• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په کانکریټي اوبو ټانکیو ساختمانونو کې د جینټونو ډولونه او هغوي ترمنځ فاصله . Types of Joints in Concrete Water Tank Structures and their Spacing’s

Home انجنیريپه کانکریټي اوبو ټانکیو ساختمانونو کې د جینټونو ډولونه او هغوي ترمنځ فاصله . Types of Joints in Concrete Water Tank Structures and their Spacing’s

په کانکریټي اوبو ټانکیو ساختمانونو کې د جینټونو ډولونه او هغوي ترمنځ فاصله . Types of Joints in Concrete Water Tank Structures and their Spacing’s

په کانکریټي اوبو ټانکیو ساختمانونو کې د جینټونو ډولونه او هغوي ترمنځ فاصله . Types of Joints in Concrete Water Tank Structures and their Spacing’s
په اوسپنیزو کانکریټي اوبو ټانکیو کې بیلابیل ډول جینټونه د بیلابیلو موخو لپآره ورکول کیږي .دلته د اوبو ټانکیو د جینټونو د بیلابیلو ډولونو په اړه بحث شوی .
A. د حرکت جینټونه . Movement joints
د حرکت جینټونه ددې لپاره ورکول کیږي څو د ساختمان بیلابیلو برخو ترمنځ حرکت مخه ونیسي او کنترول یې کړي .دا ډول جینټونه کیدای شي د اوچتو اوبو ټانکیو کې ضرورت نه وي ځکه ددو اتکا ترمنځ فاصله کمه وي . د حرکت درې ډوله جینټونه شته چې په لاندې ډول دي .
1. راټولیدو یا انقباض جینټ .. Contraction Joint
 د راټولیدو جینټ ورکولو موخه داده چې د کانکریټو راغونجیدو یا راټولیدو مخه ونیسي.
 دا دحرکت جینټ دی چې په ډیر احتیاط سره ورکول کیږي پرته له دې چې دجینټ په دواړو خواو کې دکانکریټو ترمنځ تش ځای پاتې شي.
 د راټولیدو جینټ کیدای شي مکمل دراټولیدو جینټ وي یا هم نیمه راټولیدو جینټ وي .
 مکمل راټولیدو جینټ هغه دی چې هم کانکریټ او هم سیخان دواړو خواو کې سره جلا شي.
 په مکمل راټولیدو جینټ کې ،د جینټ خوله د سیل کوونکي مرکب په واسطه ډکیږي او وروسته رنګ ورکول کیږي .
 نیمه راټولیدو جینټ هغه دی چې کانکریټ پرې کیږي او سیخان ترې پورې راهورې تېریږي.

Fig.1: Complete contraction joint
2. انبساط جینټ .. Expansion Joint
 د انبساط جینټ ددې لپاره ورکول کیږي د کانکریټو د انبساط او انقباض مخه ونیسي.
 انبساط جینټ په دواړو خواو کې مکمل قطع شوی وي، هم کانکریټ او سیخان.
 په دې جینټ کې د دوه څنګ په څنګ ساختماني برخو ترمنځ مکمل تش ځای وي کوم چې د ساختمان د انبساط او انقباض پروخت د ساختمان د تخریب مخه نیسي.
 د جینټ تش پریښودل شوی ځای له ډکوونکو موادو ډکیږي .
 د جینټ ډکوونکي مواد معمولا کمپرس کیدونکي مواد وي .
 په ابتدايي شکل دا تش پریښودل شوی ځای 30mm وي،د ډکوونکو موادو انبساط او انقباض تر 10mm پورې غزیدو اجازه ورکوي .
 د اوبو دنه تیریدو لپاره ددیوال په مرکز کې یا هم فرش کې داوبو مخنیوی کوونکی ورکول کیږي .

3. ښویدونکی جینټ . Sliding Joint
 دا هغه جینټ دی چې په دواړو خواو کې مکمل قطع شوی وي ، هم سیخان او هم کانکریټ څو جینټ په مستوي کې پیداکیدونکي حرکت ته ځای ورکړي .
 دا ډول جینټونه ددیوال او فرش ترمنځ په یو شمیر سلنډري ټانکیو کې ورکول کیږي.
 دا ډول جینټ دوه ساختماني عناصرو ته اجازه ورکوي څو یو بل ته په کمه اندازه ښویه شي.

B. ساختماني جینټونه . Construction joints
 دا ډول جینټونه په ساختمان جوړونه کې د اسانتیا برابرولو لپاره ورکول کیږي .
 دا ددې لپاره ورکول کیږي چې د پرله پسې ساختمان جوړولو ترمنځ تسلسل رامنځ ته شي.
 ددې ډول جینټونو د کارولو یو ځای هم د ذخیرې دیوال کې دی .
 د ساختماني جینټونو شمیر باید ترخپله وسه پورې کم وي او دا جینټونه باید داوبو له نفوذ څخه وساتل شي.
 ددې جینټونو ترتیب او موقعیت باید لا له وړاندې د انجینر په واسطه ټاکل شوی وي .

C. موقتي جینټ.Temporary joint
 موقتي خلاص جینټ د یو ساختمان لپاره هغه تش ځای دی چې په موقت ډول پریښودل شوی وي ،کوم چې د ساختمان له کارولو وړاندې بیرته د مسالې په واسطه ډکیږي .
 کله چې تش ځای د کانکریټو په واسطه ډک شي د تش پریښودل شوي ځای پلنوالی باید دومره وي چې څنګونه یې له ډکوولو وړاندې ښه چمتو شي او برابر شي.

د اوبو د ټانکیو ساختمانونو د جینټونو ترمنځ فاصله . Spacing between joints of water tank structures
که چیرې دنامنظم نشست ،انقباض او یا تودوخې د تغیر په پایله کې دتولید شوو تشنجاتو د اجازې ورکولو لپاره داسې کوم بل ترتیب نه وي ورکول شوی چې وکولی شي ددرزونو مخنیوی وکړی نو بیا باید د حرکت جینټونه په لاندې فاصلو سره ورکول شي.
 په اوسپنیز کانکریټي فرشونو کې د حرکت جینټونو ترمنځ فاصله له 7.5m زیاته نه وي .
 هغو فرشونو لپاره چې عادي فیصدي سیخان په کې کارول شوي ،دکانکریټو فرش کې دجینټونو ترمنځ فاصله له 4.5m زیاته نه وي .
 په کانکریټي دیوالونو کې د حرکت جینټونه باید په هر 7.5m کې ځای په ځای شي .په اوسپنیزکانکریټي دیوالونو کې په هر 6m کې ورکول شي.
 انبساط جینټ باید په نورمال په هرو 30m مې ورکول شي .
 خو بیا هم که چیرې تودوخه بدلیږي او یا هم غیرنورمال وي،یا هم ګرمې اوبه زیرمه کیږي د انبساط جینټ فاصله باید له 30m کمه ورکول شي.
 کله چې د تودوخې تغیر کم وي ضرور نه ده تر 45m پورې انبساط جینټ ورکول شي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

The-Wrong-Anemy-0 ناسم دښمن لاهورخان منګل

ناسم دښمن – ۳ برخه – وینه په وینه باید ونه مینځل شي

Aug 22, 2015

لیکواله: کرلوته ګال ژباړن: لاهورخان منګل وینه په وینه باید[...]

ايمان او وطن!

ايمان او وطن!

Jan 28, 2015

هسې دې انځور خوند را کړ ما ويل راځه یو[...]

د فخر افغان باچاخان ويناوې

د فخر افغان باچاخان ويناوې

Nov 27, 2015

لیکنه: ضیاءالحق سیند ما په خپله دې لیکنه کې د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022