کله چې په ژمې موسم کې کور ګرموۍ یا ستاسې د کور د کړکیو د ښیښو په مخ او د کوټې په چت د اوبو څاڅکې راپیداکیږي ؟ که داسې وي نو تاسې یواځې نه یې دا لمدبل کیدای شي په ډيرو نورو کورونو کې هم یوه نا ارامه کوونکې مسله وي ،داچې کور مو خپل دی او یا هم په کوم کرایه کور کې اوسیږۍ خو لمدبل شتون تاسې خواشینه کوۍ . لمدبل په دیوالونو او فرنیچرونو کې د پوپنک پیداکیدو لامل ګرځي او د کړکیو چوکاټونه ورستوي .په مرطوبو کې کورونو کې پوپنک(mould) په چټکۍ وده کوي او کیدای شي د ځینو خلکو لپآره د تنفسي ناروغیو د پیداکیدو لامل هم وګرځي .دا ستونزه معمولا د ژمې په موسم کې زیاته وي ځکه په ژمې کې لمدبل زیات وي .په کورونو کې د لمدبل یو لامل د اوبو تکاثف(condensation) وي .دا چې تکاثف یا غلیظ کیدل څه شی دی او د لمدبل(dampness) او پوپنک په وده کې څه رول لري دلته تشریح شوي .
تکاثف څه شی دی ؟
په هوا کې همیش یو اندازه لمدبل وي ،حتی که تاسې یې نه وینۍ بیا هم هلته نم وي.کله چې هوا سړیږي دا نشي کولی ټول لمدبل وساتي نو همدا علت دی چې د میده میده څاڅکو په بڼه د کور په چاپیریال کې راښکاره کیږي . دغو څاڅکو ته تکاثف یا منجمد کیدل وايي. یعنی کله چې د هوا نم له یخې سطحې سره مخ شي تکاثف یا منجمد کیدل منځ ته راځي . لیدلي به مو وي چې کله په سړه ورځ کې ساه اخلۍ ستا له خولې سره نژدی لوګی شان لیدل کیږي ،او یا هم لامبۍ د تشناب په آینه باندې بخار شان موجود وي همدا تکاثف دی .تکاثف کیدای شي په سړه هوا کې پیدا شي ،که باران وي او یا نه وي .دا تکاثف کومه نښه له ځانه نه پریدي .دا په هغه ځای کی ځان ښکاره کوي چېرته چې لږ شان د هوا حرکت موجود وي .دا معمولا په کنجونو کې وي یا هم په کړکیو او یاهم د الماریو شاته وي .ډيری وخت دا هغه دیوالونو کې وي چې مخ شمال لور ته وي .
تکاثف لاملونه .
تکاثف یواځې د لمدبل له امله نه وي لاندې عوامل هم کیدای شي د تکاثف لامل شي.
1. د پایپونو لیکیج ،د اوبو ضایعات او په کور کې له لوښو څخه د اوبو تویدل.
2. له بام څخه د باران څکیدل او یا هم د ناوو بندیدل ،د کړکیو د چوکاټونو چاپیره څخه اوبه تیریدل ،د پیپونو ماتیدل
3. د تهداب لپاسه د لمدبل ضد طبقې DPC نه کارول او په هغې کې عیب .
4. که کور نوی جوړ شوی وي کیدای شي سم وچ شوی نه وي ځکه د جوړیدو پروخت هلته ډیری اوبه کارول شوې وي .که داسې وي نو څو میاشتې په کار دي څو کور ښه وچ شي .
5. که د پورته یاد شوو عواملو څخه یو هم نه وي بیا که کور کې لمدبل ولري نو دا دتکاثف له امله دی .
د تکاثف پروړاندې لومړني ګامونه . First steps against condensation
له تکاثف سره د چلند لپاره مناسب ګامونه اخستل ضرور دي ،مګر په ورته وخت کې یو شمیر لارې شته چې په مرسته یې تکاثف کمیدای شی .ددې لپاره ضروره ده چې کړکۍ او ددروازو ښیښه یې پلې هر سهار پاکې شي .ښه داده چې په یوه پاکه تکه سره وچ کړای شي .په مارکیټ د تکاثف چینلونه او اسفنجي فیتې پیداکیږي .دا فیتې له کړکیو سره جوخت نصب کیږي او هغه بیا غلیظ شوې اوبه راټولوي .په دې سره به د کړکیو دچوکاټونو د خرابیدو مخنیوی کوي .دا وسایل به په سمه توګه ولګول شي.
د پوپنک پرضد لومړني ګامونه .First steps against mould
په کور کې هرډول پوپنک باید لرې کړی شي .پوپنک باید بیا بیا پیدا نه شي او اساسي ستونزه باید حل شي.ددې لپاره دیوالونه او کړکې ضدفنګس مایع سره پریمنځل شي .وروسته په وچه ټوټه سره پاک شي .د کوټو فرش په شامپو سره پاک شي .په برس سره د پوپنک لرې کول کیدای شي تنفسي ستونزه پیداکړي.وروسته له دې کیدای شي ښه کیفیت سره د فنګس ضد رنګ سره کوټې رنګ شي څو پوپنک مخنیوی وشي.باید په یاد ولرو که عادې رنګ وکارول شي کیدای شي د پوپنک مخنیوی په اسانه ونه کړی شي .یو ځلې بیا وایو چې د پوپنک د مخنیوی یواځنې لاره دا ده چې لمدبل او نم له منځه یوړل شي.
د د تکاثف مخنیوی څنګه وشي.How to avoid condensation
دالاندې څلور لارې چارې کولی شي تاسې سره د تکاثف په مخنیوی کې مرسته وکړی .
1. لږ لمدبل تولید کړۍ .. Produce less moisture
په کور کې یو شمیر ورځني عادي فعالیتونه زیات لمدبل تولیدوي .لکه .
• پخلی .د لمدبل د مقدار کمولو لپاره دیګې سرپټ کړي او مه پریدۍ چې ډیر جوش وکړي.
• پارفین او بې تیلو بوتلي ګازي نغري.دا نغري زیات مقدار لمدبل هوا ته خوشي کوي.د پارافین یو ګیلن یو ګیلن اوبه تولیدوي .هڅه وکړۍ چې دیته بدیله لار پیداکړۍ .
• د کالیو وینځل .که کولی شۍ کالۍ له کوټې دباندې ووینځۍ .او یا یی هم په تشناب کې وچ کړۍ او د تشناب دروازه بنده وساتۍ او باد پکی ورته چالان وساتۍ .
2. د لمدبل د لرې کولو لپاره تهویه وکړۍ . Ventilate to remove the moisture
• تهویه د کور د لمدبل په مخنیوی او روغتیا ساتنه کې ډیر مهم رول لري .حتی لمدبل هم نه وي د انسانانو د تنفس څخه ازادو شوو بخاراتو د منځه وړلو لپاره باید په کور کې دوامداره تهویه موجوده وي .
• که بله ستونزه نه وي د کوټې یوه وړه کړکۍ د تهویې لپاره باید همیش پرانستې وي.
• په پخلنځي ،تشناب او کالیو منځلو کوټه کې باید پوره تهویه موجوده وي .دا په دې مانا ده چې کړکۍ باید پراخه وي .غوره داده چې دتهوېې اتومات پکی یا اګزاس ولګول شي.که په پخلنځي او تشناب کې اګزاس هم موجود وي بیا هم باید هڅه وشي چې دروازه یی بنده وساتل شي که چیرې دروازه د استوګنو په لور وي .ددې ګټه به دا وي چې لمدبل به استوګنو کوټو ته نه ننوځي .
• د ښې تهویې لپاره یوه سپارښتنه دا کیږي چې د کوټې کړکۍ او دروازه په یو دیوال کې ورنه کول شي بلکې یو بل ته مخامخ دیوالونو کې ځای په ځای شي، ځکه په دې سره به د هوا جریان ته لاره هواره شي .که چیرې دواړه په یودیوال کې ورکول شوي وي دا نه شي کولی هوا ته جریان ورکړي.
• په کوټه کې فرنیچر ډیر تنګ او یو بل ته جوخت ځای په ځای نه شي بلکې هوا تیریدو ته ځای پریښودل شي .
• د یو څه وخت لپاره دروازې پرانسې پریدۍ څو هوا جریان پیداکړي .
• د الماریو دروازۍ پرانیزۍ .په کوټه کې فرنیچرونه ددنیو دیوالونو لور ته کیږدۍ ،که شوني وي هغې دیوالونو ته یی مه ږدۍ چې باندني دیوالونه دي .هغه دیوال باندنی دی چې له ازادۍ هوا سره بیرون خواته موقعیت لري.
• د کړکیو ښیښې باید غبرګې وي .
3. عایق کاري وکړۍ او هوا جریان ضد یې کړۍ . Insulate and draught proof
د چت عایق کول ،د منځ خالي دیوال عایق کول او ددننیو او باندنیو دروازو هوا جریان ضد کیدل به ستاسې کور ګرم وساتي او ستاسې د تیلو او نورو انرژۍ تولیدونکو لګښت به راکم کړي.کله چې کور ګرم وي د هوا تکاثف کم وي .کله چې د هوا جریان مخه نیسۍ نو .
• دایمي تهویه کوونکي (ventilators)مه بندوۍ .
• د هوا پایپونه مکمل مه بندوي .
• چیرته چې تیل سوزونکي بخارۍ یا نغري وي هلته هواجریان ضد مه کاروۍ .
• په پخلنځي او تشنابونو کې هوا جریان ضد مه کاروۍ.
که غواړۍ د کور لګښتونه مو راکم شي نو د چت عایق کول تر ټولو ارزانه او اغیزمنه لاره ده .کله چې چت مکمل د هوا جریان ضد کوۍ نو په یاد ولرۍ چې د تهويې سوري به نه بندوۍ .د انرژۍ د لګښتونو راکمولو لپاره د منځ خالي دیوالونو عایق کول هم یوه اغیزمنه لاره ده .بله داچې د کړکیو لپاره د غبرګو ښیښو کارول د تودوخې د ضایعاتو مخنیوی کوي خو باید تهویه په پام کې ونیول شي.له سیمه ایزو چارواکو سره د ودانۍ په اړه مشوره وکړۍ .
4. کور لږ زیات ګرم کړۍ .. Heat your home a little more
په سړه هوا کې ،د کور د ګرم ساتلو لپاره څو تنکاثف راکم شي غوره داده چې د ورځې لخوا کوټه کې ګرمه کړای شي ،حتی که څوک په کوټه کې هم نه وي بیا دې هم بخارۍ داسې په کمه اندازه بله وساتل شي .که د مرکز ګرمۍ سیستم وي نو غوره ده چې ټولې کوټې په دې سیستم سمبال شي.باید په یاد ولرو چې په دې وخت هم باید تهویه په پام کې ونیول شي.د Dehumidifiers کارول به مرسته وکړي څونوي جوړ شوي کورونه وچ کړي .دا همد راز کولی شي د هوا تکاثف راکم کړي.
لاندې ټکي په پام کې ونیول شي.
• لږ لمدبل تولید کړۍ.
• دیګونو سرپټ کړۍ .
• کالۍ له کوټو دباندې وچ کړۍ .
• د ګازو نغریو په توګه له پارافین اوبې تیلو بوتلوکارولو څخه ډډه وکړۍ .
• د لمدبل دلرې کولو لپاره تهویه وکړۍ .
• هروخت تهویه وکړۍ په ځانګړې ډول کله چې څوک دننه وي.
• په پخلنځي او تشناب کې تهویه زیاته ونیسۍ .
• چت تهویه کړۍ .
• کړکۍ او باندنۍ دروازې د هواجریان ضد کړۍ.
• منځ خالي عایق دیوالونه وکاروۍ .
• غبرګې ښیښې وکاروۍ .
• کور لږ زیات ګرم وساتۍ.