لیکنه: سمیع الله زلال
دغه ډول بانکنوټونه له يوه ډېر نري، ارتجاعي او شفاف پلاستيک فلم څخه جوړ شوي، چې د يوه خاص رنګ پواسطه يې مخ او شا ډيزاين شوي وي.
دغه بانکنوټونه چې لومړى ځل د استراليا هېواد په کال ۱۹۸۸ کې د نمونې په شکل وړاندې کړل او په کال ۱۹۹۶ کې يې په بشپړ ډول خپل ټول کاغذي بانکنوټونه په پوليميري بانکنوټونو بدل کړل، چې په ۲۰۰۹ کال کې دغه لړۍ د دنړۍ ۲۵ هېوادونو (نيوزيلنډ، پاپوا نيوګيني، رومانيا، وېتنام، کاناډا، اسرايل، کويت او داسې نورو) ته وغځېده، چې دغه وخت له دريو ملياردو څخه زيات پوليميري بانکنوټونه په جريان کې شول.
دا چې هر کال په افغانستان کې څه د پاسه درې ميليارده افغانۍ (کاغذي بانکنوټونه) له کاره لويږي چې د افغانستان بانک له لوري سوځول کيږي چې د هېواد اقتصاد او چاپېريال ته ستر زيان دى.
د دې ستر زيان څخه د خلاصېدو يواځينۍ لار د پوليمير بانکنوټونو رواجول دي، چې له نېکمرغه اوسني حکومت د دغه ستونزو په نظر کې نيولو سره دغه کار ته هم مټې رابډ وهلي.
دا چې د هر شي په ذات کې ګټې او زيانوته نغښتي وي، پوليمير بانکنوټونه هم له دغه خاصيت نه خالي نه دي.
د پوليمير بانکنوټونو ګټې:
– يو ستره امنيتي ځانګړتيا لري، چې په اسانۍ سره يې د جعل سازۍ مخه نيول کيږي.
– د کاغذي بانکنوټونه په پرتله څلور ځله لوړ عمر لري.
– دغه نوټو په اسانۍ سره د لاس پواسطه نه شکيږي.
– کله چې له کاره ولويږي، د بيا رغاوي وړتيا لري چې کاغذي بانکنوتونه دغه وړتيا نه لري.
– په اسانۍ سره نمي نه جذبوي او تر ډېره عمر پاک او ستره وي.
د پوليمير بانکنوټونو زيانونه:
– دا چې پلاستيک د خويېدو خاصيت لري، د حسابولو پر وخت به لږ ستونزمن وي.
– توليد يې د کاغذي بانکنوټونو په پرتله يو څه اندازه زيات دى.
– د ښځو لپاره هم يوه ستونزه لري، هغه دا چې دغه باکنوټونه په اسانۍ سره نه قاط کيږي.