په کانکریټو کې د راټولیدو یا انقباض جینټ په مالوم انتروال کې ورکول کیږي څو یوه کمزورې مستوي تشکیل کړي ،داسې به درزونه په همدې ځای کې منځ ته راشي او په نامناسبو ځایونو کې د درز دمنځ ته راتلو مخنیوی به وشي.معمولا د انقباض جینټ په سلبونو،د سرک په فرشونو ،دیوالونو ،د کوټو په فرشونو ،ډیمونو ،د کانالونو په استرونو ،پلونو او استنادي دیوالونو کې ورکول کیږي .
کله چې کانکریټ واچول شي،د انقباض ،کریپ او حرارتي حرکت له امله کانکریټ خپل سایز راکموي کوم چې دکانکریټو په کمزورو برخو کې ددرزونو د پیداکیدولامل ګرځي .
په دې مقاله کې مونږ د انقباض جینټونو په ضرورت او په دې بحث کوو چې داسې جینټ څنګه جوړ شي او چیرته موقیعت ولري.
په کانکریټو د انقباض جینټ ضرورت .Need of Contraction joint in Concrete
کانکریټ چې کله په سختیدو پیل وکړي خپل سایز راکموي او انقباض کوي .د کانکریټ دا انقباض په کانکریټو کششي تشنجات پیداکوي کوم په کمزورو مستوي ګانو کې د وړو درزونو پیداکیدو لامل ګرځي .کله چې په کانکریټو سیخان واچول شي دداسې درزونو پیداکیدل محدودوي او د لویو درزونو پیداکیدو مخنیوی کوي.خو که چیرې سیخان په کانکریټو کې نه وي اچول شوي پیداشوي واړه درزونه په لویو درزونو بدلیږي .د داسې درزونو د پیداکیدو د مخنیوی لپاره ،د راټولیدو جینټ باید په مناسب انتروال کې ځای په ځآی شي.همدارنګه سپارښتنه کیږي چې په اوسپنیزکانکریټو کې هم دا ډول جینټونه ورکول شي.
په کانکریټو کې د انقباض جینټ جوړول.Construction of Contraction Joint in Concrete
د کمزوري جینټ ورکولو لوی اساسي هدف دادی چې په کانکریټو کې په مناسب انتروال کې کمزوري مستوي تشکیل شي چیرته چې د درز پیداکیدو امکان لیدل کیږي.دا جینټونه داسې ځای په ځای کیږي څو داسې تختې منځ ته راوړي چې ترخپله وسه پورې مربعوي وي او اوږودوالی او پلنوالي ترمنځ نسبت 1 ½ تر 1 پورې وي .داسې جینټونه معمولا د سلب د پیړوالي له 24 تر 30 چنده پورې دی .انقباض جینټ ته کنترول جینټ هم ویل کیږي .
د انقباض جینټ پیداکیدو پروسې کیدای شي په یو د درې پړواونو کې ترسره شي.
1. کله چې کانکریټ واچول شي،مخکې قالب شوې ټوټه کیدای شي کانکریټ ته وردننه کړای شي څو کمزورې مستوي منځ ته راوړي.فلزي ټوټه وردننه کړای شي او یا هم مخکې جوړه شوې پلاستیکي ټوټه کانکریټو ته دننه کړای شي څو د درزونو منځ ته راوړلو مخنیوی کړای شي.
2. د کانکریټو د اچولو وروسته کیدای شي د ارې په واسطه جینټ منځ ته راوړل شي.د ارې په واسطه د پرې کولو له لارې د کانکریټو اچولو له وروسته د 4 تر 12 ساعتونو په دننه کې ترسره شي.او کیدای شي وچ پرې کولو سره هم ترسره شي ،دا پرې کول کیدای شي د کانکریټو له اچولو وروسته د 1 تر 4 ساعتونو په دننه کې ترسره شي .په دې میتود کې جینټونه د لاسې ارې په واسطه ترسره کیږي او کانکریټ په یو منظم انتروال کې ترسره کیږي او بیا په کې قابل نفوذ مواد په پیوند کې واچول شي.
3. یوځلې چې کانکریټ پوره سخت شي ،یو اره شوې جینټ کیدای شي تشکیل شي . هڅه وشي چې جینټ د وچیدو انقباض پیل کیدو وړاندې جوړ شي.که په دې کې ځنډ وشي نو کیدای شي نه پلان شوي درزونه پیدا شي .بیا اره شوي جینټ د سیل موادو په واسطه ډکیږي څو جینټ ته د ګرد او خاورې د ننوتو مخنیوی وکړي.
هغه مواد چې د کانکریټو په جینټ کې کاریږي باید ارتجاعي وي څو وکولی شي تغیر شکل واخلي او بیا وکولی شي بیرته اصلي حالت ته وګرځي .
د انقباض جینټ موقعیت .Location of Contraction Joint
عموما دا جینټونه مخکې مخکې په نقشو کې د ډیزاین کوونکي انجینر لخوا تعریف شوي وي .که نه وي تعریف شوي په منظم انتروال کې ورکول شي .انقباض جینټ په اسانه کولی شي هغه وي چیرته چې کانکریټوکار د ورځې په اخر کې بس کیږي .
انقباض جینټ په هغو برخو کې تشکیل کیږي چیرته چې اټکل کیږي د انقباض له امله کششي تشنجات ترټولو لوړ وي .
• د عرضي مقطعې د بدلیدو په نقطه کې .
• په اوږدو دیوالونو او سلبونو کې .