په ګېنت ښار کې وروسته له هغې چې وورګينت ګوند له N-VA سره د حکومت په جوړولو خبرې پیل کړې، زرغون ګوند په غوسه کړ، دوی او پلویان یې د اعتراز په ډول د ګېنت ښاروالی مخې ته را ټول شول.
په ګېنت کط ددې ګوند مشر ښاغلی فیلیپ واتیو لا هم باور لري چې زرغون ګوند به په ګینټ کې اپوزیسیون ته لاړ نه شي. که څه هم د زرغون ګوند او د ښاروال ماتیاس دي کلرک د ترمنځ د دوشنبې په ماښام خبرې اترې پای ته ورسېدې، خو واتیو لا هم هیله لري چې د نوي ښار حکومت برخه به وي. “ځکه موږ خبرې کول غواړو”، هغه د زرغون ګوند په استازیتوب دا خبره بیا بیا تکرار کړه.
که څه هم د ښاروال ماتیاس دي کلرک په مشرۍ د “Voor Gent” او زرغون ګوند ترمنځ خبرې په دردونکې توګه پای ته رسېدلې دي، د زرغون ګوند مشر فیلیپ واتیو لا هم باور لري چې ګوند به یې په راتلونکو کلونو کې د ګینټ د اپوزیسیون په څوکۍ نه کیني.
واتیو وویل: “زه لا هم فکر کوم چې موږ به اپوزیسیون ته لاړ نه شو، ځکه موږ غواړو خبرې وکړو.” نو که څه هم “Voor Gent” ګوند په ناڅاپي ډول د زرغون پر مخ دروازه وتړله، واتیو لا هم هیله لري چې په راتلونکو کلونو کې به د ګینټ په اداره کې برخه واخلي، لکه څنګه چې په تیرو کلونو کې برخه درلوده.
واتیو ومنله چې دا ورته ښه نه ښکاري چې ښاروال ماتیاس دي کلرک اوس د زرغون پر ځای له N-VA سره خبرې کوي. هغه وویل: “موږ به دی په بشپړه توګه درک کړو، خو موږ به تسلیم نه شو.” هغه هیله لري چې دا پرېکړه وروستۍ نه وي او ټینګار کوي چې زرغون ګوند لا هم خبرو ته چمتو دی، لکه څنګه چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې ګوند تل ویلي دي.
داسې ښکاري چې دا خبرې د تړلې دروازې مخې ته کېږي. هغه دروازه وروسته له یوې اوونۍ سړو خبرو اترو بنده شوه، که څه هم دوی په تېرو شپږو کلونو کې له ښاغلي ماتیاس دي کلرک له لیبرالانو سره ددې ښار اداره کوله، د ښاري شورا له ټاکنو وروسته یې داسې احساس کاوه چې د نوي ښار حکومت په خبرو اترو کې نور د دوی لپاره هسې هرکلی نه کېږي.
ښاروال دي کلرک په تېرو وختونو کې څو ځلې ویلي چې غواړي د تیرو کلونو سره په یو څرګند بدلون سره حکومت جوړ کړي او اوس داسې ښکاري چې د ده او واتیو د ګوندونو تر منځ یو اختلاف رامنځته شوی دی.
واتیو وویل چې ده نه انګېرله چې دي کلرک دې په تېره اوونۍ کې هم له زرغون ګوند او هم له N-VA سره خبرې وکړې. “دا داسې و لکه موږ چې په یوه ازموینه کې ګډون کړی وو.”
واتیو وویل چې د ده ګوند چمتو و او دی لا هم چمتو دی چې د تېرې واکمنۍ په پرتله په یوه بدلون سره کار وکړي او پرته له کومو بندیزونو د نوي حکومت هوکړه لیک لپاره خبرې وکړي.
واتیو دا په کلکه وغندله چې د مخالف ګوند غړي، په ځانګړي ډول د N-VA ګوند مشره “آنلین وان بوسوټ”، د دوشنبې په ماښام د ګینټ ښاروالۍ مخې ته د مظاهره کوونکو تر چیغو او حتی ګواښونو لاندې راغله.
واتیو وویل چې هغه پوهېږي خلک ډېر په غصه دي او باید دا جدي ونیول شي. خو هغه وویل: “ګواښونه د دفاع وړ نه دي: نه پخوا او نه اوس.”
واتیو د هغې پېښې یادونه هم وکړه چې خلک د ګینټ د ترافیکي پلان له امله په هغه باندې غصه شول او ده ته ګواښونه وشول.