ليکنه: نورالله غازي يار
دعربو په هکله مشهوره ده چې هغوی خپلې ماشومې او معصومې لوڼې ژوندۍ ښخولې، دا چې دوی ولې دومره ناوړه کار کاوه، د دې پيښې تر شا د يوې ښځې کيسه پرته ده. د فارس واکمن (کسرا نوشروان) له مړيني وروسته، د بن تميم قبېلې د خراج ورکولو نه انکار وکړ، د حيرا والي نعمان بن المنزر خپل کسان د بن تميم د ځپلو لپاره واستول، د دوی تر منځ سخت جنګ وشو، چې په پايله کې د بن تميم ډېری کسان ووژل شول، ښځې او ماشومان د نعمان کسانو له ځانه سره يووړل، په دې برمته شوو ښځو کې د بن تميم د يو مخور مشر قيس بن عاصم لور هم وه، چې د يوې قبېلې مشر ته واده شوې وه. د بني تميم قبېله چې د خپل مشر له لور څخه خبر شول، نو سخت خواشيني شول، مشران يې راټول کړل، ټول په ګډه نعمان ته ورغلل، دوی فکر کاوه چې هغه يوه داسې غيرتي ښځه ده چې مړه به شي، خو هيڅکله به د دوی وينځتوب ونه مني. نعمان ښځو ته واک ورکړ، ورته ويې ويل، ستاسې خوښه، که له خپلو ميړونو سره مو ځئ او که دلته پاتې کېږئ. ځينې ښځې خپلو مېړونو ته ستنې شوې، ځينو پاتې کېدل غوره وبلل. چې کله د قيس بن عاصم لور راوستل شوه، هغې تر لومړني ميړه راتښتوونکی کس غوره وباله. له دې سره قيس بن عاصم سخت په غوسه شو، قسم يې وکړ، که لور مې پيدا شي، نو ژوندۍ به يې په ځمکه کې ښخوم! ده له شرمه خلکوسره سترګې نشوې غړولی. څه وخت وروسته يې يوې مېرمنې لور وځېږوله، هغه يې ښه سينګار کړه او بيا يې ژوندۍ ښخه کړه. دا خبره ډېر ژر په ټولوعربو کې خپره شوه، دوی به ويل چې نجلۍ بې له شرمه بله کومه ګټه نه لري، نو همدا و، چې ټولو عربو دا ناوړه او ظالمانه دود خپل کړ. ځينو ښځو داسې هم وکړل، چې خپلې نجونې به يې پټې کړې، چې کله به لږې رالويې شوې، بيا به يې کور ته راوستې، دوی فکر کاوه چې ګواکې اوس به يې د پلرونو پرې زړه ونه شي، پرې به ښودل شي؛ خو پلرونه يې دومره په جهالت او او حيواني غيرت کې راګير وو، چې د لور پر وړاندې، يې هيڅ عواطف نه راخوټيدل، زړونه يې له کاڼو هم سخت شوي وو، له دې ورسته به يې بيا هم پر خاورو کې ژوندۍ ښخې کړې. يوه پلار خپله لور د ښخولو لپاره دښتې ته بيولې وه، چې کله يې د هغې لپاره ځای کينده، ږيره يې پر خاورو خړه شوه، مګر نا خبرې او مينناکې لوريې له ږيرې خاورې ورپاکولې، لور يې نه غوښتل چې د پلار ږيره يې خړه شي، مګر پلار يې ټولنيز دود او غيرت دومره سخت زړی کړی و، چې همدا لور يې ژوندۍ په کوهي کې اچوله او خاورې يې پرې اړولې . . . .
د يوې ښځې دا ډول کار د دې لامل شو، چې ماشومې نجونې ژوندۍ ښخې شي، ټول ښځينه نسل ته له همدې يوې زاويې وکتل شول. بل لامل دا هم و، چې عربو به په جنګونو کې ښځې ونيوې، هغه به يې په زور بدلمنۍ ته هڅولې، پر هغو به يې پيسې اخيستې، چې دا د دوی د ګټې ښه سرچينه وه. نو دوی فکر کاوه که چېرې دا لويې شي، کيدای شي، په جنګ کې د بل لاس ته ورشي او د دوی غرور او غيرت ورسره زيانمن شي.
پښتانه او نجونه:
پښتانه د خپلو ښځو وړه تيروتنه هم چې د دوی د غيرت پر وړاندې خنډ کېږي، نشي منلی. د دوی ښځو د عربو په څير په ښکاره دا سې کوم کار نه دی کړی، چې د دوی شمله دې ورسره ټيټه شي، که چا يې خور لور ته لږ کاږه هم کتلي، دوی پرې وژلي دي، د دوی اکثره بدۍ له همدې امله رامنځ ته شوي.
دا چې پښتانه ولې نجونو ته په کمه سترګه ګوري، لامل يې دا دی چې د دوی په فکر نجونې د بل کور دي، لويوې به يې ته په ښه به د بل ورځي، دوی نجلۍ ته يوازې له مادي نظره ګوري، چې کله ښې ډېرې پیسې پرې واخلي، نو بيا وايي: (زموږ له کوره ووزه بيخ دې ووزه).
که کومه ښځه له کور نه دباندې وځي، له ځانه سره يو وړوکی هلک ملګری کوي، په هغه باندې پوره ډاډه وي، مګر نجلۍ که هر څو لويه وي، هومره يې له کوره وتل ستونزمن دي، يو هلک کوی شي، چې يو پلار له دې وژغوري چې ميرات نه شي، مګر نجونه که هر څو ډېرې وي، هومره پلار ته مشکل زياتوي، پلار بايد پر دوی پام وکړي. ډېريو کسانو چې زامن يې نه دي پيدا شوي، خپلې وړې لوڼې يې له مرګه وړاندې خلکو ته په نامه کړي، لامل يې دادی، چې که مړ شي، ښځې يې هم ميراثخورو ته پاتې کېږي، هغه يې چې چاته وغواړي په نکاح کوی يې شي.
په پښتنو کې ډېر کله نجونې د وروڼو او پلرونو د سر او ژوند قرباني شوي دي، د کوم پلار چې پرلپسې لوڼې پيدا شوي، نو د نر الواد د پيدا کيدو لپاره يې ځان ته بل واده په خپلې لور کې کړی، په داسې وخت کې چې دی په بنه ښځه کوي؛ نو اړ دی چې خپله لور تور کوهي ته وغورځوي او ځان حيات کړي.
نجونه د ورڼو قرباني کېږي، اکثره خلک دې ته خوشاله وي چې په لور کې بدل وکړي او خپل زوی په واده کړي، چې د ډېريو نجونو ژوند همدې بدل تريخ کړی دی. یا پرې ښه ډېر ولور واخلي، خپل ژوند پرې اسوده کړي او لور يې خپل نصيب ته پرېږدي، دوی په دې اړه عجيب دلايل وړاندې کوي، وايي هغه نجلۍ چې پرې لږ ولور واخيستل شي، بيا په خسرګنۍ کې ورته په کمه سترګه ليدل کېږي.
پښتانه چې کله څوک ووژني، نو روغه جوړه يې بې له نجونو ورکولو نه نه کېږي، له ښځې پرته دوی ته نور هيڅ هم د قبول وړ نه دي، که د مړي ولا ته پيسې ورکړل شي، نو دې ته وچ پور وايي، مقتول (د مړي والا) بيا هڅه کوي چې خپل مدعي (قاتل) ووژني او هغه پور چې ورکړل شوی، هغه بيا بيرته ورکړي. خو چې نجونې پکې ورکړل شي، هغه د دوی ښځې شي چې بيا هيڅکله هم نه واپس کېږي. نو په دې ډول يوه نجلۍ د خپل ورور او پلار . . . د سر ساتلو لپاره اړه ده چې ژوندۍ په تور کوهي کې ښخه شي.
د جهالت وخت عربو ځکه نجونې ژوندۍ ښخولې چې يوې ښځې د دوی عزت پايمال کړی و، سزا يې ټول نسل ته ورکوله؛ خو پښتنو خپلې لوڼې د ژوند تور کوهي ته ځکه وغورځولې، چې په دې کې يې خپله ګټه وليده، د دوی ژوندي ارمانونه يې تر خاورو لاندې کړل او خپل ژوند يې وغوړاوه.
قرآن د قيامت د ورځې د هيبتناکو او زړه بګنوونکو صحنو له يادولو ورسته وايي، چې لومړۍ پوښتنه به له هغې مظلومې او معصومې ژوندۍ ښخې شوې نجلۍ وشي. چې په کومه ګناه وژل شوې، له پلار او. . .نه يې پوښتنه نه کېږي چې په کومه ګناه دې وژلې ده، ځکه هغه دومره لوی جرم کړی، چې خدای(ج) به په دې اړه هيڅ پوښتنه ترې ونه کړي، هر څه چې نجلۍ وايي، همغه به منل کېږي.
نو پښتنو! ستاسو له ژوندو ښخو شوو معصومو نجونو نه به هم هرو مرو دا پوښتنه کېږي، چې په کومه ګناه ژوندۍ ښخې شوي يئ؟؟
ځواب يې لرئ!!؟؟.