پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د خدای بخښلي میرزا افضل حق کاکړ او خدای بخښلې خاتمې نیازۍ زوی دی، پوهاند حسن کاکړ په ۱۹۲۹ زیږدیز (۱۳۰۸ لمریز لیږدیز)کال کې د لغمان ولایت د پلوټې سیمې په ډیوه نومي کلي کې زیږیدلی دی، پوهاند کاکړ د یوه کال و چې پلار یې ومړ، روزنه او پالنه یې د مور بي بي په غاړه شوه او مور بي بي یې هم اېله د ده تر تنکي زلمیتوبه د ده د سختو ورځو ملګرتیا وکړای شوه او بیا هغه د ابد په خوب ویده شوه، د مور له مرګ نه وروسته په کندهار کې نیايي نیکه ارواښاد عبدالمقیم خان نیازي په کور کې اوسېده.
زده کړې
۱ـ پوهاند حسن کاکړ په لغمان کې تر نهم ټولګي ښوونځی ولوست او بیا په کندهار کې د احمدشاه بابا په لېسه کې شامل شو.
۲ـ ښاغلي کاکړ دوه کاله د کابل دارالمعلمین ولوست او بیا په ۱۹۵۰ زیږدیز کال له غازي لېسې نه یې لومړۍ درجه بری لیک تر لاسه کړ.
۳ـ په ۱۹۵۳ زیږدیزکال دکابل پوهنتون دادبیاتو په پوهنځي کې شامل او په ۱۹۵۷ زیږدیز کال له همدغه پوهنځي نه د تېر په څېر یو ځل بیا لومړی درجه فارغ شو.
۴ـ په ۱۹۶۱ زیږدیزکال د افغانستان د حکومت په سکالر شپ لندن پوهنتون ته ولاړ، اوه کاله یې د مینځني ختیځ د اسلامي پېر او د اوسنۍ اروپا په تاریخ کې زده کړه وکړه.
۵ـ پوهاند حسن کاکړ په سر کې د کابل پوهنتون لیسانس د لندن پوهنتون له لسانس سره معادل کړ او بیا یې د امیرعبدالرحمن خان پېر په اړه د لومړنیو ارشفي پاڼو له مخې څیړنه وکړه چې د همدغې څېړنې په بنسټ یې د M.PHIL یا د فلسفې ماسټري په نوم بری لیک وگټه.
۶ـ پوهاند کاکړ په ۱۹۷۲ زیږدیز کال د نورو ځانگړو څېړنو لپاره د امریکې پوهنتون ته لاړ او هلته یې د امیرعبدالرحمن په مهال د افغانستان د حکومت او ټولنې په اړه څېړنه پیل کړه . چې بیا یې د همدې گټور اثر له مخې د لندن له پوهنتون څخه د ډاکترۍ یا P-H-D بری لیک تر لاسه کړ. دخپلو زده کړو د دوام لپاره یو کال نور هم هورې پاتې شو او بیا په ۱۹۷۶زیږدیز کال بېرته هیواد ته راستون شو.
۷ـ پوهاند کاکړ د خپلو پوهنیزو او ښوونیزو هڅو او لاسته راوړنو او د گټورو اثارو د کښلو له سببه په ۱۹۸۱ زیږدیز کال د پوهاندۍ علمي درجېواخېسته.
دندې
۱ـ پوهاند حسن کاکړ د خپل کار په پیل کې د پښتو ټولنې غړی شو او دا هغه مهال و چې د هېواد ویاړلي او نامتو شاعر گل پاچا الفت د پښتو ټولنې مشر و.
۲ـ په ۱۳۳۷ لمریز لیږدیز کال کې د کابل مجلې دچلولو د نده یې په غاړه واخېسته، د کابل مجلې د چلولو په خواکې د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې داستادۍ دندنه یې ترسره کوله.
۳ـ په ۱۹۵۸ کال له یوه پلاوي سره د وختشوروي اتحاد ت ه ولاړ، په ۱۹۵۹زیږدیز کال امریکې ته یې سفر وکړ، په ۱۹۶۸ زیږدیز کال بېرته هېواد ته ستون شو او د کابل په پوهنتون کې د تاریخ استاد په توګه وټاکل شو.
سياسي ژوند
۱ـ پوهاند حسن کاکړ د ویښ زلمیانو د غورځنګ غړیتوب درلود.
۲ـ کله چې شوروي اتحاد په افغانستان تېری وکړ نو د پوهنتون د استادانو او محصلانو د عمومي اتحادې غړی شو او په پټه یې د شوروي او پرچمي رژیم پر ضد فعالیت پیل کړ
۳ـ ا په پوهنتون کې استادان او شاگردان د شوروي ښکېلاک په وړاندې ولمسول نو ځک په ۱۹۸۲ زیږدیز کال ونیول شو او پنځه کاله یې د بند سزا تیره کړه.
۴ـ په ۱۹۸۷ زیږدیزکال له بند نه خلاص شو، په کابل پوهنتون کې یې داستادۍ دنده پيل کړه.
۵ـ د ۱۹۸۷زیږدیز کال په پای کې پېښور ته کډوال شو او خپله لیکنۍ مبارزه یې له سره پيل کړه.
۶ـ پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ په ۱۹۸۹ زیږدیزکال له خپلې کورنۍ سره امریکې ته ولاړ.
۷ـ په ۱۹۹۰ زیږدیزکال یې د یوه خوځښت بنسټ کېښود چې لومړی د دې خوځښت غړی او بیا وروسته د نورو غړو لخوا د دې خوځښت مشر او سروال وټاکل شو.
اثار
۱ـ د پاچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه ـ په ۱۳۸۴ لمریز لیږدیز کال په جرمني کې د افغانستان کلتورې ودې ټولنې له خوا خپور شوی دی.
۲ ـ پښتون، افغان، افغانستان
۳ـ سود او زیان
۴ـ د لرغوني یونان ژوند اوفکر
۶ـ د ماکسیم ګورکې ادبي لیکونه، ژباړه ده چې په ۱۳۳۹لمریز لیږدیز کال د پښتو ټولني له خوا خپور شوی دی.
۷ـ د برتانیې سیاسي سیسټم، ژباړه ده، په ۱۳۳۶لمریز لیږدیزکال یې مطبوعاتي جایزه اخیستې ده.
۸ـ اوسنۍ سیاسي فلسفې ژباړه
۹ـ ښه انسان ـ ژباړه ـ په ۲۰۱۰ زیږدیز کال په جرمني کې د افغانستان کلتورې ودې ټولنې له خوا خپور شوی دی.
۱۰ د پوهنې فلسفي بنسټونه ـ ژباړه ـ په ۱۳ ۸۱ لمریز لیږدیز کال په جرمني کې د افغانستان کلتورې ودې ټولنې له خوا خپور شوی دی.
۱۱ـ خاطرې ـ د یوې دورې لنډ تاریخ ـ ژباړه ـ په ۱۳۸۶ لمریز لیږدیز کال په جرمني کې د افغانستان کلتورې ودې ټولنې له خوا خپور شوی دی.
۱۲ـ د سرطان کودتا د افغانستان داوږدې بې ثباتۍ پيلامه، په ۱۰۰۹ زیږدیز کال په جرمني کې د افغانستان کلتورې ودې ټولنې له خوا خپور شوی دی.
اخځ ځایونه
۱ـ ویکې پېډیا
۲ـ کتابتون ټولنه ویب سایټ