په ګوګل ژباړن کې هر څوک کولای شي چې په رضاکارانه ډول همکاري وکړي، دا همکاري په دو برخو وېشل شوې. یوه برخه یې له انګریزي څخه پښتو ژبې ته د جملو ژباړه ده او بله برخه یې په پښتو یا انګریزي ژبو ژباړل شویو جملو کره کتنه ده.
که تاسې غواړئ په ګوګل ژباړه کې ګډون وکړئ، لاندې ټکي په پام کې ونیسئ.
- لومړی باید د ګوګل یا جیمېل کارن یا برېښنالیک ولري.
- خپل ګوګل کارن ته د برېښنالیک په کارولو ننوزئ.
- د ګوګل د ژباړې برخې ته لاړ شئ. له دې ځایه یې پرانیزئ
- دلته به انګریزي په اتومات ډول ټاکل شوې وي. تاسې د جمعې (+) د علامې په وهلو سره د ژبو له لړ څخه پښتو وټاکئ.
- اوس تاسې د ژباړې په پاڼه کې یاست. د پاڼې په پورتنۍ برخه کې تاسې د ژبې غوراوي مومئ (له انګریزي نه پښتو ته، له پښتو نه انګریزي ته).
- د پاڼې په منځنۍ برخه کې تاسې دری غوراوي لرئ. لومړی ژباړه، دوهم د ژباړې کره کتنه او دریمه برخه یې تاسې ته دا لاره هواري چې خپل نور ملګري هم ژباړې ته راوبولئ.
تاسې په هر ځل کولای شئ چې لس لس جملې وژباړئ او یا یې کره کړئ.
د دې لپاره چې ستاسې همکاري او چوپړ هېر نشي، ګوګل تاسې ته د ویاړونو یو پروګرام لري چې د هغه په مټ ستاسې د همکارۍ او چوپړ کچه ښکاري.
همدا شان تاسې کولای شئ چې په مخامخ ډول د ګوګل ژباړن پرانیزئ او څه په کې له هغې ژبې وژباړئ چې تاسې پرې بلد یاست.
ددې لپاره چې ژباړه په لومړني پړاو کې ده، تاسې ته به خامخا ژباړه کره نه کوي، نو دلته تاسې کولای شئ چې د ژباړونکي په مخ هم دا چاره ترسره کړئ او جمله سمه کړئ د بېلګې په ډول ماته د هالنډي دا دوه جملې داسې وژباړل شوې.
خو تاسې یې بېرته د suggest an edit په ټاکنه سره په لاندې ډول سمولای شئ
ددې لپاره چې په دې ستر چوپړ کې مو په ښه ډول برخه اخستي وي، هیله ده په لومړيتوب کې د پښتو یاګانو، پښتو کمپوز؛ څو پاموړ ټکي، واوونه او هې ګانې او همدا شان نورې ورته ادبي لیکنې چې تړوني یې لاندې ستاسې لپاره اچول شوي یو ځل تر نظر تېرې کړئ.