• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

په کانکور کې که بریالی سو څه وکړو؟ یا که ناکام سو څه وکړو؟

Home لومړيتوبپه کانکور کې که بریالی سو څه وکړو؟ یا که ناکام سو څه وکړو؟

په کانکور کې که بریالی سو څه وکړو؟ یا که ناکام سو څه وکړو؟

لیکنه: اغاملوک سهار

تیره ورځ د کانکور نتایج اعلان سو، په زرګونو کسان دولتي لوړو او نیمه لوړو زده کړو بریالي سوي ته مبارکې وایم، خو په زرګونه کسان ممکن هغه رشته چې ددوي انتخاب وه، نه دي توانیدیلي، او یا بیخی نه وي بریالي سو،  ندي خفه کیږي.

که څه هم پنځه کاله مخکې ما په کانکور کې په لوړه نمره هغه پوهنځې ته ولاړم چې علاقه مې ورسره وه، نورې پوهنځې مې هیځ انتخاب نکړی که زه هغې پوهنځې ته بریالی سوي نه وای، نو بیا به مې په شخصې ډول دا رشته ویله.

 خو ددي لپاره چې زه دي رشتې ته بریالی سم نو ما د کانکور اماده ګې په یوولسم ټولګې کې وویله،په دوولسم کې مې د دوهم ځل لپاره بیا وویله. هغه وخت د ښوونځې په ډیری ټولګیو کې اولنمره وم کاش نه وای.

زه مجبور وم له اووم څخه تر دوولسم ټولګې پورې ټول کتابونه تر کانکور پورې څو ځلې ووایم،تاریخ، او څو نورو کتابونو سره چې زما علاقه نه وه یوازې د یوولسم او لسم ټولګې تاریخ ما تر کانکور پورې تر ۱۱ ځلې ډیر لوستې وو، زه مجبورم ټول کتابونه ډیر دقیق ولولم. په داسې حال کې زما علاقه له داسې رشتې سره وه چې د ښوونځې ډیر کمو کتابونه ورسره تړاوو درلود.

له مجبوریت ما ټول کتابونه دومره دقیق لوستل چې چا به پوښتنه رانه وکړه ما د ځواب تر څنګ د هغه پاڼه او څپرګی هم ورته ښودل، کاش نه واي ځکه دا ټول روانی فشار و، نه سمه مطالعه او لیاقت.

بلاخره کانکور رانژدې سو، له ما نه د کورنۍ غوښتنه دا وه چې زه باید طب ووایم، خو ما ورته وویل زه له طب سره علاقه نلرم او دوهم دلیل یې داده چې اووه کاله طب دی، څلور یا پنځه کاله یې تخصص دی،بې له تخصص څخه فکر نه کوم دا مسولیت مناسب وي، او یو دوه کاله زه، مریض او معاینه خانه نه سو سره پیدا کولاي،نو دومره وخت حوصله نلرم. او بل زه له ټکنالوجې سره علاقه لرم او په دیارلس کاله کې ډیر څه کولاي سم.

ما په کانکور کې هغه څه انتخاب کړو چې علاقه مې ورسره درلوده، ور کامیاب سوم،ټول ویل چې زه بریالی زده کوونکی وم ځکه زما د ښوونځي د نمبرو اوسط ۹۷٪ و، او په کانکور کې هغه څه ته ولاړم چې ما غوښتل، خو اصلاُ زه ناکام وم، زه ډیر ځوریدلی وم، بلا رواني فشارونه مې زغملی وو،یوازې په دوه کلونو کې دوه اخترونه مې دوه دوه ورځې تفریح وکړه. ما سره ویره وه چې باید په کانکور کې بریالی سم، نو مې ټول خوښ او ناخوښ کاپی پیست او یادول. کله چې زه پوهنتون ته ولاړم، نور مې ځان سره مې وویل چې دا ځل به نمرو ته درس نه وایم ځان ته به یې وایم.

ما لیسانس هغه ډول وویل چې مې غوښتل، ډیر څه مې زده کړو، له پوهنتون څخه نه بلکې له خپل پلان څخه او علاقې څخه.

 ما هيح کله هم ټول وخت پوهتنون ته ورنکړ، بهر مې کورسونه ولوستل،انلاین مې زده کړي وکړي، له بریالی کسانو سره مې ناسته ولاړه درلوده، هغه څه په لټه کې وم چې سبا زه په کارې مارکيټ کې ورسره مخ کیږم، ځکه زه پوهیدم چې د افغانستان د پوهنتونونو کریکوم د کارې مارکیټ ۴۰٪ اړتیاوې نه سي پوره کولاي، له هیواد بهر د افغانی پوهنتونونو په ډیپلوم څوک فوټبال هم نه کوي،دنده نه درکوي،تر څو خپله ورسره کوشش ونه کړي، زه باید هغه څه زده کړم چې زما ژوند بدل کړي، نوي څه باید ولولم،…

زه فارغ سوم خو په اولنمره ګې نه بلکې په متوسط نمرو چې له سره مې ځانته خوښې کړي وي، خو تر فارغیدو مخکې ما ځان ته کارآفریني کړي وه،ګټورې اړیکې مې جوړې کړي، هیڅ دندې ته مې اړتیا نه درلوده، زما ډیری ټولګیوال له فارغیدو وروسته په دندو پسې ګرځي، خو اوس هم ډیری بې دندې دی، دوي له پوهنتون څخه ډیپلوم ددي لپاره زر واخیست چې چیرته دندې ته اپلای وکړی، دري ځلي دولتي دندې کولو غوښتنه رانه وسوه،ورته ومي وویل چې نسم کولای، غواړم خپله کمپنۍ مخته یوسم. ما تر اوسه جوړ ډیپلوم د پوهځني له ادارې نه ديراخیستي ځکه اړتیا یې نسته، پنخه کاله مخکې مې شهادت نامه اخیستی،د ځینو کورسونو سند لرم تر ننه چا پوښتنه ونه کړه چې ته له ښوونځي فارغ یې کنه، که پوښتنه څوک کوي وای ، وای څه دي زده دي کنه.

ما ډیری کسان ولیدو چې کلونه پخوا له پوهنتون څخه فارغ سوی،حتا ماسټرې لري، تراوسه کومه لاس راوړنه نه لري، یوازې یوه عادی دنده مخته وړي او بس.

ریچارډ برانسون پوهنتون ونه لوستل خو ویرجن ګروپ یې جوړکړ. بیل کیټس له حقوقو څخه څخه ډراپ سو، مایکروسافټ کمپنې جوړه کړه. مازوکربورګ به پوهنتون نه ډراپ سو، فیسبوک یې جوړ کړ. سټیو جابز له پوهنتون نه ډراپ سو،اپل کمپنۍ یې جوړه کړه. جک ما ناکام سو، علې بابا کمپنۍ جوړه کړه. او داسې نور په زرګونه کسان، که ما هغه دومره بې ځایه زحمتونو په ځای، په هغه څه کې بوخت واي چې علاقه مې ورسره درلوده ممکن اوس ما ډیر څه کړي وای.

دا پورته کسان چې ما یې یادونه وکړه دوی له پوهنتون نه ډراپ سو، یا ناکام وو خو وروسته ډیر بریالی سو بیا یې څو څو افتخارې دوکتوراوي له هغه پوهنتونونو څخه ترلاسه کړي چې دوي یې ناکام کړي وو، ولي دوی یوه هم سند ته ارزښت نه ورکول، بلکې وړتیا او نوښت ورته ارزښت ورکول.

زه په دي باور یم څومره چې یو کس ډیر علوم(لیسانس،ماسټرې،دکتورا) لولي همدومره محافظه کار کیږي، او له ماجراجویې څخه لویږي. محافظه کار خلګ ډیر نوښتګر نه وي.

تاسو به ډیر کم خلګ پیدا کړی چې دوی دي دوکتوراوي ولري او ډیر اختراعات او نوښتونه دي کړي وي، ځکه تراوسه هغو کسانو ډیر نوښتونه او اختراعات کړي چې یو څه سره پوره علاقه درلوده، لکه آډیسون، انشتاین، نیوټن، سټیو جابز، ریچارد براسون، آلان ماسک،زوکزبورګ،سټیو وازنیاک،….

دیته ورته کسانو ډیره مطالعه او تجربه درلوده، نه ډیر سندونه. ډیره مطالعې او تجربې ترتش په نوم سندونه څخه سل ځلې بهتره دي.

نو کانکور یو فرصت دي چې تاسو د خپلې خوښې رشتې ته لار ومومي، که مو د خوښې رشتي ته لار نه وي موندلي ژوند اوږد دي، د زده کړو په ډګر کې یو کال ډیر کم وخت دي، که تاسو داسې رشتي ته ولاړ سې چې علاقه نه ورسره لري، ممکن وروسته په کلونو بې کاره له مشکلات ډک وخت تیر کړي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

ابو حنیفه کتابتون پرانستل شو

ابو حنیفه کتابتون پرانستل شو

Apr 10, 2016

حبیب وقار د روان ۱۳۹۵ هجري لمریز کال د وري[...]

شفیق الله امیرزی

خطرناک میراث

Feb 10, 2015

خطرناک میراث! افغانستان داسې یو هیواد دی چې ډیرۍ قومونو[...]

په کانکریټو کې د راټولیدو یا انقباض جینټ –د هغې موقعیت او جوړول . Contraction Joint in Concrete – Their Location and Construction

Oct 4, 2018

په کانکریټو کې د راټولیدو یا انقباض جینټ په مالوم[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d