لیکنه: حمیدالله حمیدي
په کانکور کې د بریا په موخه باید د زده کړو فن او چل زده کړئ.
ډېری زده کوونکي او په ځانګړې توګه هغه کسان، چې غواړي کانکور ورکړي، له دې سر ټکوي، چې له اندازې زیاته مطالعه کوي، خو څومره یې، چې زحمت ایستلی وي، په هغه کچه څه نه شي زده کولای. اصلي خبره دا ده، په کانکور کې، د بریا په موخه یوازې په زیاته کچه مطالعه کول نه، بلکې، د زده کړې او مطالعې لپاره ځانګړې لارې چارې دي، چې باید ورته پام وشي.
که څوک په ساعتونو ساعتونو بې له دمې مطالعه وکړي، خو د پام وړ لاسته راړنه ترې ونه لري، توپیر یې له هغه چا سره ډېر نشته، چې بخي یې مطالعه نه ده کړې. له مطالعې څخه اصلي موخه زده کړه کول دي، چې زده کړه کول بیا ځان ته خپلې لارې چارې لري او په دې باید پوه شو، چې څنګه کولای شو یوه څه زده کړو؟ مانا دا چې یوه مطلب داسې زده کړو، چې د اړتیا په وخت کې وکولای شو را په یاد یې کړو او ګټه ترې واخلو. د دې پوښتنې ځواب دا دی، چې لومړی باید د مطالعې او زده کړې فن او چل زده کړو.
د زده کولو فن (چل):
۱- نیت او قصد وکړئ، چې زده کوم یې.
د زده کړې او مطالعې په سر کې مو باید نیت دا وي هغه څه، چې واییئ زده کوئ یې او خپلې حافظې ته یې سپارئ. څېړونه ښودلې ده تر هغه وخت، چې انسان ونه غواړي، چې یوه څه زده کړي، په یوازې لوستلو سره یې هېڅکله هم په حافظه کې ځای نه نیسي.
په اصل کې نیت کول د کار د کولو اصلي لامل دی، چې دغه څه په اسلام کې هم روښانه دي، حدیث شریف دی، « إنّما الأعمال بالنیّات » ژباړه: (ټول عملونه په نیت پورې تړلي دي مانا دا چې د هر څه نیت، چې وکړئ هغه به تر سره کېږي) «ژباړن»
په ذهن کې د زده کړو شیانو وخت په پام کې نیول هم ډیر اړین دي. ډېری کسان غواړي زده کړي څه یې یوازې د کانکور د آزموینې تر ورځې پورې په ذهن کې پاتې شي او یا ډیر کله د نمرو او په ازموینو کې د بریا لپاره مطالعه کوي. د دې لپاره هغه څه، چې مطالعه کوئ او زده کوئ یې د زده کړې په وخت کې یې دا نیت وکړئ، چې دغه مطالعه یوازې په کانکور کې د بریا او یا هم په ښوونځي کې د نمرو اخیستلو لپاره نه کوم، بلکي غواړم د ډېر وخت لپاره مې معلومات په ذهن کې پاتې شي، نو د زده کړې او مطالعې په سر کې د دې خبرې نیت وکړئ.
۲- په پوره مینې او علاقې سره درس و وایئ.
«ډاکټر مارتین رادز» په دې باور دی، چې د موثرې او پایدارې زده کړې لپاره له هغه مطلب سره، چې غواړئ مطالعه یې کړئ مینه او علاقه ده. مارتین په دې پوره عقیده لري، که یو کس تر ټولو قوي حافظه هم ولري، خو که له هغه، څه سره، چې لولي یې مینه او علاقه ونه لري، هېڅ کله به یې هم په یاد پاتې نه شي او ډېر زر به یې له ذهنه ووځي. نو له هغه څه سره، چې مینه نه لرئ، خو مجبور یئ، چې زده یې کړئ هڅه وکړئ، په خداګاه ډول ځان ته داسې روحیه ورکړئ، چې ګواکي له دې مطلب سره مینه لرئ تر څو وکولای شئ، چې په اسانۍ او د ډېر مودې لپاره زده کړي څه په خپل ذهن کې وساتئ او د اړتیا په وخت کې ترې ګټه واخلئ.
څه ډول کولای شو له مطلبونو سره خپله مینه زیاته کړو، چې غواړو زده یې کړو؟
د دې پوښتنې ځواب ډېر اسانه دی.
د دې لپاره، چې و کولای شئ یو مطلب په ډېره اسانۍ سره زده کړئ او خپل ذهن ته یې وسپارئ، ځان ته داسې روحیه ورکړئ، چې ګواکي کلونه کلونه وړاندې موغوښتل، چې دغه څه زده کړئ او نن په دې بریالي شوي یئ، چې په لاس راوړئ او په پوره شوق او علاقې سره بې یې د ډېرې زیاتې مودې لپاره خپل ذهن ته وسپارئ. دا جمله مو تل په ژبه لرئ، له نور کسانو سره د همدې مطلب په اړه خبرې وکړئ، په اړه یې تحقیق وکړئ، د ګټې اخیستنې د ځایونو او اړین والي په اړه یې څېړنه وکړئ.
۳- روښانه کړئ، چې له زده کړې مو یې موخه څه ده؟
د زده کولو لپاره بل څه، چې ډېر اړین دي هغه موخه ده، چې د څه لپاره؟ ولې؟ او تر کومې کچې باید تاسوو دغه څه زده کړئ؟ تر هغه څه، چې غواړئ زده یې کړئ او موخه موده تر هغه ډېره هڅه وکړئ. د بېلګې په توګه، د دې پر ځای، چې و وایئ « زه غواړم انګلسي ژبه زده کړم» و وایئ « زه غواړم په راتلونکې کې د انګلسي ژبې ښوونکی شم»
په دې ځای کې د مطالعې د موخو لپاره یو څو ټکي ډېر اړین دي.
۱. موخې مو خپله وټاکئ، ځکه تر ټولو زیات اغېز به یې پر تاسو وي.
۲. هڅه وکړئ، چې موخه مو ښکاره او معلومه وي او د رسېدو لپاره هم مشخصه لاره ولري.
۳. موخه مو باید داسې وټاکئ، چې په نېږدې راتلوکې کې ورته رسېدل ممکن وي. سمه ده، چې په اوږده موده کې موخو ته رسېدل ګټور دي، خو په دې برخه ښه خبره دا ده، چې موخې مو په وړو وړو برخو و وېشئ، د بېلګې په توګه اوس یوازې غواړئ، په کانکور کې بریالي شئ، له هغې ورسته به مو مخه دا وي، چې څنګه کولای شې، هغه پوهنځي ته، چې بریالي شوي یئ په بریا سره پای ته ورسوئ، دنده لاسته راوړئ، ژوند جوړ کړئ، هېواد او خپلې ټولنې ته خدمت وکړئ.
ستاسو د بریا په هیله!