• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په کانکریټو کې د وړو او غټو درزونو د ترمیم میتودونه (لومړۍ دریمه او وروستۍ برخه )

Home انجنیريپه کانکریټو کې د وړو او غټو درزونو د ترمیم میتودونه (لومړۍ دریمه او وروستۍ برخه )

په کانکریټو کې د وړو او غټو درزونو د ترمیم میتودونه (لومړۍ دریمه او وروستۍ برخه )

ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف

4. سوري ویستل او سره وصلول . Drilling and Plugging Method
په سوري ویستلو او وصلولو ددرز کې په یو اوږودوالي کې په درز کې سوری ویستل کیږي او مساله په کې اچول کیږي څو اساسي نقطه تشکیل کړي.

دا تخنیک یواځې هغه وخت کاریږي کله چې درزونه تقریبا مستقیم خط سره روان وي او په وروستي حد کې د لاس رسي وړ وي.دا میتود معمولا په استنادي دیوالونو کې د عمودي درزونو د ترمیم لپآره کاریږي . معمولا 2 تر 3 انچو (50mm تر 75mm ) قطر سره سوري ویستل کیږي او په لاندې درز کې مرکز ته راوړل کیږي .د مسالې کیلي د کانکریټي مقطعې د متقاطع یا عرضي حرکت مخنیوی کوی .که چیرې په ساحه کې د اوبو ضد کیدل مهم وي او ساختمان بار نه انتقالیږي نو ویستل شوی سوری باید له ټیټ موددول لرونکو موادو څخه ډک شي .

5. د جاذبوي ډکون میتود Gravity Filling Method
ټیټ سلیښت ناک والی لرونکي مونومورونه او ژاوله کیدای شي وکارول شي څو هغه درزونه په طبیعي جاذبوي ډکون سره سیل کړي چې پلنوالی یې 0.001 تر 0.08 in (0.03 to 2 mm) وي .ددې لپآره لوړ مولیکولي ،زیات وزن میتاکریولایټ او یوشمیر ټیټ سلیښت ناک والي سره ایپوکسونه په کامیاب ډول کیدای شي وکارول شي.څومره چې سلیښت ناک والی ټیټ وي هومره به وکولی شي میده درزونه ډک کړي .دنورو میتودونو په څير ددې لپاره هم باید لومړی درز پاک کړای شي .که وینځلو ته ضرورت وي نو بیا باید پریښودل شي څو وچ شي .د درز د هستې نمونه باید واخستل شي څو ددرز د ډکون موثر والی وارزول شي.عرضي (یا کششي) ازمایښت کیدای شي د ترمیم شوي درز په موازي سمت بار واردیدو سره ترسره کیږي .د ځینو پولیمیرونو لپاره درز ماتیدل به د ترمیم دباندې ترسره شي.

6. د درز ترمیم د ګروټنګ میتود . Grouting Method of Crack Repair
پورتلند سیمنټ ګروټنګ .
پراخه درزونه ،په ځانګړي ډول ،جاذبوي بندونه او پیړ کانکریټي دیوالونه ،کیدای شي په ډکولو سره د پورتلنډ سیمنټ ګروت په واسطه ترمیم شي .دا میتود اوبو د لیکیدو په مخنیوی کې ډیر اغیزمن دی ،مګر په ساختماني ډول نه شي کولی درز شوې مقطعې سره وصل کړي.ددې په پروسیجر کې ددرز په اوږدو کې دکانکریټو پاکول ،په درز کې په مناسبو انتروالونو کې د جوړ شوو سیټونو نصبول د سیټونو ترمنځ درز سیل کول شاملیږي. د سیمنټ رنګ سره ،سیل مواد کارول او بلاخره درز پاکول او بیا له دې ټوله ساحه ګروت کول ددې میتود مهمې پروسې دي .د ګروت مخلوطول کیدای شي سیمنټ او اوبه او یا هم سیمنټ جمع شګه او اوبه ولري.خو بیا هم د اوبو-سیمنټو نسبت باید ترخپله وسه پورې ټيټ وي څو مقاومت لوړ او انقباض راکم شي .کیدای شي داوبو مقدار کمولو لپاره په ګروت کې د اوبو کمونکی مرکب هم وکارول شي.
د وړو حجمونوو لپآره ،لاسي پیچکاري کولو ټوپک کیدای شي وکارول شي ،د غټو حجمونو لپآره پمپ باید وکارول شي.وروسته له دې چې درز ډک شي ،فشار باید داسې وساتل شي چې په څو دقیقو کې ښه ننوځي .

7. وچ بسته کول .Dry packing
وچ بسته کول د ټیټ مقدار اوبو مسالې ځای په ځای کول دي په لاس سره .د اوبو سیمنټو ټیټ نسبت له امله دلته انقباض ټیټ وي او ترمیم شوې برخه به نظر مداومت ،مقاومت او اوبو ضد کیدو ته ښه کیفیت ولري.وچ بسته کول د ویده درزونو د ترمیم لپاره کاریدای شي ،وچ بسته کول د فعالو درزونو د ترمیم لپاره د عملي کیدو وړ نه دی .وړاندې له دې چې درز ترمیم شي سطحه باید د 1 انچ په پلنوالی او 1 انچ په ژوروالي پراخه کړای شي .دا پراخوالی باید داسې وي چې اساس یی له بره ځای څخه لږ شان پراخ وي .ددې لپاره چې انقباض راکم شي ،مساله باید له مخلوطولو سمدستي وروسته د نیم ساعت په موده کې وکارول شي .مساله باید 3/8 in. (10 mm) طبقو په شکل واچول شي.هره طبقه باید په سم ډول تخته شي چې ددې لپآره کیدای شي څټک وکارول شي او هرورلاندې طبقه باید وتوږل شي څو د نښتلو لپاره زیږوالی پیداکړي.ترمیم شوي ځای ته باید پوره اوبه ورکول شي.

8. ددرزونو پوښښ او سطحې درملنه .Overlay and Surface Treatments of Cracks
میده سطحې درزونه په ساختماني سلبونو او فرشونو کې کیدای شي د نښتلو پوښښ او یا سطحې درملې په واسطه سره ترمیم شي ،که چیرې هلته اضافي حرکت ددرزونو په عرض کې نه وي .نه نښتی پوښښ به کیدای شي د پوخ په شکل وکارول شي خو په دې سره سلب ترمیم کیدای نه شي.
سطحې درملنه Surface treatments
ټیټ جامد مواد او ټیټ سلیښت ناک والی ژاولې په شان مواد ددې لپاره کاریږي څو کانکریټو سطحه سیل کړای شي .معمولا داسې ترمیم د سطحو لپآره مناسب دی او هغو ځایونو کې باید ونه کارول شي چې اوبو سره مخ وي .ایپوکسي ،یوریتانونه ،پولي ایستر او کرالیک په هغو سطحو کې کاریږي چې پیړوالی یې 0.04 تر 2.0 in. (1 to 50 mm), پوری وي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د کانکریټو حجم پیمانه کول – VOLUME BATCHING OF CONCRETE

د کانکریټو حجم پیمانه کول – VOLUME BATCHING OF CONCRETE

Jan 2, 2018

 ژباړه: انجنیر فرید عاطف د کانکریټ حجم پیمانه کول څه[...]

پرکانکریټو د نفوذ قابلیت ازمایښت

Sep 20, 2018

ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف پرکانکریټو د نفوذ قابلیت ازمایښت[...]

دوه رګه ساختمان جوړونې تخنیک

Jan 23, 2018

ژباړه: انجنیر فرید عاطف HYBRID CONSTRUCTION TECHNIQUE: دوه رګه کانکریټ[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022