ژباړه: انجنیر فرید عاطف
SEALING MATERIALS FOR JOINTS IN CONCRETE
سیل کوونکي مواد هغه مواد دي چې له یوې سطحې او یا هم جینټ څخه د مایع تیریدو د تیریدو مخنیوی وکړي .په ودانۍ جوړونه کې ځیني وخت سیل کوونکي د بندونکو ،ګرد ،غږ او تودوخې د لبږد دمخنیوي کوونکو په توګه هم کاریږي.سیل کوونکي هغه رابري مواد دي چې له 25% تر 50% پورې حرکت ته اجازه ورکوي. په کانکریټي دیوالونو او کانکریټي فرشونو کې د انبساط او ساختماني جینټونو د سیل کولو لپاره د سیل کوونکو موادو کارول د حفظ او مراقبت او یوالي لپاره ډیر مهم دي.د سم ډول سیل کوونکو کارول به مرسته وکړي څو ساختمان د لمدبل له زیان خوندي پاتي شي.معمولا سیل کوونکي مواد په درې بڼو سره کاري .مایع سیل کووي(liquid sealants)،مشبوع شوي سفنج سیل کوونکي (impregnated foam sealants)او هایبریډ سیل کوونکي (hybrid sealants).
.سیل کوونکي داسې مواد دي چې خالیګاوي ډکوي څو:
اوبه او هوا او اوبو د ننوتو مخنیوی وکړي.
و د ودانۍ موادو ته د انبساط او انقباض اجازه ورکړي.
اوښکلا زیاته کړي.
سلیکان او پولي يوریتان د سیل کوونکو موادو مشهور ډولونه دي.د جینټ د سیل کولو موخه داده چې د جینټ له لارې د اوبو ګرد او نورو موادو د تیریدو مخنیوی وشي.د سرک په پوخونو کې له ډیر پخوا راهیسي د جینټ سیل کوونکي مواد کاریږي .د جینټ سیل کوونکو په غوره کولو کې ډیر فکتورونه رول لري .د سیل کوونکو موادو په غوره کولو کې باید:
د ژوند دوران لګښت
کارکردګي
د جینټ ډول
چاپیریال
او د جینټونو ترمنځ واټن په پام کې ونیول شي.
د سیل کوونکو موادو د اوږودمهال لپاره کارکردګي د کارولو په ډول ،د چاپیریال اقلیم او هوا پورې اړه لري.
د سیل کوونکو موادو مهم خصوصیات چې باید وه یې لري په لاندې ډول دي.
الاستیکیت.د سیل کوونکو موادو هغه خاصیت چې له کمپرس یا تخته کیدو کیدو وروسته بیرته خپل اصلي سایز ته راوګرځي.
مودول.له تخته کیدواو فشار لاندې راتلو په صورت کې د داخلي تشنجاتو بدلون .ټیټ مودول غوښتونکي په ځانګړي ډول سوړ موسم کې ښه کار کوي.
نښتل. Adhesion: د سیل کوونکو موادو هغه وړتیا چې له مخې یې سیل کوونکي مواد له کانکریټو سره ښه ونښلي.ابتدايي نښتل او اوږودمهاله نښتل دواړه مهم دي.
یوالی Cohesion.د سیل کوونکو موادو هغه وړتیا چې دکششي تشنجاتو له امله د پیدا شوي زړښت سره مقاومت وکړي.
توافق Compatibility:له نورو موادو سره د تماس په وخت اړوند عکس العمل .
د هوا وړتیا .د ماورا بنفش وړانګو سره د مخامخ کیدو په وخت د تخریب پروړاندې مقاومت .
د تیزو روغنیاتو پروړاندې مقاومت Jet Fuel Resistance: ،هغه وړتیا چې د تیزو روغنیاتو سره د مخامخ کیدو په وخت د تخریب پروړاندې مقاومت وښایي.ځیني مواد کیدای شي د روغنیاتو سره د مخامخ په وخت وپړسیږي.د روغنیانو د تبخیر وروسته سیل کوونکي مواد بیرته خپل اصلي حالت ته راګرځي.
هرهغه څوک چې د سیل کوونکو موادو مشخصات ټاکي باید د سیل کوونکو له تولیدونکو سره تماس ولري اود موادو خطرات په پام کې ونیسي او که سیل کوونکي کوم خطر ولري پر هغې ځان خبر کړي