لیکنه: بصيرالحق عادل
مکالمه (خبر اترې)
د کرکټر په کښنه او پېژندنه کې مکالمه ستره ونډه لري او دا د کرکټر د پېژندنې لپاره غوره وسيله ده. ځکه په مکالمه کې کرکټر خبرې اترې کوي. لاس خوځوي، خاندي، ژاړي، غوصه کيږي او نور حرکتونه کوي.
په کيسه کې سره له دې چې مکالمه کرکټر راپېژني، بله ګټه يې دا هم ده چې لوستونکی دمه کوي، د ارامۍ احساس کوي او کيسه لولي.
له مکالمې د کرکټر رواني حالت او احساسات هم څرګنديږي او کيسه رښتيني کوي.
خو يو کيسه ليکوال بايد کرکټرونه په خپل منځو کې په داسې ډول وغږوي لکه څنګه چې په عادي ژوند کې خبرې کوي، هماغه د ژبې اصول او لهجې ته پام بايد دلته هم وشي.
تر وسه کوښښ پکار دی چې مکالمه بايد لنډه وي، په يوه کتاب کې مې ولوستل لنډې خبرې پر انسان ښې لګي.
عموماً له اوږدو خبرو لوستونکی ستړی کيږي. که موږ او تاسې په خپل ژوند کې وګورو هغه څوک چې يو مطلب په ډېر اوږ ډول وړاندې کوي، اوږدې اوږدې جملې کاروي يو ډول ترې ستړي کيږو، خو لنډې لنډې خبرې پر چا نه غميږي.
د ښه پوهېدو لپاره د مکالمې يوه بېلګه راوړو.
يو خبريال موسسې ته ورځي او د موسسې مشره چې ښځه ده مرکه ورسره کوي. مخکې يې دغه ښځه په يوه غونډه کې ليدلې ده. خبريال خپل زړه پرې بايللی دی، اوس يې د مرکې په پلمه ليدو ته ورځي او مخکې له ورتګ ورسره په ټليفون خبرې اترې کوي.
خبريال: جلال الدين يم ژورنالېست، تاسې شکفته ياست؟
شګفته: هو، مهرباني. .
ــ نن دفتر ته د مرکې لپاره درغلی وم خو تاسې نه وی!؟
ــ له ماسره مرکه؟ د څه لپاره؟
ــ د ورځپاڼې لپاره.
ــ ښه ډېر ښه، زه خو په دفتر کې وم.
دغه مکالمې زموږ په ذهن کې يو تصوير جوړ کړ، جمال الدين او شګفته يې مخې ته راته ودروله. د دوی د خبرو اترو سټايل راته مالوم شو او دواړه کرکټرونه راته ژوندي ښکاره شول.
ياده مکالمه نوره هم غځوو، جمال الدين چې خبريال دی، له شګفتې يې د مرکې کولو لپاره واخت واخيست او پر ټاکلي وخت دفتر ته ورځي.
کله چې جمال الدين دفتر ته ورسيږي، نو د جګ مېز شاته نجلۍ ته وايي، له شګفتې سره وينم.
نجلۍ د ټليفون غوږۍ پورته کړه ترڅو شګفته راوغواړي، خو تر دې منځ يوه تکه توره چاغه پېغله چې تر دېرشو کلونو اوښتې وه ښکاره شوه. تورې پړسېدلې شونډې، پړونی په غاړه، راغله او په خندا خندا د جمال الدين تر څنګ کښېناسته، جمال الدين وډار شو، لږ له هغې څخه شاته وڅکېد، هغې ورته په ګيله منه لهجه وويل:
ــ ولې جانانه ولې شاته وڅکېدې؟
ــ ته څوک يې چې ماته جانان وايي؟
ــ ولې جانان مې نه يې، ته اوس داسې يې، له واده وروسته به څه ګوزاره کوو؟
ــ واده، له تاسره واده؟ ورکه سه، رنګ دې ورک سه!( ∗)
پورته مکالمه کې مو وليدل چې هم کرکټر راته انځور شو، د کرکټر له رواني حالت څخه خبرشولو، د شګفتې په ليدلو د جمال الدين په څېره کې بدلون راغی، کله چې شګفته د جانان خطاب ورته کوي نو جمال الدين غصه کيږي، خو د شګفتې خبرې بيا نرمې دي او له مکالمې مالوميږي چې څېره کې يې غصه نه ليدل کيږي.
دا چې مکالمه په کيسه کې د کرکټر په لوبولو او پېژندلو کې ستره ونډه لري، نو دا پام هم بايد وشي چې بې ځايه مکالمه رانه وړل شي، په هغه ځای کې چې د خبرو کولو اړتيا نه پيدا کيږي مکالمه ښه نه ايسي او کيسه بې خونده کوي. کيسه کې هم مکالمه خپل ځای لري، ډېرې مکالمې هم په لوستونکي غميږي، سربداله کيږي او د کيسې تسلسل يې او تړاو يې له فکره وځي.
مهمه دا ده په داسې ځای کې کرکټرونه په خپلو منځو کې وغږوو چې ډېره اړتيا وي، د ډېرې خوشالۍ، ډېرې غصې، ډېر رحم او ډېرې مينې حالتونه که په لنډه مکالمه واوړي نو زما په اند اغېزناک تماميږي او کيسه رښتيني کوي.
نو مکالمه د کرکټر د خوی، عادت او نفسياني حالت په انځورولو کې لويه ونډه لري.
د مکالمې په کښلو کې ليکوال ته لازم دي چې ځينې ټکي په پام کې ونيسي. اجمل پسرلی په خپل کتاب لنډه کيسه به څنګه ليکو؟ کې د مکالمې په اړه په زړه پورې او ګټورې لارښوونې شوي دي چې زه يې په لږ لنډيز دلته را اخلم:
مکالمه بايد له ضمني مانا تشه نه وي، مثلاً يو زلمی چې په يوې پېغلې مئين وي هغې ته داسې ونه وايي:
ــ بيخي ډېره راباندې ګرانه يې، زړه مې دی چې واده درسره وکړم.
ښايسته او مناسبه داسې ده چې هغې ته ووايي:
ــ چې ته نه يې زړه مې په تنګ وي، زړه مې دی چې يو ماښام ډوډۍ وکړم، د ژوند له ملګري سره يې وخورم، څنګه خوښه دې نه ده؟
په مکالمه کې له بيانې ډډه کول ضروري دي، ليکږال بايد کرکټر داسې انځور نه کړي چې له هغه وياند جوړ کړي.
هڅه مه کوئ د الفاظو او جملو په ذريعه په مصنوعي طريقه د لوستونکي جزبات وپاروئ.
په مکالمه کې دې له متلونو او اصطلاحاتو ډېره استفاده نه کيږي، دسې چې لوستونکی احساس کړي چې کرکټرونه خپل بلاغت او فصاحت راښيي.
د خبرو اترو يوه يا څو جملې بايد يوه کامله ځانګړې فقره جوړه کړي، يعنې هره فقره په نوې کرښه پيل شي.
بهتره ده چې مکالمه د کيسې په منځ کې وړاندې شي او د هغې يو اساسي جز وي.
نوي کيسه ليکوال دې په کيسه، کې عاميانه ژبه نه کاروي د عوامو د ژبې کارول تر فصيح ژبې ډېر ګران دي او مهمه دا ده چې مختلفې لهجې ونه کاروي، ځکه هرې لهجې ته پام کول به له ليکوال کيسه ګډه وډه کړي.
ليکوال بايد هڅه وکړي چې د مکالمې جملې تر وسه وسه لنډې وړاندې کړي.
د کيسې په مکالمه کې هڅه وکړئ چې لوستونکی د واقعي ژوند مکالمې احساس کړي.( ∗∗)
دلته بيا هم په دې ټينګار کووم چې په مکالمه کې بايد د داسې لهجې څخه کار واخيستل شي چې اسانه وي او د يوې ژبې ټولو خلکو ته د منلو او د پوهېدو وړ وي. نوی کيسه ليکوال بايد دغه برخې ته ډېر ځير وي، خو په مکالمه کې يو کرکټر د يوې سيمې کليوال وي او لوستونکی داسې تصور نه شي کولی چې دغه کرکټر کليوال دی نو د دې لپاره چې د کليوال او ښاري ترمنځ توپير وشي بيا که سيمه ييزه لهجه په پام کې ونيول شي نو غوره ده خو په دې شرط چې ګونګ لغات او اصطلاحات بايد په لينديو کې مانا شي.
په مکالمه کې يوه بله مهمه خبره چې ليکوال ورته بايد پام وکړي دا ده چې په يو وخت کې ډېر کرکټرونه نه شو غږولی. دا کار لوستونکی سربداله کوي او نه پوهېږي چې خبرې کوم يو کوي. که بيا هم د ډېرو کرکټرونو غږولو ته اړتيا وه نو غوره لاره يې دا ده کله چې کرکټرونه خپلو منځو کې خبرې کوي بايد د يو بل نومونه واخلي.
لومړی يې ناسمه بڼه بېلګه کې وړاندې کوو:
ــ ياره اوس به څه کوو؟
ــ ته صبر زه يې وګورم چې رانږدې دي که…
ــ نه ياره ډېره لار ده هغه دې خواته نه شي راتلی.
ــ مه وارخطا کيږه هيڅ نشته.
اوس به يې سمه بڼه په بېلګه کې وړاندې کړو:
ــ احمده اوس به څه کوو، که هغوی دې خواتتته. .
ــ حميده! ته رادورې شه زه يې وګورم چې ډې رخو رانږدې نه دي.
ــ حميده اله په شريف څه وشول؟
پورته مو دوه بېلګې وړاندې کړې، په لومړۍ بېلګه کې وينو چې څو کرکټرونه خبرې کوي خو پوهېږو چې څو دي او خبرې څوک کوي.
دويمه بېلګه چې د لومړۍ بېلګې سمه بڼه ده له ورايه پرې پوهېږو چې درې نفره غله دي، له غلا وروسته راتښتېدلي دي او ډېر وارخطا دي.
د ډېرو کرکټرونو د خبرو اترو لپاره مهمه ده چې دوی د يو بل نومونه واخلي.
نور په بله برخه کې. . .
( ∗) د دغه کيسې لپاره وګورئ، شاتو کې زهر، د بارکوال مياخيل د لنډو کيسو ټولګه، ۱۵ـ ۲۸ مخ
( ∗∗) پسرلی، اجمل، لنډې کيسې به څنګه ليکو؟