زه خوشدل معروف د محمد شریف معروف زوی په ۱۳۵۵ کال د سرخرود ولسوالۍ د باغوانیود کلي په یوه متوسطه او علم دوسته کورنۍ کې زېږېدلی یم. لومړنۍ زده کړې مې د هیواد څخه بهر او په هیواد کې سرته رسولي دي. په ۱۳۷۳ کال کې د کانکور د ازموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بریالی شوم چې په ۱۳۷۷ هجري لمریز کال د حیواني علومو له څانګې څخه د خپلې دورې عمومي اول نمره فارغ التحصیل شوم. د استادانو د شفقت او ټینګار په اساس بیرته په همدې کال د نامزاد پوهیالي پتوګه مې مقدسه دنده پیل کړه. تر اوسه مې دوه علمي رتبې تر لاسه کړي دي. په ۱۳۸۷ کال کې له رقابتي ازموینې وروسته د ماسترۍ لپاره د پاکستان هیواد ته لاړم چې په ۲۰۱۱ کال یا ۱۳۹۰ کال کې د ماسترۍ دوره په بریالۍ توګه د پېښور په کرنیز پوهنتون کې سرته ورسوله او بیرته خپلې مقدسې دندې ته راستون شوم. په ۱۳۹۳ کال یا ۲۰۱۴ میلادي کې د یوې رقابتي ازموینې وروسته پدې بریالی شوم چې د جاپان هیواد ته د دوکتورا له پاره راشم چې اوس مهال د دوکتورا د دورې د دوهم کال محصل یم. له هیواد او هیوادوالو سره د ډېرې مینې له کبله مې هڅې کړي تر څو د هغوي د ستونزو په حل کې د خپل مسلک له مخې د هغوی په چوپړ کې اوسم. د همدې هڅو په اساس په ۱۳۸۵ کال د دوه میاشتنې روزنې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د کورنیل پوهنتون ته چې د نیویارک په ایالت کې موقېعت لري سفر درلود. د ګران هیواد په ختيځ زون کې د مالدارۍ په مختلفو برخو کې د روزونکي په صفت د خدمت کولو هڅه کړې ده. د چرګانو روزنې، شاتو مچیو روزنې، کبانو روزنې به برخه کې مې ډېر فارم لرونکی روزلي دي. پنځه کتابونه مې چاپ شوي دي. کوښښ مې کړی چې د دې کتابونو په محتوا کې ټول اړین او عملي معلومات موجود وي ځکه چې زمونږ ډېری ځوانان او هیواد وال کوم خاص مهارت نه لري تر څو د خپلې کورنۍ لپاره حلاله نفقه لاسته راوړي نو زما د کتابونو په لوستلو او مطالعې څخه دوی کولای شي چې مستقیما په کار لاس پورې کړي او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي. چاپ شوي کتابونه مې په لاندې ډول دي:
۱- د چرګانو روزنه : چې پدې کتاب کې د هګیو چرګانو روزنې باندې مکمل بحث شوي او کافي معلومات لري.
۲- د غوښېنو چرګوړو منجمنټ: پدې کتاب کې د غوښېنو چرګوړو په روزنه او منجمنټ باندې بحث شوی دی. کافي معلومات لري او ټول عملي پراوونه پکې تشریح شوي دي.
۳- د شاتو مچیو روزنه : پدې کتاب کې د شاتو مچیو روزنې په هکله کافي معلومات موجود دي چې د مچیو روزنکو هیوادوالو لباره موثر ثابتېدای شی.
۴- د وزو او پسونو روزنه : پدې کتاب کې د وزو او پسونو روزنې ټولې چارې په ښه ډول تشریح شوي دي. تولې عملي کړنې لري.
۵- د کبانو روزنه : پدې کتاب کې د کبانو د روزنې او ګټې اخیستنې مختلفې لارې چارې تشریح شوي دي. په عملي کړنو مکمل بحث شوی دی.
له پورتنیو کتابونو علاوه پنځه علمي لیکنې مې د ننګرهار پوهنتون د پوهې په علمی مجله کې چاپ شوي دي. همدارنګه پنځه نوري علمې لیکنې مې د هیواد په مختلو مجلو کې د هیوادوالو په چوپړ کې دي. یوه علمي لیکنه مې په انګریزي ژبه د انترنیت په مټ خپره شوې ده.
نوټ:
له زړه له کومې مننه کوم چې تاسې دا لویه او مقدسه دنده سرته رسوي. زمونږ هیواد او هیواد وال ترهر څه وړاندې علمي پرمختګ ته اړتیا لري. پدې هیله چې ستاسو دا هڅې د هیواد په کچه ځلېدونکي وي او ټول هیواد درباندې وویاړي. مننه او درنښت.
پوهنمل خوشدل معروف