ژباړه: حمیدالله حمیدي
پاک، ښایسته او منظم کور نعمت دی. دا ډول کورونه د ځان لپاره شرطونه لري، چې تر ډیره د ستاسو په ماشومانو پورې اړه لري. ماشومان کولای شي له درې کلنۍ وروسته د کور په کارونه کې برخه واخلي «ان باکس» مشهور او پېژندل شوی ارواپوه دی، چې د کور په کارونو کې یې د ماشومانو د ونډې په اړه ځینې لارې چارې په ګوته کړې دي. هېڅ یو ماشوم هغه مسوولیتونه، چې ورته سپارل شوي په اسانۍ سره له یاده نه باسي. له وړکتوبه حتا له درې کلنۍ څخه له هغوی څخه وغواړئ، چې هر سهار یې خپل وېښتان منظم ږومنځ کړي او خپل د لوبو سامانونه یې په یوه ځانګړي ځای کې کیږدي. کله، چې دوی هر سهار دغه کارونه سرته ورسول په حقیقت کې تاسو خپلې ټاکلې موخې ته رسېدلی یاست. د کور په کارونو کې د ماشومانو مرسته د هغوی سن او تیاري ته په کتو توپیر کوي.
هغه څه، چې له ماشومانو یې باید تمه وشي:
د ماشومانو لپاره د کور په کارونو کې مرسته کول، دوی ته یوه طبعي کړنه و ښایئ د هغوی لپاره دا روښانه کړي، چې دوه ډوله مسوولیتونه وجود لري.
اول) د خپلو کارونو مسوولیت: د بېلګې په توګه د خپلې خونې منظمول، خیرن کالي خپلې جالۍ ته وړل او د لوبو سامانونه په خپل ځای کې اېښودل.
دویم) د کور د کارونو مسوولیت: د بېلګې په توګه په نمناکه ټوټه د مېزونو پاکول، د مېز د سره وسایل منظمول او ګلدانیو ته اوبه ورکول.
ماشومان کولای شي له شپږ کلنۍ وروسته د دوو یا درېیو شخصي کارونو او یوه کورني کار توان ولري او پر غاړه یې واخلي. موږ کولای شو په یوه ورځ کې ورته یو یا دوه مسولیتونه لکه د خپل خوب د ځای ټولول او د مېز پاکول، د اونۍ په اوږدو کې ورته دې مسولیت ورکړو، چې خپل اوتاق منظم کړي او په څنګ کې ور سره د مرغانو د قفس پاکول او د میاشتې په اوږدو کې له دې لږ دروند مسولیت لکه د موټر مینځل په غاړه ورکړو. که هغه له ځینو کارونو سره ستونزه لري او یا نه غواړي، چې تر سره یې کړي د بېلګې په توګه نه غواړي د کثافاتو ستل خالي کړي او یا نه غواړي خپل اتاق منظم او مرتب کړي د کورنۍ د نورو غړو په سلا او مشورې سره ورته بل داسې مسولیت ورکړئ، چې خوښ یې وي او په خپله یې د ځان لپاره وټاکي، مثلأ له هغه وپوښتئ، چې غواړې د مرغانو قفس پاک کړې او که غواړې مېز پاک کړې او د مېز د سر سامانونه تنظم کړې؟ په دې ډول هغه پرېکړه کوي او له خپلې غوښتنې سره سم خپله دنده پرمخ بیایي.
خپلې غوښتنې مو او د دوی مسولیتونه ورته په کاغذ ولکئ:
که مو اولادونو ته کارونه په ورځني ډول و وېشئ، بې له شکه به یې په خپل وخت او پوره شوق سره تر سره کړي. که څو اولادونه لرئ دندې یې ورته په کاغذ ولیکئ او د یخچال پر مخ یې ورته وځړوئ. دا ورته په ګوته کړئ چې، دغه ستاسو دنده ده هرو مرو یې باید تر سره کړئ. دا کار د دې سبب ګرځي، چې تاسو یو منظم، مرتب او پاک کور ولرئ، ماشومان باتربیه او پر خپل ځان بسیا انسان جوړ شي، یو شی مو باید له یاده ونه وځي، چې د مور او پلار کړنې د اولادونو لپاره الګو ګرځي، کوم کارونه، چې تاسو د ورځې په اوږدو کې تر سره کوئ اولادونه مو له شک پرته ستاسو تقلید کوي، نوهڅه وکړئ ماشومانو ته مو ښه مثال وګرزئ.
غوښتې مو باید واضح وي:
که مو ماشوم په لوبو بوخت وي، او تاسو ترې وغواړئ، چې نانوایئ ته ولاړ شي او وچه ډوډۍ راوړئ، که دغه خبره ورته هر څمره په نرمه لهجه او له خندا ډکې خوله او خوږه ژبه وکړئ هم خبرې ته به مو چندان ارزښت ورنه کړي او قبوله به یې نه کړي، باید وخت ورته ورکړي تر څو خپل انتخاب وکړي د بیلګې په توګه ورته و وایئ « که هر څه کوې خو د ماخستن لپاره ډوډۍ په کار ده» هغه د دې خبرې په اورېدلو سره د مسولیت احساس کوي او دا خبرې یې له ذهنه نه وزي هرو مرو به خپل کار تر سره کوي.
کله چې وړو ماشومانو ته وایئ، چې کوټه مو منظمه کړئ ، کېدای شي خبرې ته مو سم پام ونه کړي، ښه خبره دا ده، چې کارونه یې ورته تقسیم کړئ« کتابونه دې په بکس کې واچوه» افرین « اوس د چای خوړلو وخت دی موټرک دې دلته کیږي ورسته به پرې ساتريوکړې» او داسې نور… په دې ډول خبرو سره مو ماشومان متوجه کیږي او خپل کارونه په ډیره ښه صورته سرته رسوي. که کله هم تاسو د دوی دغه کارونه په خپله وکړئ او په بدل کې یې ورته و وایئ، چې ایا نو زه ستا مزدور یم؟ په دې ډول خبرو سره تاسو هغوی ته یوازې خپل غوسه ور انتقالوئ او بس او هغوی ته څه نه شئ ور زده کولای، ښه ده چې خپلې خوښتنې مو په ډیره آرامه لهجه ور و وایاست « چې ډوډۍ دې وخوړه لوښي یې پر خپل ځای کېږده، د مېز سر د ې هم پاک کړه بل وخت نه همدا چې له ډوډۍ خوړلو وزګار شوې.»
مه هېروئ له زوی او لور سره مو یو ډول چلند وکړئ:
وروستۍ څېړنې ښیئ، چې نجونې له هلکانو ډیر د کور په کارونو کې برخه اخلي، کېدای شي له هلکانو دا وغوښتل شي، چې د خوب اتاق او خپل ځای دې منظم کړه، خو داسې په ډیر کم پېښ شوي وي، چې له هغوی وغوښتل شي، چې د خوراک په پخولو او یا د کالیو په ټولولو کې مرسته وکړي. دغه توپیرونو او تفاوتونو ته باید پام وکړئ، د نجونو په حق کې دغه ډول کړنې بې انصافي ده، چې د کور ټول کارونه باید یوازې دوی تر سره نه کړي. ګرانې مورې! په دې اړه هم لږ فکر وکړه کېدای شي، یوه ورځ خپله لور بل کورته واده کړې په هغه صورت کې ته نه شې کولای د کور ټول کارونه په یوازې ځان وکړئ، که دې په دې برخه کې خپل زوی هم روزلی وي خپل کار به دې اسانه کړی وي، نو ښه خبره داده، چې د کور کارونه په مساوي ډول د خور او ورور په منځ کې وویشل شي تر څو مو د بلې ورځې غم هم خوړلی وي.
نه تنبه او نه جایزه:
که قوانین واضح وي د تنبه لپاره اړتیا نه لیدل کیږي او فایده نه لري، ښه ده چې د خپلو جوړو کړو قوانینو پایلې ته په تمه شئ. د بیلګې په توګه اولادونو ته مو و وایئ: « کله دې چې دغه کار تر سره کړ کولای شې لوبې وکړې» یا « ترکله دې چې د کوټې کالي نه وي ټول کړي نه شې کولای تلوزیون وګورې» کله مو، چې ماشومانو خپل ور سپارلي کارونه تر سره کړي ورته و وایئ دا چې د کور کارونه د ټولو شریک دي نو جایزه ورکول هم کومه مانا نه لري. ماشوم ته مو داسې احساس ورکړئ او ورته و وایئ، چې د دوی کارونه تاسوته مهم دي، د بېلګې په ډول هغوی ته و وایئ:« ستا کارونه ډیر ارزښت ناک دي او په کور کې ستا کار کول له موږ سره غټه مرسته کوي.» او له هغوی څخه مننه وکړئ:« له ماسره دې مرسته وکړه ډیره مننه ګرانه بچیه.»
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي خیال خواري غواړي! دا د ټولو غوښتنه[...]
لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي ښوونه د ژوند تېرولو وسیله ده او[...]
له ګڼو خلکو مې اورېدلي چې وایي، اولاد په زړه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی