لیکنه: ډاکتر احسان الله احسان
پولي سایتمیا هغه حالت ته ویل کیږي چې په وینه کې دسروکرویاتو، هموګلوبین، او هیماتوکریت اندازه له نارمل حالت څخه لوړه شي، چې بیا دوینې غلظت زیاتیږي په رګونو کې په ازاده توګه حرکت نه شي کولي، چې دې سره کیدای دوینې دلخته کیدلو او د زړه د سکتې سبب شي، یو له مهمو انزایمو څخه چې اریترو پویتین ورته ویل کیږي په بن میروکې دسروکرویاتو د تولید سبب کیږي.
پولی سایتیمیا په دوو کتګوریو ویشلی شو.
1–ابتدایی پولي سایتمیا یا primary polycythemia
2–ثانوی پولي سایتمیا یا Secondary polycythemia
۱–ابتدایی پولي ساتیمیا:
زیاتره ارثي منشا لری او هغه حالت ته ویل کیږی چې په بن میر کې په غیر نارمل ډول د سرو کرویاتو دتولید پروسه چټکه شي او د سروکرویاتو اندازه له نارمل حالت څخه واوړي، چې دا حالت زیاتره په ارثي یا ذاتي برخې پورې تړاو لري ابتدایی پولي سایتمیا ته ویرا او روبرا نمونه هم اخیستل کیږی اوپه دې نمونو هم یادیږي .
په ابتدای پولي سایتمیا کې دسپینو کرویات او ترمبوسایت هم زیات تولید کیږی.
د دې نوعې پولي ساتیمیا زیاتره نښې نښانې سر دردي، دجیګر او توري لوی والی، دوینې دلخته کیدلو امکانات، سستي، خارښ، دبطن درد، د وینې دفشار لوړ والی یې مهم اعراض دي.
دابتدایی پولي سایتمیا لپاره خاص علاج نشته خو باید د تداوي په برخه کې یی سم مدیریت وشي، یانې داسې درمل وخوړل شي چې دوینې دلخته کولو نه بچ شي وینه لخته نشي.
هغه فاکتورونه چې دو ینې په لخته کولو کې ډیر مخکښ شمیرل کیږي.
لوړ فشار، دیابت یا شکر ناروغي، سګریت څکول، لوړ کلسترول.
هغه ناروغان چې د دې نوعې پولي سایتمیا دکم خطر سره مخ دي باید اسپرین په ټیټ دوز تجویز شي تر څوصرف د وینې لخته کولو مخه ونیسي.
هغه ناروغان چې د ډیر خطر سره مخ دي باید Hydroxyurea ورته تطبیق شي، داهغه کیمو تراپی دوایی ده چې د سرو کرویاتو د تولید مخه نیسي یانې په سروکرویاتو دتولید برخه کې کمښت راولي.
۲– ثانوی پولي سایتمیا:
هغه حالت ویل کیږي چې په دې برخه کې زیاتره بهرنی فاکتورونه موجود دي، او همدارنګه دطبعی اویا مصنوعی اریتوپویتین زیات تولید دی چی د سروکرویاتو د ډیر تولید سبب کیږي، په ثانوي پولي سایتمیا کې تقریبا د ۶–۸ ملیون او حتی نیږدې ۹ ملیون سره کرویات په یوه کیوبیک ملی لیتر وینه کې سره کرویات تولیدیږی، دثانوي پولی سایتمیا دحل لاره هغه وخت کیږی چې هغه اساسی او اصلی علت یې پیدا او تداوی شي، په ثانوی پولي سایتمیا کې چې سبب یې دارتروپویتین هورمن زاتوالی دی، دې ته فزیولوژیک پولي سایتمیا ویل کیږي.
دثانوي پولي سایتمیا اسباب:
داریتروپویتین زیات والی او داوکسیجن کمبود، دتنفسي ناروغۍ، داندوکراین ناروغی، دګردې دسیست موجودیت، دځیګر،او دسر دمغز تومور موجودیت هم دثانوی یا کسبي پولي سایتمیا اسباب دي.