د کرکټر په کښلو کې درې مهمې خواوې
ليکوال ته پکار ده چې هر کرکټر(کردار) د لاندې درې خواو له درک او پوهېدو وروسته انځور کړي.
(۱): خارجي اړخ
(۲): داخلي اړخ
(۳): ټولنيز اړخ
اوس به پورته درې اړخونو باندې لنډه رڼا واچوو.
ــ د کرکټر خارجي اړخ (ظاهري بڼه): په دې اړخ کې دا ګورو چې؛ کرکټر نارينه دی که ښځينه، چاغ دی که ډنګر، ښايسته دی که بدرنګه، انسان دی که حيوان، ساه لرونکی دی او که بې ساه او . . .
د کرکټر خارجي اړخ د څېرې په پېژندلو کې لويه ونډه لري، کيسه ليکوال بايد ډېره پاملرنه ورته وکړي.
مثلاً: موږ خپلې کيسې ته کرکټر يوه بې وسه پېغله ټاکلې ده، نو موږ بايد د دغې پېغلې ظاهري بڼه داسې انځور کړو چې د بې وسۍ استازيتوب وکړي. دده په مخ د غربت نښې، ګونځې تندی، خيرن ويښتان، شلېدلی ټکری، چاودي لاسونه، هېله منې سترګې او نورې داسې نښې دده پر ظاهري بڼه راڅرګندې کړو چې زموږ لوستونکي ته کټ مټ يوه بې وسه پېغله مخته ودريږي.
ــ داخلي اړخ: دغه اړخ د کرکټر نفسياتي او فکري حالت راښيي. په دې برخه کې د کرکټر عقيده، روغ دی که لېونی، څه ډول فکر لري، رواني حالت يې څنګه دی، ژر غصه ورځي که زغمناک دی او داسې نور شيان چې په روان پورې اړه ولري.
د ښه روښانتیا لپاره به يوه بېلګه راوړم:
فرض کړئ موږ خپلې کيسې ته هندو مذهبه ځوان کردار ټاکلی دی، دا ځوان ډېر ښايسته دی خو د اسلام د مبارک دين سره سخت ټکر دی، زه غواړم دغه ځوان په خپله کيسه کې دې ته اړ باسم چې د اسلام مبارک دين ته غاړه کښېږدي. نو داسې نه کووم چې ناڅاپه د دغه ځوان په عقيده کې بدلون راځي او بې له کوم داستاني منطق د اسلام مبارک دين مني، که دغه شان وکړم نو کيسه مې لوستونکي ته ټوکې ښکاري.
که زه د کرکټر دغه اړخ لوستونکي ته سم انځورول غواړم او دا پرې منم چې زما د کيسې کرکټر چې هندو مذهبه دی د اسلام مبارک دين ته غاړه ږدي، نو له بېلابېلو لارو څخه کار اخلم څو داستاني منطق يې راسره ومني.
مثلاً: زه په خپله کيسه کې د دغه ځوان او يوې مسلمانې پېغلې ترمنځ د مينې اړيکې پيدا کووم. دغه کرکټر داسې انځورووم چې د دغې مسلمانې پېغلې پرته ورته د ژوند تېرول ستونزمن وي نو نجلۍ سره د واده کولو پرېکړه کوي خو د مسلمانې نجلۍ لخوا ورته دا شرط اېښودل کيږي چې د اسلام مبارک دين به قبلوي بيا دواړه واده سره کوي.
نو د دې لپاره چې هندو مذهبه ځوان خپله مينه لاسته راوړي نو له خپل مذهب څخه لاس په سر کيږي او د اسلام سپېڅلي دين ته غاړه ږدي.
که پورته دوهمه بېلګه زه د کرکټر په داخلي اړخ او همدغه هندو مذهبه کرکټر لپاره راوړم او د دغه شان يوې پېښې سره يې په کيسه کې مخ کړم نو کرکټر مې رښتينی او بريالی کښلی دی.
البته دا يوازې بېلګه وه، هر کرکټر بايد د خپلې داخلي بڼې له مخې داسې انځور کړو چې له واقيعت سره سر وخوري او لوستونکی د خيال ګمان ورباندې ونه کړي.
ددې لپاره چې د کرکټر د رواني اړخ په کښلو ښه پوه شو نو د محب الرحمن محب له کتاب به ځينې څرګندونې را واخلو چې نوموړي د ايراني ليکوال علي رضا کلاهچيان په حواله ليکلي زه يې هم دلته رانقلووم:
محب الرحمن محب د ايراني ليکوال په حواله ليکي: د کرکټر د رواني بعد ارزونه د لاندې موضوعاتو په سپړنه پورې تړلي دي:
- د کرکټر د عاطفي، عشقي او جنسي ژوند څرنګوالی.
- د کرکټر حالتونه، اخلاق او خويونه.
- د کرکټر په ژوند کې رامنځته شوې مهمې ښې يا بدې پېښې.
- د کرکټر د کړو وړو رواني انګېزې.
- هېلې، ارزوګانې، خوبونه، خيالونه او فکرونه.
- له نورو سره اړيکې، د ځان او هغوی په اړه تصور، د ځان او نور هغه تصوير چې دی يې غواړي وړاندې يې کړي*.
که پورته ځانګړنو ته ځير شو او مخکې له کرکټر کښنې يې په دقيق ډول د کرکټر په داخلي اړخ کې وګورو او بيايې انځور کړو نو کرکټر به مو بريالی او يو ژوندی موجود وي.
ــ اجتماعي يا ټولنيز اړخ: په دې اړخ کې د يو کرکټر ټول ژوند انځوريږي، په دې پوهېږو چې زموږ کردار د کومې دندې او کوم مسلک خاوند دی. ليکوال دی، ديني عالم دی، ډاکټر دی، استاد دی که بزګر دی؟.
د بېلګې په ډول:
موږ خپلې کيسې ته يو غريب بزګر کرکټر ټاکلی دی. دا بزګر د خپل هېواد له روانو حالاتو سره هيڅ بلدتيا نه لري، خپلې ځمکې او کروندې سره يې سروکار دی.
که اوس موږ په خپله کيسه کې دغه بزګر د کلي له ملک او يا هم په کلي کې د يو لوستي انسان سره په سياسي خبرو کې ښکېل کړو نو دا ممکن که وي خو کيسه له واقيعت ليرې کوي او لوستونکي ته ملنډې ښکاري.
د کرکټر په کښنه کې پورته درې اړخونه ډېر مهم دي. هر ليکوال بايد له کيسه ليکلو مخکې خپل کرکټر له دغه درې خواو پوره او دقيق مطالعه کړي، بيا دې د خپل کرکټر هغه ځانګړنې چې په دغه درې خواو پورې تړلي وي، د ښه غور او فکر وروسته بېلابېلې په يو کاغذ له ځان سره وليکي، د کرکټر کښلو په وخت کې دې ورته ګوري، نو بيا به ليکوال هيڅ وخت د کرکټر د کښلو په بېلابېلو خواو کې له ستونزو او ګډوډۍ سره مخ نه شي.
پورته درې خواوې که په پوره دقت او ځيرکتيا سره انځور شي نو د ليکوال کرکټر کښنه بريالۍ ده.
د ښه کرکټر کښنې لپاره اجمل پسرلي په خپل کتاب کې چې ژباړه ده د حسين القباني لارښوونې راوړي دي چې زه يې هم د موضوع د ښه روښانتيا لپاره دلته را اخلم.
- درې ګونې خواوې بايد د ليکوال په ذهن کې انځور شي.
- کرکټر بايد تر انځورېدا مخته په بشپړه توګه مطالعه شي.
- د کرکټر سلوک او کړه دې له درې ګونو خواو سره تطابق ولري.
- که د يو ځانګړي هدف لپاره محبور شي چې د کرکټر له درې ګونو خواو سره مخالفت وړاندې کړي نو د لوستونکي د قناعت لپاره دې منطقي دلايلو ته پام وکړي.
- ليکوال دې کرکټرونه د شطرنج د دانو په څېر په خپل فکر او خوښه دورې هورې کوي نه.
- ليکوال دې هر وخت ياد لري چې بشر په خپل ذات کې ښه او بد لري، هيڅ کرکټر نه يو مخ ښه کېدی شي او نه بد کېدای.
- ليکوال دې کرکټر داسې نه انځوروي چې د ده د کيسې تر نورو کرکټرونو دې یې سپېڅلتيا بيخي محسوسه وي.
- ځان دې د کرکټر پر ځای وګڼي او د کرکټر له حالت سره سم دې په منطقي ډول فکر او اقدام وکړي.
دغه راز اجمل پسرلی د نجيب محفوظ څرنګه کيسه ليکي؟ کتاب کې ليکي: ((ګڼ کره کتونکي وايي، کيسه داسې مه پيلوی چې يو څوک ناست دی فکر کوي، بلکې هڅه وکړئ چې وار له واره کيسه کې خوځښت پيدا کړئ.))
ــ زموږ يو شمېر ليکوال هڅه کوي چې لوستونکی يې کرکټر ښه وپېژني، بې ځايه تاکيد د کرکټر په پېژندنه کې مرسته نه شي کولی او د کرکتونو په وينا له بې ځايه ټينګار ډډه کول پکار دي، ځکه چې د کيسې د پرمختګ مخه نيسي.
د پوهنتون لومړی سمېستر مې و، په خپل ټولګي کې مې خپله يوه کيسه کره کتنې ته وړاندې کړه. په کيسه کې تشبيهات ډېر و، استاد راته وويل: ښه کيسه ده، تلوسه هم لري، د کيسې ټول اصول دې مراعت کړي دي، خو بې ځايه ټينګار، بې ځايه ستاينه او له حده اوښتي تشبيهات دې پکې راوړي دي.
په لومړيو کې ما داسې فکر کاوه چې په ډېرې ستاينې او تاکيد به زما کيسه په زړه پورې شي، خو وروسته پوه شوم چې بې ځايه ستاينو زما کيسه خيالي کړې وه.
کره کتونکي وايي: ((که چېرې لوستونکی تر پايه د اصلي کرکټر په اړه هماغسې احساس وکړي لکه په پيل کې چې يې کوي نو کرکټر سم نه دی کښل شوی.))
په کيسه کې د کرکټر په لوبولو کې تغير راځي، خوشاليږي، خپه کيږي، په ټولنيز، داخلي او ظاهري بڼو کې تغير راځي، رواني حالت يې بدلون مومي خو دا ټولو تغيرات بايد د داستاني منطق له مخې او په خپل سر رانه شي.
نور په بله برخه کې. . .
* محب، محب الرحمن، په ډرامه کې کرکټر کښنه، ۴۰، ۴۱ مخونه
[review]