• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په کانکریټو کې د انبساط جینټ – ډولونه او خواص . Expansion Joint in Concrete – Types and Characteristics

Home انجنیريپه کانکریټو کې د انبساط جینټ – ډولونه او خواص . Expansion Joint in Concrete – Types and Characteristics

په کانکریټو کې د انبساط جینټ – ډولونه او خواص . Expansion Joint in Concrete – Types and Characteristics

په کانکریټو کې انبساط جینټ ددې لپاره ورکول کیږي څو د تودوخې د بدلون له امله منځ ته راغلو انبساط درزونو مخنیوی وکړي.
• کانکریټ چې کله محصور او احاصه شوي وي د لوړې تودوخې له په کې درزونه پیداکیږي .
• انبساط جینټونه په سلبونو ،د سرکونو په فرشونو ،پلونو ،پلیو لارو ،د پایپونو په سیستمونو او نورو ساختمانونو کې ورکول کیږي .په دې مقاله کې په کانکریټو کې انبساط جینټ په اړتیا ټبنګار کوي او د انبساط جینټ خواص ،د انبساط جینټ ډولونه او د انبساط جینټونو د ځای په ځای کولو په اړه بحث شوی دي.
.
د انبساط جینټ اړتیا . Need of Expansion Joint in Concrete
کانکریټ یوه الاستیکي ماده نه ده ،نو ځکه پرته له ماتیدو نه قات کیږي او نه هم تاویږي .خو بیاهم ،کانکریټ د انبساط او انقباض په دوران کې حرکت کوي د کوم څه له امله چې ساختماني عناصر لږ څه حرکت کوي .ددې لپاره چې د کانکریټو حرکت له امله منځ ته راغلی زیان اړونکی اغیز مخنیوی وشي ،د کانکریټو په جوړولو کې د انبساط څو جینټونه ورکول کیږي ، د تهدابونو ،دیوالونو، بامونو او سلبونو په شمول ټولو کې جینټونه ورکول کیږي .دا جینټونه باید په ډیر احتیاط سره ډيزاین شي ،موقیعت ورکول شي او ځای په ځای شي .که یو سلب په مسلسل ډول جوړیږي چې له مخ په زیاتو مخونو راځي ،نو دتشنجاتو راکمولو لپآره باید انبساط جینټ ورکول شي.ددوي تش ځایونه کیدای شي د سیل کوونکو موادو په واسطه ډک شي.
د انبساط جینټ خواص .Characteristics of Expansion Joints
1. انبساط جینټ د کانکریټو حرارتي انقباض او انبساط ته اجازه ورکوي پرته له دې چې په عناصرو کې تشنجات پیدا شي.
2. انبساط جینټ داسې ډیزاینیږي چې د بیلابیلو ساختماني موادو انبساط او انقباض جذب(absorb) کړي ،لړزه (vibrations)او ټکانونه جذب کړي او د ځمکې د نشست او زلزلې ټکانونو ته اجازه ورکړي .
3. معمولا د انبساط جینټ د پلونو ،سلبونو او پایپونو د مقطعو ترمنځ ورکول کیږ ي.
4. انبساط جینټونه ددې لپاره ورکول کیږي څو تشنجات وزغمي .
5. یو انبساط جینټ په اصل کې د یو شان موادو د برخو ترمنځ بیلوالی دی .
6. په کانکریټي بلاک جوړونه کې ،انبساط جینټونه د کنترول جینټ په توګه کارکوي .
د انبساط جینټونو ډولونه .Types of Expansion Joint
د موقیعت پراساس ،انبساط جینټونه په لاندې ډولونو ویشل کیږي .
1) د پول انبساط جینټ . Bridge Expansion Joint
دپول انبساط جینټ داسې ډیزاینیږي چې دمسلسل ترافیک لپاره د ساختمانونو ترمنځ د نشست ،انقباض ،د تودوخې بدلون اغیزې په اسانه وزغمي .

2) د معمارۍ انبساط جینټ . Masonry Expansion Joint

د کلی خاورې خښتې انبساط کوي ځکه دو تودوخه او لمدمل جذبوي .دا په خښتو او مسالې باندې فشاري تشنج واردوي او لږ پراخوالي ته ځای ورکوي .هغه جینټ چې د مسالې پرځای په کې الاستومیرک سیل کوونکي ورکول شي فشاري قوې پرته له زیان زغمي .
3) د اورګاډي د لارې انبساط جینټ . Railway Expansion Joints
معمولا ،د اورګاډو په لارو کې د انبساط جینټ نه ورکول کیږي ،مګر که د کوم پول له لارې تیریږي نو بیا انبساط جینټ باید ورکول شي .

4) د پایپ انبساط جینټ . Pipe Expansion Joints
په هغو سیستمونو کې چې لوړې تودوخې مواد لیږدول کیږي لکه ګاز د پایپ انبساط جینټ ورکول ضرور دي څو حرکت او لړزه وزغمي .په جینټونو کې دکارول شوو موادو ډول پراساس د انبساط جینټونه په لاندې ډولونو ویشل کیږي .
1) د ربړ انبساط جینټ .
2) فابریکوي انبساط جینټ .
3) فلزي انبساط جینټ .
4) تورودیال انبساط جینټ .
5) جیمبال انبساط جینټ .
6) فابریکوي انبساط جینټ .
7) په لین کې دننه انبساط جینټ .

د انبساط جینټ ځای په ځای کول . Installation of Expansion Joints
معمولا انبساط جینټ ژوروالی د سلب د پیړوالي ¼ په اندازه دی .د انبساط جینټ تشه د سلب په ډول ،د وسایطو حرکت ،د پلي لارې اندازه او یو شمیر نورو فکتورونو پورې اړه لري.همدارنګه دا سلب په اندازو ،کانکریټو ډول او په کانکریټو کې کارول شوو د تقویه کوونکو په ډول پورې اړه لري.د کانکریټو په انساط جینټونو کې کیدای شي د کانکریټو د نامناسب مخلوط له امله درزونه پیدا شي.دا ډول شرایط کیدای شي د انبساط جینټونو ترمنځ د درزونو لامل شي.
مخکې د کانکریټ – ځای په ځای کولو .. Pre-Concrete Installation
کله چې کانکریټ چمتو شي ،اوپه سلبونو کې د کانکریټو ځای په ځای کولو وړاندې د انبساط جینټونو ځایونه په نښه شي.
وروسته د کانکریټ ځای په ځای کولو .. After Concrete Installation
کله چې کانکریټ سخت شي،په کانکریټو کې د جر ویستلو لپاره مناسب وسایل کاریږي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

imperialism Lomritob امپریالیزم

امپریالیزم او د هغه ځانګړتیاوې

Jun 16, 2015

لیکنه: عطا محمد میاخېل امپریالیزم (Imperialiam) د لاتیني ایمپریوم ([...]

پلستر څنګه ترمیم شي ?. How to Repair Plaster Walls

May 1, 2019

پلستر څنګه ترمیم شي ?. How to Repair Plaster Walls[...]

چابهار د ګټو خبره ده

چابهار د ګټو خبره ده

May 28, 2016

لیکنه: اسدالله انديال چابهار د ایران په جنوب کي د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022