لیکنه: حمیدالله حمیدي
دا چې په دې ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کانکور آزموینې پیل شوې دي او په پاتې نورو کې پیلېدونکې دي، ومې غوښتل له هغه زده کوونکو سره، چې غواړي د کانکور ازموینه ورکړي، د خپلې خوښې د رشتې د ټاکلو لپاره ځینې مشورې شریکې کړم.
اوسنيو زده کوونکو له وړاندې په دې اړه فکر کړی وي، چې د ځان لپاره کومې څانګې یا رشتې وټاکي تر څو خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي، چې دغه کړنه ډیره مهمه او حیاتي ده، دا چې څنګه کولای شو په کانکور کې د خپلې خوښې وړ رشته وټاکو لاندې ټکي باید په پام کې ونیسئ:
۱- علاقه: ټول کسان په هغه کار کې بریالي وي، چې خوښ یې وي او مینه ور سره ولري نو، چې داسې ده باید د ځان لپاره داسې یوه رشته غوره کړئ، چې ور سره مینه ولرئ او و کولای شئ خپلو لوړو زده کړوته مو په پوره لېوالتیا ادامه ورکړئ، وروسته پکې کار وکړئ او خپل ژوند مو په اسانۍ سره د خپل مسلک څخه په ګټه اخیستنه مخ پر وړاندې بوزئ.
۲- استعداد او وړتیا: د رشتې په ټاکلو کې یوازې علاقه او مینه هم کافي نه ده باید په څنګ کې ور سره پوره وړتیا او استعداد ولرئ. دا چې زړه مو غواړئ، ډاکټر، انجینیر او یا هم وکیل شئ، بسنه نه کوي په دې برخه کې باید پوره وړتیا ولرئ.
پوښتنه: څه پوه شو، چې له کومې رشتې سره مینه لرو او په کومه برخه کې وړتیا لرو؟ کېدای شي ټاکنه مو مخکې کړې وي او ډیره کله دغه ټاکل شوې رشتې د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي د بېلګې په توګه کله چې تاسو په ۷ ټولګي کې وی، یو ډول فکر در سره وي خو کله، چې بیا تر ۱۲ ټولګي پورې رسېږي بیا پر نورو رشتو فکر کوئ یعنې تر ډیره کولای شئ خپله پوه شئ، چې کومه رشته مو خوښه ده، خو دا چې پوه شي څنګه کولای شي د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته لاره پیدا کړئ او یا پوه شي، چې ایا زه د دې پوهنځۍ لیاقت لرم او که نه تر ډیره سنجش ته اړتیا لري. د دې کړنې لپاره کولای شئ، چې د فکر او شخصیبت له ټسیټ( آزمایښت) څخه استفاده وکړئ او یا دا ډول نورې لارې چارې ولټوئ.
۳- رشته مو باید د تحصیل د دوام امکان ولري:
د رشتې د ټاکلو په وخت کې باید یوې مهمې پوښتنې ته ځواب ورکړئ، هغه دا چې کومه رشته، چې تاسو د ځان لپاره ټاکئ کولای شي تر لوړې کچې پورې پکې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړئ او که نه؟ د بېلګې په توګه څو کاله مخکې د ( پروتیز دندان) په برخه کې یوازې دومره کار ته اړتیا وه، چې کولای مو شول یوازې غاښونه او د هغوی درملنه زده کړئ، خو په دې وروستیو کې پکې ډیره څه اضافه شوي دي. بله پوښتنه دا چې هغه رشته، چې تاسو یې د خپل ځان لپاره ټاکئ تاسو او ستاسو د کورنۍ لپاره مهمه او ګټوره ده که نه؟! په ټوله کې ځینې رشتې دي، چې تر لوړې کچې پورې پکې د زدکړو کولو امکان نه وي ډیری یې داسې دي، چې ان تر دوکتورا پورې پکې زده کړې کولای شئ.
۴- په داسې رشته کې زدکړې وکړئ چې د کار بازار ولري:
تر ډیره زده کړې او د زده کړو دوام د دندې اخیستو په موخه وي، نو د همدې لپاره د رشتې په ټاکلو کې زیات فکر وکړئ. البته د کار په بازار کې ځینې کسان یو ډول غلط افکار هم لري د بیلګې په توګه، چې که انجینیري، طب، حقوق، اقتصاد پوهنځئ او یا هم داسې پوهنتونونوته لکه کابل پوهنتون، د کابل پولي تخنیک پوهنتون، هرات او یا هم بل پوهنتون ته بریالی شوم تر ډیره به د کار به بازار کې جذب شم، ښه ده چې داسې فکر در سره وي، او تر ډیره هم د رشتې انتخاب مهم دی، خو په ټوله کې لوړې زده کړې کول او بیا په خپله ټاکلې رشته کې استعداد درلودل مو ضرور یوه ځای ته رسوي.
۵- کورني شرطونه:
مخکې له مخکې د لوړو زده کړو لپاره د رشتې ټاکل، د دندې پیدا کول هم دي، چې وکولای شئ په اسانۍ سره په دنده شئ، که مو په کورنۍ کې پلار، ورور، تره، او بل څوک انجینیر وي ښه ده، چې د ځان لپاره همداسې رشته غورکړه، تر څو خپلې تجربې در سره شریکې کړي او هم په اسانۍ سره وکولای شئ دنده تر لاسه کړئ، که څه هم، چې دا یو کلي اصل نه دی. بې له شکه چې تاسو باید د خپلې کورنۍ د غړو مصلحتونوته احترام وکړئ او په زدکړو کې له تاسو سره د کورنۍ مرسته ډیره ضروري ده، ځکه د تحصیل دوره یوه داسې دوره ده، چې که خپله کورنۍ در سره ډیر کم مخالفت هم ولري، ستاسو لپاره به لویه ستونزه وي.
د لوړو زده کړو د دوام لپاره د رشتې ټاکل څو مهم عوامل لري چې په دقت سره باید ورته پام وکړئ. لومړی مو خپلو نمرو ته وګوري، نمرو ته په کتو مو د خوښې پوهنځی وټاکئ او ورسته په هغه ښار یا ولایت فکر وکړي، چې غواړئ پکې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړئ.
وروستۍ خبرې:
د رشتې او پوهنتون په ټاکلو کې پوره دقت وکړئ؛ ځکه ستاسو ټول ژوند پر همدې دوو شیان پورې تړلی دی. ستاسو راتلونکی ژوند مستقیمأ ستاسو په ټاکلې رشته، تحصیل او هغه ځای چې غواړئ خپلې لوړې زده کړې پکې سرته ورسوي اړیکه لري. کېدای واده کول چې د ژوند یو له ایړینو شیانو څخه شمېرل کیږي ستاسو په زدکړې او هغه ځای چې تاسو پکې زدکړې کړې دي مستقیمه رابطه ولري، نو چې داسې ټول وسواسونه مو له ذهنه لرې کړئ او پوره دقت وکړئ.
د رشتې، ښار یا ولایت، او پوهنتون په ټاکلو کې مهم ټکي کوم دي؟
هغه څه چې د رشتې په ټاکلو مشهور شوي په اصل کې یوازې د رشتې ټاکل نه دي بلکي ښار او پوهنتون هم دي، نو د رشتې په ټاکلوکې دغه درې مهم ټکي باید په پام کې ونیسئ.
۱- د رشتې ټاکل:
د رشتې په ټاکلو کې باید لاندې سوالونوته د خپل ځان لپاره قانع کوونکي ځوابونه پیدا کړئ:
ایا دغه رشته چې تاسو یې د ځان لپاره ټاکئ پېژنئ؟ ا یا د دې رشتې واحدونو ستاسو له روحیاتو او استعدا سره جوړ جاړی کوي؟
ایا له دې رشتې سره مینه لرئ؟
ایا له مینې سره په څنګ کې د دې رشتې د پرمخ بېولو توان لرئ؟ د بېلګې په توګه زه له ډاکټرۍ سره مینه لرم، خو دومره استعدا هم لرم،چې له وینې سره کار وکړم مړي و وینم، او د شپې لخوا هم کله لکه کاروکړ؟ او که یوازې په نوم پسې ګرځم، چې خلک و وایي فلانی کس په طب کې دی؟
ایا کولای شئ په دې رشته کې خپلو لوړو زدکړو ته تر لوړې کچې پورې ادامه ورکړئ او که یوازې د دوکلونو لپاره پکې درس ویلای شئ اوبس؟ او یا دا چې په خپل ځان کې دا توانایي وینئ، چې قدم په قدم مخکې ولاړ شي او خپلې زده کړو ته ادامه ورکړئ؟ د بېلګې په توګه د حقوقو رشته لولوئ، خو دا جرات هم باید لرئ، چې په څارنوالۍ کې د قاضي په توګه او یا هم په یوه زندان کې کار وکړئ؟ وکالت یوازې دفتري کار نه دی چې شیک دریشي دې اغوستې وي او نکتایي د وهلې وي، سهار وختي د دې لپاره، چې د خپل موکل څخه دفاع وکړې، څارنوالۍ او زندان ته ولاړ شې او راشې.
د پوهنتون ټاکل:
بلاخره کېدای شي تاسو تاسو د خپلې خوښې رشتې ته بریالي شوی، تاسو ته معلومه ده، چې د هېواد پوهنتونونه درجه بندي شوي دي، نو پوره دقت وکړئ د خپلو لوړو زدکړو د رسرته رسولو لپاره داسې پوهنتون وټاکئ، چې و کوالی شئ له محیط سره جوړ جاړی و کړي او په پوره خوښۍ سره پکې خپلې زدکړې وکړئ، که فکرأ ارام نه وی نو څنګه به وکولای شئ، چې خپل درسونه په پوره شوق سره ولولئ.
د ښار یا ولایت ټاکل:
که په دې پوه وی، چې په خپل ولایت او یا هم مرکزي پوهنتون کې لوړو زده کړو د پر مخ بېولو لپاره چانس نه درکول کیږي باید لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ.
د لېسانس تر کچې لوړې زده کړې کول لږ تر لږه څلور کاله وخت نیسي؛ پوره دقت وکړئ، ټول اړخونه وسنجوئ د بېلګې په توګه، ښار اب هوا، ښاري چاپېریال، د ورتلو لاره، د ورتلو د لارې وسیله، امنیت او دغه راز کوم لګښت، چې په تلو او راتلو کې یې تاسو کوئ، دغه ټولو ټکو ته په پام سره خپلو لوړو زده کړو ته د پر مخ بېولو لپاره مناسب اود خوښې وړ ښار یا ولایت وټاکئ.
ستاسو د بریا په هیله!
You also might be interested in
لیکنه: حميدالله حميدي له سپوږمۍ راډیو او مسیر ورځپاڼې په[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي نوې څېړنې ثابتوي چې تور انګور د[...]
په اروپا کې د زړه ډاکټرانو ټولنې په یوه څېړنه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی