په کتلوي کانکریټو کارونو کې ساختماني جینټونه هغه وخت ځای په ځای کیږي ،کله چې په یوځل کانکریټ اچول نه بشپړیږي .په ساختماني کې ډيری وخت داسې کیږي چې د کانکریټو اچول د بیلابیلو دلایلو له امله وړاندې له دې چې کار یشيړ شي د کانکریټو اچولو په منځ کې یو خنډ او کار بلې ورځې ته پاتې کیږي .په دې وخت اړتیا ده د تیرې ورځې سختو کانکریټو پاتې شوی مخ او تازه کانکریټو تقاطع باید په سم ډول داسې سره ونښلول او پیوند شي چې بارونه په سم ډول ولیږدوي او د اوبو لیکیج په کې پیدا نه شي.دغه د تقاطع مخ ته ساختماني جینټ او یا ورځې کار(daywork) جینټ ویل کیږي .په دې مقاله د ساختماني جینټونو ډولونه ،د جینټونو موقیعت غوره کول ،کیفیت او په کانکریټو کې د ساختماني جینټونو ډولونه د بحث لاندې نیول شوي .
د ساختماني جینټ ډولونه .Types of Construction Joint
ساختماني جینټونه په بیلابیلو ډولونو ویشل کیږي چې په لاندې ډول دي .
1. بټ ډول ساختماني جینټ .. Butt Type Construction Joint
بټ ډول ساختماني جینټونه د جینټونو ساده ډول دی چې د یو جلا کوونکی (bulkhead) په واسطه منځ ته راځي او په نریو فرشونو کې د قناعت وړ دی او په درندو وزن شوو کې نه کاریږي.
2. ژبه او جري ساختماني جینټ . Tongue and Groove Construction Joint
د ژبې او جرۍ ډول ساختماني جینټ معمولا په سلبونو کې ورکول کیږي .د جرۍ جوړولو لپاره کیدای شي فلزۍ بسته کونکی ،لرګی او یا دیته ورته څه په کې ځای په ځای شي .دویمې کانکریټو ځای په ځای کول جرۍ ته ننوځي څو ژبه تشکیل کړي او په دې توګه عرضي قوو ته اجازه ورکړي څو د جینټ له لار ولیږدول شي.
3. بټ ډول ساختماني جینټ له ډول سیخ سره . Butt Type Construction Joint with Dowel
دا ډول جینټ د دودیز بټ ډول ساختماني جینټ څخه تیر او بیر د سیخ په ورکولو سره منځ ته راځي .دا ډول سیخ چې (Dowel) بلل کیي د بارونو د لیږد لپاره کاریږي .
4. بټ ډول ساختماني جینټ له تړونکی سیخ سره . Butt Type Construction Joint with Tie bar
دا دریم ډول جینټ په شان دی مګر په دې کې کارول شوی سیخ تړنکی دی .تړونکی سیخ رخداره فولادی راډ وي کوم چې سطحې مساحت یی زیاتیږي کوم چې بیا ددواړو کانکریټو ترمنځ اسطکاک زیاتوي.
د ساختماني جینټ موقیعت غوره کول . Location Selection of Construction Joint
د ساختمان جینټ دموقیعت غوره کول د مداومت او بار اغیزمن لیږد لپاره ډیر مهم دی .د جینټ موقیعت غوره کولو پرمهال لاندې ټکي په پام کې ونیول شي.
1. ساختماني جینټونه کیدای شي په سلب کې په هربرخه کې د سلب وایې سره موازي ځای په ځای شي،په اثتثنی د د T بیم چې په کې جینټونه په هغه برخه کې ورکول کیږي چیرته چې سلب له بیم سره یوځای د انحنا پروړاندې مقاومت کوي.
2. نو ځکه د سلبونو او بیمونو لپاره د (ACI 318-11, Section 6.4.4). له مخې ساختماني جینټونه د وایې په واسطه کې دوه پردرې برخه کې ورکول شي.
3. په ګاډرو کې جینټونه د بیمونو د تقاطع څخه د بیم د پلنوالې دوه چنده واټن کې ورکول شي. (ACI 318-11, Section 6.4.5)..
4. هغه کانکریټي عناصر چې د جانبي قوو لپاره ډیزانیږي د ساختماني جینټونو لپاره ځانګړې پاملرنه غواړي.
5. په دیوالونو کې په افقي اوږودوالي کې معمولا په 40 ft کې سپارښتنه کیږي.
6. دا اسانه ده چې افقي جینټونه په فرش کې او یا هم د کړکۍ په کرسي لیول کې ځای په ځای شي .
7. د هایدرولیکي ساختمانونو په ډيزاین کې ساختماني جینټونه معمولا په لنډ انټروال کې ځای په ځای کیږي څو انقباض او د تودوخې تشنجات راکم شي .
8. که چیرې د کانکریټو کار په منځ کې کانکریټو اچول د کانکریټو د ابتدايي ځان نیونې یا جوش له وخته زیات وځنډید نو د کانکریټو زړه سطحه ساختماني جینټ فرضیږي .خو په ټوله کې ساختماني جینټ باید هغه ځای کې ځای په ځای شي چیرته چې عرضي قوه کمه وي .
د ساختماني جینټ کیفیت . Quality of Construction Joint
ساختماني جینټ کیفیت د کانکریټو د اچولو څخه اغیزمن کیږي .ښه پیوند او نښتل او د اوبو تیریدو پروړاندې کلکوالی د ښه کیفیت کانکریټو په کارولو سره ترلاسه کیږي کوم چې ټیټ سلمپ ولري.
کوم کانکریټ چې اوبه ترې بهیږي او سره جلا کیږي د نښتلو او پیوند کمزورې سطحه منځ ته راوړي.د کانکریټو پاتې شوې سطحه باید پاکه وي .زیږ جغل چې راوتلی وي کارول یي ښه نه دي.
د ساختماني جنینټ ګټې . Advantages of Construction Joint
په کانکریټو کې د ساختماني جینټ د ځای په ځای کولو ګټې په لاندې ډول دي .
1. د فرشونو افقي حرکت منځ ته نه راځي .
2. محدود عمودي حرکت .
3. مالوم اندازه بار لیږد
4. د څنډو خوندیتوب .
5. د درزونو پیداکیدو مخنیوی د حرارت د نوسان له امله .
6. د دوه کانکریټو ځای په ځای کیدو ترمنځ ښه نښتل .