• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په کانکریټو کې د تجوف تخریب او خوندیتوب

Home انجينیريپه کانکریټو کې د تجوف تخریب او خوندیتوب

په کانکریټو کې د تجوف تخریب او خوندیتوب

ژباړه: انجنیر فرید عاطف
CAVITATION DAMAGE IN CONCRETE AND PROTECTION
د کانکریټو په سطحه کې د تجوف (منځ خاليتوب) تخریب د ډیمونو په پرچاوو ،کانالونو او نورو هایدرولیکي ساختمانونو کې ډیر عام دی .دا ددې لامل ګرځي چې د کانکریټو په سطحه کې درزونه پیدا شي کوم چې په زیاتیدو سره یې د سلفایټو برید ،کنګل کیدو –ویلي کیدو د الکلي سلیکان تعامل ته لاره پرانیزي.
د تجوف تخریب د کانکریټو په سطحه هغه وخت پیښیږي کله چې د لوړ سرعت اوبو جریان مسیر کې غیرمنظم والی او نه پرله پسې والی وي. د اوبو د جریان دا نه پرله پسي والی او نامنظم والی د اوبو د جریان سطحې د پورته کیدو لامل ګرځي ،منفي فشار زون منځ ته راوړي او داوبو د تبخیر لامل ګرځي .دا تبخیر شوې اوبه د پوکاڼیو(bubbles) په شکل د بند لاندې برخې ته مزل کوي او رالویږي.که د اوبو دا پوکاڼۍ په کانکریټي سطحه ولږیږي نو په یوه وړه لوړ فشار واردوي .داسې لوړ فشار کولی شي د کانکریټو له سطحې ذرات رابیل کړي چې داسې یو بل نه پرله پسې والی منځ ته راوړي او داسې یوه لویه تشه یا هم تجوف تخریب پیداکوي.

د تجوف له تخریب وړاندې د اوبو جریان سطحې پروړانډې لومړی غیرمنظم والی او کمه اندازه تجوف وي .معمولا تجوف دجریان په سطحه کې د یو غیرمنظم والي او زیږوالي څخه پیل کیږي .د هایدرولیکي ساختمان په سطحه کې دغیرمنظم والي بیلګې په لاندې ډول دي.
د جربان ټیټيدل .
د جریان له ځای څخه لري د ټيټې برخې شتون .
د جریان په سطحه کې سوري.
راوتلي جینټونه
د جریان په سطحه کې د کلسیټ موادو رسوب.

د بیلابیلو موادو د تجوف مقاومت په لابراتور کې ازمایښت شوی .د فولادو او اوسپنې په ګډون تراوسه داسې مواد نه دي موندل شوي چې په مکمل ډول د تجوف پروړاندې مقاومت وکړای شي.ددې ازمایښتونو په پایله کې لاندې موندنې ترلاسه شوي.
دکانکریټو فشاري مقاومت لوړ شي د تجوف مقاومت ورسره لوړیږي.
که د اوبو-سیمنټو نسبت ټیټ شي د تجوف مقاومت ورسره زیاتیږي.
د سیمنټو ډول د تجوف په مقاومت کې کوم اغیز نه لري.
دوړو جغله موادو په پرته غټ جغله موادو زر راویستل کیږي.
د جغل ترټولو غټ سایز 20mm سپارښتنه کیږي.

یوه عامه تجربه داده که چیرې د اوبو سرعت له 40 فوټه پرسیکنډ څخه کم وي نو په کانکریټو کې به تجوف تخریب پیښ نه شي.کله چې د اوبو سرعت دې حد ته رسیږي نو باید ډاډ ترلاسه شي هلته په سطحه کې غیرمنظم والی او ټیټوالی نشته.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

هغه فکتورونه چې د کانکریټي مکعب & سلنډر مقاومت نسبت اغیزمنوي

Jan 13, 2018

ژباړه: انجنیر فرید عاطف FACTORS AFFECTING CONCRETE CUBE & CYLINDER[...]

د سیول انجینرۍ د تقریري امتحان پوښتنې  او ځوابونه – دریمه برخه

Jul 5, 2018

ژباړه:محمد فرید عاطف یو لسمه پوښتنه .مونږ د سیمنټ، مخصوصه[...]

د میخي تهدابونو کانکریټ اچول .کاروړتیا او د میخونود کانکریټ کیفیت

Nov 4, 2017

ژباړه: انجنیر فرید عاطف Concreting of Pile Foundations – Workability[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022