سطحه یی هواره کړای شي.او ترهغې ورته انتظار وویستل شي څو کلک شي او ځان ونیسي .یوځل چې دا مرکب کلک شي د برس په واسطه یی بره سطحه پآکه شي.
7. پس له دې غوره خبره داده چې سطحه یی سیل کړای شي .ځکه دا به کانکریټ به له داغ کیدو وساتي .د سیل کیدو لپآره بیلابیل مواد کاریږي.
د کانکریټو نري درزونه څنګه ترمیم شي ؟. How to Repair Narrower Concrete Cracks
د کانکریټو دنریو درزونو ترمیم د پراخه درزونو د ترمیم په پرتله اسانه وي ،او یواځې وړاندیز شوي مواد په کې کاریږي.
1. په پیل کې ددرز شاخوا او درز دننه کمزوري مواد رالرې کړای شي کوم چې ترمیم کیدونکی دی .د سیمي برس او جارو پره واسطه ټول ګرد او خاورې او رنګ رالرې کړای شي.
2. ساحه پریمنځل شي او پریښودل شي چې وچه شي .
3. نري درزونه د caulking gun وسیلې سره د ډکونکو(filler) موادو څخه ډک شي .د ډکولو لپاره کیدای شي vinyl موادو مرکب وکارول شي او بیا په کراره هموار شي .
4. که چیرې vinyl مواد د ډکولو لپاره غوره شي نو بیا پرې لپاسه د bonding agent مواد ونه کارول شي .
5. د ویښته ډوله درزونو د ترمیم لپاره د injection kits کیدای شي وکارول شي.
د کانکریټي درزونو ترمیم نور انتخابونه . Other Options to Repair Concrete Cracks
وړاندې مو وویل چې دکانکریټو درزونو د ترمیم لپاره بیلابیلې لارې شتون لري .یو شمیر یې په لاندې ډول دي .
• ایپوکسي پیچکاري .Epoxy injection,
• د غټو درزونو د ترمیم لپآره میخونه ټکس وهل .
• پولې یوریتان پیچکاري .polyurethane injection,
• وچ بندول .Dry packing,
• کانکريتي طبقه اچول .