په ګینټ کې د وورګينټ او زرغون ترمنځ خبرې اترې د خوځښت، هستوګنې او “ډېر زیات ګرځندوی” په اړه ټکنۍ شوې دي. په ګینټ کې د لیبرالانو، سوسیالستانو او زرغونو تر منځ نوې همکاري په څو مهمو موضوعاتو ټکنۍ شوې ده. اوس وورګينټ له N-VA سره خپلې خبرې پیل کړي دي. په ځینو برخو کې د ښاروال ماتیاس دي کلرک او د زرغون تر منځ اختلاف ډېر زیات و، خو په ډېرو برخو کې دواړه ډلې سره همغږې وې.
کومو موضوعاتو د خبرو اترو همغږي زیانمنه کړه؟
د تېرو څو ورځو په جریان کې د بیلابیلو خبرو اترو په بهير کې ځينې یادښتونه تبادله شول. وورګينټ زرغون او N-VA ته یو وړانديز واستوه، چې باید د راتلونکو خبرو لپاره د دوی تر منځ د خبرو بنسټ وي. زرغون بیا یو بل بدیل وړانديز وکړ. له دواړو یادښتونو یو دریم وړاندیز هم رامنځته شو چې د دوشنبې په ماسپښین وړاندې شو. زرغون نوې بدلونونه وغوښتل، خو وورګينټ ورسره ونه منل. په پای کې، زرغون پرېکړه وکړه چې د وور ګينت وړانديزونه ونه مني، خو ویې ویل چې لا هم خبرو ته چمتو دي.
چیرې خبرې اترې ناکامې شوې؟
وي ار ټي نيوز ته درې یادښتونه رسېدلي چې وورګينټ د زرغون ډېر وړاندیزونه په وروستي یادداښت کې شامل کړي. خو په ځینو مهمو موضوعاتو کې د جوړجاړي لپاره امکان نه وه چې په نتیجه کې یې خبرې په ټپه ودرېدې.
په ښار کې د موټرونو د خوځښت پلان:
وورګينټ په نوي سیاست ټینګار لري چې په خلکو کې د ملاتړ زیاتولو کار کوي. په تېرو کلونو کې د “Zwijnaarde” او “Gentbrugge” د خوځښت پلانونه عملي شوي پلانونه باید بیرته واخیستل شي او لېرې شي. زرغون یوازې په یوه محدوده کچه دې سره موافقه کړې. کېدای شي دا لېرې کړي. خو په ځینو پلانونو کې لکه د “Heuvelpoort” لاندې سرک جوړول او په “Zuid” کې د پارکینګ جوړول چې ۲۰۰۰ اضافي ځایونه به ولري، د وورګينټ لپاره د ټينګار ټکي دي. خو زرغون غواړي دا بیا و ارزوي، ځکه چې دا یوه ۱۰۰ میلیونه یورو پانګونه ده. زرغون موافقه څرګنده کړې چې تر ۳۰ سلنې پورې دې له سیمو د سرکولسي پلان یا د موټرونو د بندولو بندښت لېرې شي. دا یوازینی د خوځښت په برخه کې د زرغون انعطاف دی.
هستوګنه یا نوي کورونه:
د هستوګنې په برخه کې وورګينټ ځینې امتیازونه زرغون ته ورکوي، خو په بشپړه توګه نه. په نوي یادښت کې ویل شوي چې ګینټ باید د هستوګنې په برخه کې لا زیات کنټرول رامنځته کړي او دا کار یوازې بازار ته پرې نه ږدي. دلته وورګينټ له زرغون سره یو څه موافق دی. په ارزانه کورونو کې هم جوړجاړي شوی دی. یو ځل بیا د ۲۰ سلنې سوسیال کورونو او ۲۰ سلنې ارزانه کرایي کورونو لپاره هوکړه شوې ده. خو وورګينټ د زیاتو قوانینو په برخه کې موافقه نه کوي، او د کرنیزو ځمکو د نه پلورلو په اړه موافق نه دی.
سیلانیان او فيستيوالونه:
وورګينټ د زرغون وړاندیزونه د ګرځندوی او د فيستيوالونو د کمولو په اړه ونه منل. وورګينټ په ښار کې د ډېرو فيستيوالونو او کنسرتونو مخالفت نه کوي. زرغون باور لري چې له کیفیت تر کميت مهم نه دی. وورګينټ غواړي چې د ګینټ خلک ډېر او په اسانۍ سره ساعتیری او نوښتونه وکړي. د غږ او شور ماشور کمولو په برخه کې هم جوړجاړی شوی و، چې دا به د شپې شور ماشور د ګینټ د خلکو لپاره کم کړي.
د نورو وړو ښارونو لپاره بودیجه، کمرې او د فلاندر جشنونه:
وورګينټ ځینې موارد په یادښت کې ساتلي چې زرغون مخکې رد کړي و. د ګينت فرعي ښارونو یا خمنتو لپاره د بودیجې پراختیا د وورګينټ لپاره مهمه ده چې دوی ته باید ډېره بودیجه ورکړل شي. وورګينټ غواړي چې د امنیت په برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي، چې په دې کې د پولیسو زیاتوالی او د کمرو نصبول شامل دي. دا وروستی ټکی د زرغون لپاره د منلو نه دی. وورګينټ په دې برخه کې ټینګار کوي. یوازینی موافقه دا ده چې د بې ځایه کثافاتو اچولو سزا باید زیاته شي. د فلاندر د جشنونو نمانځنه هغه ټکي دي چې وورګينټ نه غواړي لرې یې کړي، زرغون دا جشنونه نه غواړي.
اختلافات یا ستونزمنې اړیکې؟
کله چې څرګنده شوه د دوی تر منځ خبرې اترې ناکامې شوې او وورګينټ او N-VA به خپلو خبرو ته دوام ورکوي، زرغون وايي چې دې خبرو ته باید ادامه ورکړل شي او په عین حال کې د دوی غوښتنې جدي نه دي نيول شوي او ارزښت ورته نه دی ورکړل شوی. د زرغون ګوند استازې حفسه البازيوي وايي چې دا جوړ جاوړی نه کول له پاس فدرال څخه په موږ تپل کېږي، مطلب د دوی جوړ جاړۍ له وړاندې له N-VA سره شوی.
“آسترېډ دی برویکر” د وورګينټ استازې، دا تورونه رد کړل او ویې ویل چې د لوړ پوړو لخوا دا کار نه دی شوی. ښاروال ماتیاس د کلرک هم وویل: ” چې ګینټ خپل برخلیک خپله ټاکي. په دې کې فدرال مداخله نه کوي”. په هر صورت، شخصي اړیکې هم رول لري. په تېر حکومت کې د زرغون او وورګينټ ترمنځ اختلافات ډېر شوي وو.