لیکki: پوهیالی کفایت الله کاکړ
ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځي استاد اګرانومي دیپارتمنت
په تیر پسې …
کیمیاوي سرې: هر هغه طبعي یا مصنوعي مواد چې کم تر کمه ۵ سلنه د یو یا څو لمړنیو عناصرو (primary elements) څخه ولري د سرې (fertilizer) په نوم سره یادیږي چې د صنعت له مخې ورته منرالي سرې وایي.
کیمیاوي سرې کیدای شي یو یا څو ضروري عناصر ولري، هغه سرې چې یو ضروري عنصر ولري د ساده سرو (single, simple or straight fertilizer) په نوم سره یادیږي په داسې حال کې هغه سرې کوم چې دوه یا څو ډیر لګښته ضروري عناصر ولري د مرکبو سرو (mixed or compound fertilizer) په نوم سره یادیږي. دا چې نایتروجن، فاسفورس او پوتاشیم د نبات لپاره ډیر ضروري عناصر دي نو په همدې اساس کیمیاوي سرې هم د همدغو عناصرو په واسطه په ګروپونو ویشل شوي دي.
نایتروجني سرې (nitrogenous fertilizers): په ډیرو ساده او مرکبو سرو کې نایتروجن د امونیم (NH4) په بڼې سره وي، مګر ډیر ژر په خاوره کې د باکتریا په واسطه د نایترایت (NO3) په بڼه بدلیږي. ډیری نباتات او په ځانګړې ډول غلې دانې د امونیم په نسبت نایترایت ته مثبت عکس العمل ښایي او زر یې جذبوي، مګر ځینې نور نباتات بیا دواړه په یو شان جذبوي. د نایتروجني سرې ډولونه په لاندې توګه دي.
نایترایتي سرې (nitrate fertilizers): پدې ډول سرو کې نایتروجن د نایترایت په بڼه د نوور عناصرو سره یوځای کیږي. نوموړې سرې ډیر زر تجزیه کیدونکي دي چې نایترایت یې د نباتاتو د جذب وړ ګرځي. څرنګه چې نایترایت متحرک دی او په اسانۍ سره د ریښو ساحې ته ځان رسوي نو په همدې اساس استعمال یې د نباتاتو د پاسه (top dressing) یا هم د خاورې په سطحه صورت نیسي. د یادونې وړ دی چې د نوموړو سرو د مینځلو (leaching) خطر هم ډیر وي.
د نایترایتي سرو مثالونه له سودیم نایترایت (NaNO3) څخه چې ۱۶ سلنه نایتروجن لري، کلسیم نایترایت (Ca(NO3)2) چې ۱۵.۵ سلنه نایتروجن لري او پوتاشیم نایترایت (KNO3) چې ۱۳.۴ سلنه نایتروجن او ۴۴ سلنه پوتاشیم لري عبارت دي.
امونیمي سرې (ammonium fertilizers): پدې ډول سرو کې نایتروجن د امونیم په بڼه د نورو عناصرو سره یوځای شوی وي. په خاوره کې د استعمال په صورت کې اموینم یې د خاورې د کلوئیدونو په واسطه نیول کیږي ترڅو چې په نایتریتونو باندې بدل شي. نوموړې سرې د مینځلو په مقابل کې مقاوم دي هغه ځکه چې امونیم د کلوئیدونو په واسطه جذب شوي وي او په خاوره کې تیزابي خواص ښکاره کوي.
د امونیمي سرو مثالونه له امونیم سلفیت ((NH4)2SO4) څخه چې ۲۰ سلنه نایتروجن لري، امونیم فاسفیت (NH4H2PO4) چې ۲۰ سلنه نایتروجن او ۲۰ سلنه فاسفورس لري، امونیم کلوراید (NH4Cl) چې ۲۴ – ۲۶ سلنه نایتروجن لري، بې اوبو امونیا چې ۸۲ سلنه نایتروجن لري او اوبه لرونکی امونیا چې ۲۸ سلنه نایتروجن لري عبارت دي.
نایترایتي او امونیمي سرې (nitrate and ammonium fertilizers): پدې ډول سرو کې نایتروجن په دواړو بڼو یعنې د امونیم او نایتریت په شکلونو سره شتون لري چې په اوبو کې منحل او د هر ډول خاورو لپاره د استفادې وړ دي. ددې سرو نایترایت ډیر ژر د نباتاتو د استفادې وړ ګرځې په داسې حال کې چې امونیم یې د مینځلو په مقابل کې مقاومت لري او په وروستیو مرحلو کې د نباتاتو په واسطه د استفادې وړ ګرځي. همدارنګه نوموړې سرې په خاوره کې تیزابي خواص ښکاره کوي.
د دې ګروپ د سرو مثالونه له امونیم نایترایت (NH4NO3) څخه چې ۳۲.۵ سلنه نایتروجن لري، امونیم سلفیت نایترایت ((NH4)2SO4NH4NO3) چې ۲۶ سلنه نایتروجن لري او کلسیم امونیم نایترایت (Ca(NH4NO3)2) چې ۲۵ سلنه نایتروجن لري عبارت دي.
اماید سرې (amide fertilizers): نوموړې سرې د کاربن مرکبات دي نو په همدې اساس ورته د عضوي سرو کلیمه هم استعمالیږي. نوموړې سرې په اوبو کې منحل دي او ډیر زر د کوچنیو موجوداتو په واسطه تجزیه کیږي. نوموړې سرې په خاوره کې لومړی په امونیم او بیا په نایترایت بدلیږي چې مهم مثالونه یې له یوریا (Ca(NH2)2) څخه چې ۴۶ سلنه نایتروجن لري او کلسیم سیاناماید (CaCN2) چې ۲۲ سلنه نایتروجن لري عبارت دي.
د نایتروجني سرو د استعمال په وخت کې باید لاندینیو ټکو ته پاملرنه وشي.
د شولو لپاره باید د امونیم شکله نایتروجني سرو څخه استفاده وشي او د نورو نباتاتو لپاره د خاورې په نظر کې نیولو سره باید سره انتخاب شي.
په دوامداره توګه د امونیمي سرو استعمال د خاورې د تیزابي کیدو سبب ګرځي نو په همدې اساس باید د هغوئ مخنیوی وشي.
ټول نایترایتي سرې د نباتاتو د پاسه شیندلو (top dressing) لپاره مناسب دي.
دا چې نوموړې سرې د مینځلو د خطر سره مخامخ دي نو باید په سپکو او شګلنو خاورو او د اورښت په وخت کې استعمال نشي.
ددې سرو سپارښت شوی مقدار باید په دوو یا دریو مرحلو کې استعمال شي.
فاسفورسي سرې (phosphorus fertilizers): نباتات فاسفورس د HPO4-2 او H2PO4-1 په بڼو سره جذبوي. فاسفورسي سرې د کلسیم سره د فاسفوریک اسید د یوځای کیدو په اساس په دریو ګروپونو ویشل شوي دي.
په اوبو کې منحل فاسفوریک اسید لرونکي فاسفورسي سرې (Ca(H2PO4)2): نوموړې سرې له سوپر فاسفیت څخه چې ۱۶ – ۱۸ سلنه P2O5 لري، ډبل سوپر فاسفیت چې ۳۲ سلنه P2O5 لري، دریپل سوپر فاسفیت چې ۴۶ – ۴۸ سلنه P2O5 لري او امونیم فاسفیت چې ۲۰ سلنه نایتروجن او ۲۰ سلنه P2O5 لري عبارت دي. نوموړې سرو ته مونوکلسیم فاسفیت هم وایي.
په ستریک اسید کې منحل فاسفوریک اسید لرونکي فاسفورسي سرې (CaHPO4): نوموړې سرې له ساده سلګ (basic slag) څخه چې ۱۴ – ۱۸ سلنه P2O5 لري او دای کلسیم فاسفیت چې ۳۴ – ۳۹ سلنه P2O5 لري عبارت دي. نوموړې سرې په تیزابي خاورو کې منحل دي.
غیر منحل فاسفوریک اسید لرونکي فاسفورسي سرې (Ca3(PO4)2): نوموړې سرې د ډبریز فاسفیت (rock phosphate) څخه چې ۲۰ – ۴۰ سلنه P2O5 لري، د هډوکو پوډر (bone meal) چې ۲۰ – ۲۵ سلنه P2O5 او ۳-۴ سلنه نایتروجن لري او بخار شوي د هډوکو پوډر چې ۲۲ سلنه P2O5 لري عبارت دي. دغه سرې د قوي تیزابي او عضوي خاورو لپاره کوم چې ډیر مقدار فاسفورس ته ضرورت ولري مناسب دي.
د فاسفورسي سرو د موثر استعمال لپاره باید لاندینيو ټکو ته خاصه پاملرنه وکړو.
دانه دارې سرې کوم چې په اوبو کې منحل وي نسبت پوډري سرو ته په تیزابي او خنثی خاورو کې ښه نتیجه ورکوي.
په تیزابي او خنثی خاورو کې د اوبو منحل پوډري سرو استعمال په پولو کې نسبت د خاورې سره په ګډولو کې غوره نتیجه ورکوي.
په اوبو کې منحلې سرې په پولو کې د استعمال په صورت کې ښه نتیجه ورکوي.
ددې لپاره چې له فاسفورسي سرو څخه موثره استفاده وشي نو لازمي بریښي چې د نورو عناصرو مناسب مقدار باید شتون ولري.
پوتاشیمي سرې (potassium fertilizers): پدې سرو کې پوتاشیم دکلوراید، سلفیت او نایترایت سره یوځای شويدي. کابو ټول پوتاشیمي سرې په اوبو کې منحل دي او د نباتاتو لپاره په یوشان برابریږي. هغه پوتاشیمي سرې چې په خپل ترکیب کې سلفر، مګنیزیم یا سودیم لري د ځانګړی اګرانوميکي ارزښت لرونکي دي ځکه چې د پوتاشیم څخه پرته نور عناصر هم لري. همدارنګه هغه پوتاشیمي سرې چې په خپل ترکیب کې سلفر یا کلورین لري باید په پوره دقت او فکر سره استعمال شي ځکه چې نوموړې سرې ښایي د ځینو نباتاتو لپاره خطرناک واقع شي او د هغوئ د له منځه تللو سبب وګرځي.
د پوتاشیمي سرو مثالونه له پوتاشیم کلوراید (KCl) څخه چې ۶۰ – ۶۳ سلنه K2O لري، پوتاشیم سلفیت (K2SO4) چې ۵۰ – ۵۳ سلنه K2O او ۱۸ سلنه سلفر لري، پوتاشیم مګنیزیم سلفیت (K2SO4 MgSO4) چې ۲۲ سلنه K2O لري، پوتاشیم نایترایت (KNO3) چې ۱۳ سلنه نایتروجن او ۴۴ سلنه K2O لري او پوتاشیم میتا فاسفیت (KPO3) چې ۴۰ سلنه K2O او ۶۰ سلنه P2O5 لري عبارت دي.
مرکبې سرې (compound fertilizers): مرکبې سرې د نباتاتو لپاره دوه یا درې مهم ضروري عناصر برابروي. نوموړې سرې د ساده سرو د یوځای کیدو څخه تولیدیږي چې د نایتروجن، فاسفورس او پوتاشیم په تناسب سره ښودل کیږي. مرکبې سرې ډیر عناصر لري او استعمال یې اقتصادي تمامیږي.
نوموړې سرې د هغوئ د درجې (grade) په واسطه پیژندل کیږي چې ځینې یې له 6:12:6، 5:10:10، 9:9:0، 15:15:15، 20:20:20 او نورو څخه عبارت دي. د مثال په ډول 6:12:6 پدې معنی دی چې پدې سره کې ۶ سلنه نایتروجن، ۱۲ سلنه P2O5 او ۶ سلنه K2O شتون لري.
بطي تجزیه کیدونکي سرې (slow release fertilizers): پدې سرو کې عناصر په داسې ډول ترتیب شوي وي چې په تدریجي ډول تجزیه او د نبات لپاره د استفادي وړ وګرځي. پدې سرو کې مهم ضروري عناصر د سلفر یا نیمه قابل نفوذ مادې په واسطه پوښل کیږي. نوموړې سرې د څو ځلې استعمال څخه مخنیوی کوي او د ډير مقدار استعمال په صورت کې هم د نبات لپاره خطرناک نه تمامیږي، مګر قیمتونه یې لوړ دي.
د سرو د مقدار معلومول
د سرو هغه مقدار چې باید په یوه مشخصه اندازه ځمکه کې استعمال شي د لاندینیو عواملو په واسطه ټاکل کیدای شي.
د نبات د مناسبې ودې لپاره د غذایي موادو د ضرورت په اساس
د عناصرو په شتون او د خاورې د حاصلخیزي په اساس
د کروندې د اوبو او رطوبت د شتون په اساس
د کرل کیدونکی نبات په اساس
د سرو د ډول او درجې په اساس
اکثراً کیمیاوي سرې په ۵۰ کیلو ګرامه بوجیو کې بازار ته عرضه کیږي چې دا ټول غذایي مواد نه وي بلکې یواځې فعال مواد یې مهم وي او د هغوئ فعال مواد (active ingredients) د بوجیو د پاسه په سلنه (٪) سره لیکل شوي وي. د مثال په ډول که په بوجیو کې 15:15:15 لیکل شوی وي، پدې معنی ده چې په ۵۰ کیلو ګرامه کې ۱۵ سلنه نایتروجن، ۱۵ سلنه فاسفورس او ۱۵ سلنه پوتاشیم شتون لري چې هر یو ۷.۵ کیلو ګرامه سره مساوي کیږي. د سرو د محاسبې لپاره لاندې ټکې باید په پام کې ولرو.
په بوجیو کې د فعال موادو د پیدا کولو لپاره د هغوئ سلنه په دوو تقسیمو. د مثال په توګه که په بوجیو کې 15:15:15 لیکل شوی وي نو هر یو ۷.۵ کیلو ګرامه سره مساوي کیږي. که چیرې د سپارښتنې مقدار N60:P60:K60 په هکتار سره وي نو تر ټولو اسانه دا دی چې بزګر 15:15:15 مرکبه سره غوره کړي. دا چې مخکې مو په نوموړو سرو کې فعال مواد (۷.۵ کیلو ګرام) پیدا کړی وه نو اوس د بوجیو شمیر د تناسب په اساس پیدا کوو.
1= 7.5 kg
x= 60kg
X= 60 kg / 7.5 kg = 8 bags نو د سپارښت شوو سرو لپاره ۸ بوجیو ته ضرورت لیدل کیږي.
که چیرې د نایتروجن سپارښتنه ۶۰ کیلو ګرامه په هکتار وي د امونیم سلفیت چې ۲۱سلنه نایتروجن لري څو برجیو ته ضرورت لیدل کیږي؟ په ۵۰ کیلو ګرامه بوجیو کې د امونیم سلفیت فعال مواد ۱۰.۵ کیلو ګرامه ده نو د تناسب په اساس د امونیم سلفیت کابو ۶ بوجیو ته ضرورت لیدل کیږي.
کله چې د لومړنیو عناصرو د سپارښتنې مقدار سره توپير ولري نو په هغه صورت کې لومړی له مرکبو سرو څخه استفاده صورت نیسي او پاتې نور عناصر د ساده سرو څخه محاصبه کیږي.
د مثال په ډول که چیرې سپارښتنه N60:P30:K30 کیلو ګرامه په هکتار وي نو د 15:15:15 څخه لومړی استفاده کوو او پاتې د نایتروجن مقدار له نایتروجني سرو څخه د پورته فورمولې په اساس محاسبه کوو. یعنې ۴ بوجی له پورته مرکبې سرې څخه استعمالیږي او پاتې ۳۰ کیلو ګرامه نایتروجن کولی شو له کابو ۱.۵ بوجی یوریا څخه پوره کړو.
د سرو د استعمال وخت
ددې لپاره چې له سرو څخه موثره استفاده وشي اړینه ده چې په مناسب وخت او ځای کې استعمال کړی شي. د سرو مقدار او د استعمال وخت مختلفو عواملو پورې اړه لري چې د نبات له ډول، د کرلو وخت، کرنیز تناوب، د خاورې او اقلیمې شرایطو څخه عبارت دي. د غوره کرنیزو عملیو د ترسره کولو ترڅنګ باید بزګران کوښښ وکړي چې سرې په داسې وخت کې استعمال کړي چې نباتات ورته اړتیا ولري ترڅو نباتات وکولی شي ډیر مقدار غذایي عناصر له هغوئ څخه ترلاسه کړي. د سرو د بې وخته استعمال په صورت کې ښایي نباتات ورڅخه په ښه بڼه استفاده ونکړي ځکه چې ځینې سرې د مینځلو له خطر سره مخامخ وي.
څرنګه چې نباتات نایتروجن ته د ودې په ټوله مرحله کې اړتیا لري او له بلې خوا نایتروجني سرې د مینځلو له خطر سره مخامخ دي نو د ډیر مقدار نایتروجني سرو د استعمال څخه باید مخنیوی وشي. نوموړې سرې باید په څو مرحلو کې استعمال شي ترڅو له یوې خوا یې موثریت ډير شي او له بلې خوا نباتات د نایتروجن له کمښت سره مخامخ نشي.
نباتات فاسفورس ته د ودې په لومړنیو مرحلو کې په ډیر مقدار سره اړتیا لري. څرنګه چې فاسفورسي سرې په تدریجي ډول د نبات لپاره محیاء کیږي نو کولی شو چې د سپارښتنې ټول فاسفورس د کروندې جوړولو په وخت کې یا د کرلو څخه مخکې استعمال کړو.
پوتاشیم د نباتاتو د ودې په وروستیو مرحلو کې ډیر جذبیږي او نباتات ورته اړتیا لري. څرنګه چې پوتاشیمي سرې هم لکه فاسفورسي سرو غوندې په بطي ډول تجزیه او د نباتاتو لپاره محیاء کیږي نو غوره به وي چې د نباتاتو د کرلو په وخت کې استعمال کړی شي.
د سرو د ستعمال طریقې
د عضوي یا کیمیاوي سرو منظم استعمال یوه غوره کرنیزه عملیه ده. د سرو د استعمال طریقه د نبات د کرلو په ډول، د سرې په ډول او ځینو نورو عواملو پورې اړه لري. دا چې نایتروجني سرې متحرک او په اوبو کې منحل دي نو کولی شو چې د خاورې په سطحه یې استعمال کړو.
فاسفورسي او پوتاشیمي سرې بطي حرکت کوی نو په همدې اساس باید د ریښو د ساحې سره نژدې استعمال شي ترڅو نباتات وکولی شي د هغوئ څخه په اسانۍ سره استفاده وکړي. د سرو د استعمال مختلفې طریقې په لاندې ډول ښودل شوي دي.
د پاشلو طریقه (broadcasting): پدې طریقه کې سرې د ځمکې په سطحه باندې پاشل کیږي ترڅو ټولې ساحې ته په مساوي توګه سره ورسیږي. نوموړې طریقه د ګڼ کرل شوو نباتاتو او مالڅړګاو (pastures) لپاره استعمالیږي، همدارنګه د هغو سرو لپاره هم استعمالیږي چې د خاورې سره د قلبې په نتیجه کې ګډول کیږي.
قطاري طریقه (row or band placement): په دې طریقه کې سرې د قطار په بڼه د کرل شوو نباتاتو د ریښو د ساحې یا تخم سره نژدې استعمالیږي. نوموړې طریقه کې سرې په سوریو یا د پولو د پاسه د نبات سره نژدې ځای په ځای کیږي ترڅو نباتات ورڅخه په اسانۍ استفاده وکړي.
د نباتاتو د پاسه د پاشلو طریقه (top dressing): نوموړی طریقه هم د پاشلو (broadcasting) د طریقې په بڼه ده مګر توپیر یې دا دی چې په دې طریقه کې سرې د کرل شوو نباتاتو د پاسه پاشل کیږي. دا طریقه هغه وخت د استعمال وړ وي چې د سرو مقدار په جلا جلا برخو وویشل شي او په مختلفو مرحلو کې د استعمال وړ وي، ښه مثال یې د یوریا د سرې استعمال دی چې یوه برخه یې د تخم د کرلو په وخت کې او بله برخه یې د ودې په وروستیو مرحلو کې استعمالیږي. ددې طریقې یوه بله فرعي طریقه هم شته او هغه د نباتاتو د قطارونو ترمنځ د سرې استعمال دی چې د څنګ پاشلو (side dressing) په نوم سره یادیږي.
د سپرې کولو طریقه (foliar application): پدې طریقه کې سرې د نباتاتو د پاسه په مایع بڼه شیندل (spray) کیږي. نوموړ طریقه اکثراً د لږ لګښته ضروري عناصرو د کمښت د له منځه وړلو لپاره استعمالیږي. د یادونې وړ دی چې نوموړی طریقه باید په برګه ورځ (cloudy day)، د سحر یا ماذیګر له خوا صورت ونیسي ترڅو د هغوئ د تبخیر څخه مخنیوی وشي.
مایع طریقه (liquid application): نوموړی طریقه د هغو مرکبو او ساده سرو لپاره د استعمال وړ دی چې په اوبو کې منحل وي. پدې طریقه کې سرې د ابیاري د اوبو په واسطه کروندې یا د نباتاتو د ریښو ساحې ته انتقالیږي.
د سرو اړتیا معلومول
د سرو د مقدار د معلومولو لپاره د خاورې په حالت او د نباتاتو د مناسبې ودې لپاره د کافي مقدار غذایي عناصرو په هکله باید معلومات ولرو. د پورته حالاتو د معلومولو لپاره د نبات د سرو سپارښتنه، د عناصرو د کمښت نښې، د خاورې تجزیه، د نباتاتو تجزیه او د سرو څیړنه باید په نظر کې ونیول شي.
که چیرې نباتات په کافي مقدار غذایي عناصر ترلاسه نکړي نو د نبات په مختلفو برخو کې رنګارنګ نښې رامنځته کیږي چې د هغوئ څخه د هر عنصر د کمښت نښې توپیر کوي او د لیدو په صورت کې باید مربوطه عنصر د سرې په ډول اضافه کړی شي. په لاندې ډول د ځینو عناصرو د کمښت نښې ذکر شوي دي.
د نایتروجن د کمښت نښې:
د نایتروجن په کمښت سره د نبات وده ودریږي، نبات شین رنګ له لاسه ورکوي او پاڼې د څوکې څخه زیړ رنګ غوره کوي، زړې پاڼې نصواري رنګ ته بدلیږي او ښکتنۍ پاڼې ښایي د پخیدو څخه دمخه له منځه لاړې شي پداسې حال کې چې پورتني پاڼې لا شین وي.
د فاسفورس د کمښت نښې:
د فاسفورس په کمښت سره د نبات وده ودریږي، پاڼې ابي رنګه شین او بادنجاني رنګ غوره کوي چې د څوکې څخه په نصوراي رنګ باندې بدلیږي. نبات د پخیدو په وخت کې هم د شین رنګ لرونکی وي، میوي بدشکله وي او د دانو د کمزورې ډکیدو سبب ګرځي.
د پوتاشیم د کمښت نښې:
د پوتاشیم د کمښت سره هم د نبات وده ودریږي، پاڼې د څنډو څخه بې رنګه شکل غوره کوي، د پاڼې باندنۍ څنډې زیړ یا سور رنګ غوره کوي چې وروسته بیا نصواري او په پای کې د هغوئ د له منځه تللو سبب ګرځي، ځینې وخت د پاڼې د تاویدو باعث هم ګرځي. د نباتاتو د چپه کیدو امکان ډیریږي. د میوو د کوچني کیدو سبب ګرځي، په میوه کې داغونه لیدل کیږي چې د کیفیت د خرابوالې لامل ګرځي.
د مګنیزیم، سلفر او کلسیم د کمښت نښې:
د مګنیزیم د کمښت په صورت کې د پاڼې رګونه زیړ رنګ غوره کوي او د لاندینیو پاڼو د نسجونو د له منځه تللو باعث ګرځي. د سلفر د کمښت په صورت کې ټول نبات زیړ رنګ غوره کوي تردې چې نوي رامنځته شوي پاڼې هم زیړ رنګ غوره کوي او د نبات د پخیدو موده وروسته غورځیږي. د کلسیم په کمښت سره ځوانې پاڼې زیړ رنګ غوره کوي چې وروسته تور او بیا د هغوئ د تاویدو لامل ګرځي. نبات مړاوی کیږي، د میوو د خوسا کیدو امکان ډیر وي او ریښې نیمګړي رامنځته کیږي.
د بوران، جست او اوسپنې د کمښت نښې:
د بوران د کمښت په صورت کې پاڼې بدشکله بڼه سپین رنګ غوره کوي، تاویږي او د رګونو په منځونو کې غیر منظم داغونه رامنځته کوي. د زخو څوکې له منځه ځي او د بندونو ترمنځ فاصله کمښت مومي. میوې کوچني او کمزوری ډکیږي او د تخمونو تولید کمښت مومي. د جستو د کمښت په صورت کې د پاڼو وده ودریږي، کلوروتیکي داغونه رامنځته کیږي او خاکي شین رنګ غوره کوي. د اوسپنې د کمښت په صورت کې د پاڼې په رګونو کې کلوروسس رامنځته کیږي چې وروسته بیا ټوله پاڼه نیسي.
په کرنه کې د سرو ارزښت
لیکوال: پوهیالی کفایت الله کاکړ