ژباړه: احمدجاوېد صديقي
فرض کړئ د یو تنکي ځوان په اړه لنډه کیسه لیکى چې پر نشه يي توکو د روږدي کېدو له ګواښ سره مخ دی. دا کیسه ځینې نور شخصیتونه هم لري، لکه د هغه یو ملګری چې هغه د نشه يي توکو کارونې ته هڅوي او هغه ملګري یې چې د ده لپاره بېلګې کېدای شي.
د کیسې له لیکلو مخکې باید د کیسې راوي وټاکو چې څوک دی؟ په خپله همدا تنکی ځوان؟ بد ملګری یې ؟ هغه ملګری یې چې غواړي له ده سره مرسته وکړي؟ د تنکي ځوان کورنۍ؟ د نشه يي تکو پلورنکی؟ د پولیسو هغه مامور چې دی یې د نشه يي توکو د اخیستو پرمهال نیولی دی؟
کیدای شي دغه کیسه بیلابیل راویان ولري اوهر یو یې کولی شي له خپلې زاوېې پیښه وړاندې کړي؛ د راوي او زاويې ټاکنه په دې پورې اړه لري چې لیکوال غواړي کوم عناصر په کیسه کې ځای کړي.؟
که چیرې کیسه د تنکي ځوان له لید لوري ولیکل شي، لیکوال بیا نشي کولی هغه ستونزې چې د نشه ييتوکو پلورونکی ورسره مخ دي بیان کړي. که چیرې د پلورونکي له لیده ولیکل شي د تنکي ځوان د ژوند کم جزیات به په کیسه کې انځور شي.
په دې توګه په کیسه کې د راوي او زاوېې ټاکنه لومړنی خو د کیسه لیکنې مهم اصل ګنل کیږي.توپير نه کوي چې ستاسو د کیسې پلاټ یا طرحه لنډه کیسه یا ستاسو رومان څومره پیچلی او لیکنه یې تر کومې کچې له نوښته ډکه ده.
که چیرې د لید زاویې ته لازم اهمیت نه وي ورکړل شوی، یو لیکوال یا هم د خپرندویو ټولنو ايډېټران د یو دوو مخونو په لوستو سره کیدای شي ستاسو پنځه سوه مخیزه رومان پریږدي او که چیرې مو ښه چانس درلود د یو لیک په ترڅ کې به له تاسو بښنه وغواړي.
زموږ په داستاني ادبياتو د لید زاوېې ته اهمیت نه ورکول د نویو تازه کارو لیکوالانو او حتی د یو شیمر پخو لیکوالو جدي ستونزه ده. دا سمه ده چې ډيری لوستونکي کیدای شي دې اصل ته تر ډيره پام ونه کړي، رومان ولولي او خوند ترې اخلي(کیدای شي دا ډول رومان د چاپ په ګانه سبمال شي) خو داسې اثر نشي کولی چې په ادبي اثارو کې ځای پیدا کړي.
د یوې لنډې کیسې یا رومان لیکل ستونزمن کار دی؛ نو ښه به وي چې له لیکلو وړاندې د هغه راوي او د لید زاویې په اړه پرېکړه وکړئ.
دا هم د لید بیلابیلې زاوېې:
د “په هر څه پوه” زاویه
کله چې په هر څه د پوه له زاويي( په انګلیسي God’s Point of View یا Omnicient) لیکل کیږي په دې مانا ده چې لیکوال د شخصیتونو د ژوند له ټولو حالاتو او جزیاتو خبر دی.د ختیځ او لوديځ ډيری ادبي اثار په همدې زاویه لیکل شوي، د ځینو داسې اثارو ارزښت په دې کې دي چې په نوښت لیکل شوي او تاریخې پیښې دي.
د لودیځو د ادبیاتو ډيری همدا ډول ادبیات ژباړل شوي.له همدې امله زیات شمیر افغان او هم ایراني لیکوالان د په هرڅه پوه له زاویې سره بلدتیا لري. د یو افغان لیکوال لپاره ظاهر طبعيي خبره ده چې وشي کولی د لید له زوایې د پیښو ټول شخصیتونه بیان کړي او د پيښو په اړه د هغوی حس او حال يې ولیکي.
خو د په هر څه پوه زاویه ظریف اصول او معیارونه لري چې باید مراعات شي. که چیرې په کیسه کې هر څه، له هغې ډلې،لیکل ، شخصیت پردازي او ښه فضا جوړونه په ښه ډول مراعات شوي وي، په کیسه کې د زاویې خامي کولی شي کیسه ګونګه او په لومړنۍ کیسې بدله کړي.
په لودیځ اوختیځ کې اوس هم د په هر څه پوه په زاویې د کیسې او رومان لیکل دود دي. د سلمان رشدي شالیمار دلقک او د چینوا اچبه هر څه پاشل کیږي، د په هر څه پوه په زاوېې لیکل شوي دي.
د دې زاوېې لیکل د دې مستلزم دي چې په کیسه کې د راوي ځای مشخص او مخاطب ته توجیه شي چې ولې راوي د کیسې په شخصیتونو او پيښو پوه دی. ایا راوي کیسې پورې اړوند شخصیت دی؟ یعني هغه څوک چې د کیسې پیښو اغیزمن کړی او ښکیل به یې کړي؟ یا یواځې په کیسې څارونکی دی؟
په دې زاویې کې کولی شو د کیسې د ټولو شخصیتونو د ژوند او پيښو په جزیاتو لیکل وکړو، خو اصلي پوښتنه چې لیکوال یې باید ځواب کړي داده چې ولې راوي د کیسي په هر څه پوه دی.
په رښتیا په هر څه پوه زاویه یوه واقعي زاویه نده ،بلکې مجازي ده. لیکوال باید لوستونکی دې ته اړ کړي چې په پوهې سره یې دغه زاویه ټاکلې او د هغه لپاره یو لامل شته. دا لوستونکي باورمند کوي چې ولې لیکوال د کیسې په ټولو پیښو پوه دی.
د بیلګې په ډول د ګابریل مارکيز د یواځېتوب سل کاله په دې جملو پیل شوي:
کلونه وروسته، کله چې اتل سرتېرى ايورليانو بوينديا دده د اعدام په موخه اېښودل شوې تختې مخکې ودرول شو، هغه ماسپښين ورياد شو چې دى خپل پلار د يخ د کشف لپاره بېولى و. هغه مهال د ماکوندو کلي يواځې تر شولو پورې خټين کورونه درلودل…
لوستونکی له لومړیو جملو پوهیږي چې له راوي سره مخ دی چې په ټولې کیسې پوه دی او تعجب نه کوي چې راوي له بیلابیلو زاویو(د مشخصو اصولو په رعایت سره) دا پیچلې او په زړه پورې کیسه پیلوي.
د یواځیتوب سل کاله راوي داسې کیسه روایت کوي، چې د اتل ائورلیانو بوئندیا په ذهن کې هماغه شيبه چې اعدام ته انتظار دی ورځي.مارکز د دې کتاب په نورو څپرکو کې همدا د پیل جملې په داسې مهارت تکراروي چې لوستونکي نه هیر نه شي چې د دې کیسې اصلي راوي تراوسه هم د اعدام په انتظار کې دی.
داسې لیکوالان هم شته چې هر څپرکی یا هره برخه د یو شخصیت له لیده لیکي. د ترکي مشهور ليکوال اروهان پاموک ( زما نوم سور دى) رومان ډېر راويان لري، له هغې ډلې یو جسد، یوه سکه، یو تور سپی، د نقاشۍ یو اثر او داسې کسان چې هر یوه یې یو څپرکی ځان ته ځانګړی کړی دی.
دغه په زړه پورې رومان په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د نوبل ادبي نړیواله جایزه وګټله، چې د بیلابیلو زاویو د کارولو ښه بیلګه یې بللی شو.
په دې توګه د په هرڅه پوه زاویه په دې مانا نه ده چې لیکوال د کیسې پیښې د کیسې د ټولو شخصیتونو له خولې ولیکي. دا کار په اثر ناوړه اغیزه کوي او ارزښت یې کموي. د په هر څه پوه زاویې باندې لیکل ستونزمن کار دی او د کیسه لیکلو د پوخوالي پړاو ته اړتیا لري.
د لومړي/دریم شخص زوایه
په پورتنی بیلګه کې چې یو تنکی ځوان د روږدېدنې له ستونزې سره مخ دی،لیکوال باید پریکړه وکړي چې د کیسې اتل د کیسي راوي هم وي او کنه که چیرې خپله تنکي ځوان راوي وي.
کیسه د لومړي شخص له زاويي(زه) څخه لیکل کیږي په هغه صورت کې د شخصیتونو د لید زاویو ترمنځ ځای پرځای کول کیسه له منطقي تړاوه وباسي. په دې صورت کې به تنکی ځوان له خپل داخلي حالت(دروني حالت) او د نورو له ظاهري پيښو او حالتونه به کیسه وکړي.
د لومري شخص راوي(First Person) نشي کولی د نورو فکر ولولي او نشي کولی ووايي چې د نورو په ذهن کې څه تیرېږي؛ خو کولی شي د هغو غبرګون وګوري او تعریف یې کړي.
په دې توګه د لومري شخص له خولې لیکل کولی شي هم لیکوال او هم لوستونکي ته به کمې ستونزې رامنځته کړي؛ خو په دې زاویه کې لیکوال د پیښو د بیان او د کیسې د لیکو زاويي لپاره هغو ظرافتونو او نوښتونو ته اړ دی چې خپله یې نه ویني.
همدا کیسه کولی که د دریم شخص(Third Person) د لید له زاوېې ولیکو، په هغه صورت کې د کیسې لیکوال د کیسې راوي دی چې د لومړي اتل لپاره پيښیږي او د کیسې اصلي شخصیت هغه کیږي.کیدای ش ي ځینې د درېیم شخص د لید زاویه له د هر څه پوه له زاویې په تیروتنې ونیسي.
سره له دې چې کیسه د دریم شخص له لیده لیکل کیږي، لیکوال هغه څه چې د اصلي شخصیت له لیده ګوري باید ورته وفا دار پاتې شي، د کیسې راوي تراوسه هم اصلي شخصیت دی؛ د لیکوال دنده داده چې د اصلي شخصیت لیدنې، احساسات او تجربې ولیکي.
هغه ټکی چې باید له یاده یې ونه باسو هغه دا دی چې د لید زاویه او راوي حتمي یو شي نه دي، راوي هغه غږ دی چې کیسه شرحه کوي چې بل چاته پیښه شوې. د هر څه په پوه زاویه کې غږ(Voice) یا راوي کیسه د کیسې د ټولو شخصیتونو له لیده ګوري او کولی شي چې د ټولو احساسات، غبرګونونه او افکار ولولي.
په درېیم شخص کې، رواي د کیسې محوري شخص دی چې کیسه شرحه کوي چې ده ته پیښه شوې ده، په دې توګه یواځې هغه څه چې ده ته پیښ شوي او تجربه کړي یې دي د لید زاویه یې هم همدې ته محدوده پاتې کیږي. په درېیم شخص کې راوي د لومړي شخص احساس او اوریدل پور اخلي او د لید زاویه یې هم همدې ته محدود پاتې کیږي چې څه یې لیدلي او تجربه کړي دي.
د کیسې د زاوېې ټاکل، د کیسې د طرحې د جوړښت بنسټ جوړوي، د کیسه لیکلو د زاویې په ټاکلو کې کولی شو ډير نوښتونه وکړو،د بیلګې په ډول کولی شو یوه کیسه په لومړي شخص ولیکو؛ خو داسې پیښې شرحه کړي چې د بل چا لپاره پیښې شوي وي او د کیسې راوي د کیسې محوري شخص نه دی.
داسې لیکوالان هم شته چې د دویم شخص د لید له زاوېې اثر یې په خطابي شکل لیکلی له دې زاویې د یوې کیسې لیکل کیدای شي له نوښته ډک وي؛ خو عملا ډېر محدودیتونه لري او لوړې کیسې لوستونکي خسته کوي.